Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU Passerelle / Université d'Angers

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهB1, A2

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د انجي (Angers) ښار پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسریل ( Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې تابعیته اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړو ترسره کولو لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

دا روزنه لاندې موارد وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه یو سمستر (4 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر جنوري او بیا د فبروري څخه تر جون پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا معلوماتي فایل د انجي پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د ریفیوجي.انفو په پاڼه کې د پاسیریل ډیپلوم ((DU Passerelle)) په اړه نورمعلومات ولولئ

مهمه یادونه: په دې روزنه کې د ګډون لپاره، تاسې باید د دولسم سند ولری (د ثانوي زده کړو عمومي سند (brevet) یا بکالوریا).

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د انجي پوهنتون د DU Passerelle روزنې پروګرام کې د فرانسوي درسونو 222 ساعته شتون لري. تاسو به په اونۍ کې نږدې 20 ساعته درسونه ولرئ، د دوشنبې څخه تر جمعې پورې.

کورسونه او ازموینې په 12 اونیو کې تنظیم شوي.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 28 څخه کم عمر لرئ، تاسو هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو پراساس) ترلاسه کولی شئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون او زده کړو سیستم په اړه معلومات ومومئ، لکه، په فراسوي پوهنتونونو کې زده کونکی په څه معنی ده، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیارۍ نیول...

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې، تاسو به د امکاناتو سره سم د خپل پوهنتون او مسلکي پروژې په اړه فکر کولو لپاره ملاتړ او مرسته ولرئ.

مسلکي کسان به ستاسو سره ستاسو د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او ستاسو د علاقې وړ کورسونو کې د نوم لیکني او راجستریشن پروسه کې مرسته کوي.

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • تفریحي سفرونه ( ښاروالۍ، محلي سوداګرۍ، سینما، تیاتر، او نور)
  • د پوهنتون د نورو محصلینو لخوا مرسته کیدل،
  • د DU روزنې په جریان کې فعالیتونه (د تیاتر ورکشاپونه، د سندرو ویلو ورکشاپونه، د فلمونو کتل او بحث، عکسونه ...).

د پوهنتون د پاسریل ډیپلوم کې د زده کونکی په حیث تاسو د پوهنتون لاندې ټولو خدماتو څخه ګټه پورته کولای شئ:

  • د پوهنتون کتابتون
  • د پوهنتون روغتیایی خدمات
  • د پوهنتون سپورت څانګه
  • د پوهنتون د معلوماتو او لارښوونې خدمات
  • کلتوري څانګه
  • ...

څنګه یې وکړو ؟

  • د نوم لیکنې او راجستریشن طریقه: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه ترسره کړئ.
  • د غوښتنلیک نیټه (په عمومي توګه میاشتې): د مارچ څخه تر می پورې
  • اړیکه: celfe@univ-angers.fr

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو فایل ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

marianne georgesmarianne georgesاډمین
nournourاډمین
a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
utilisateur_14587093utilisateur_14587093ایډیټر او کره کتونکی
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
mgomgoد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه