د ریستورانت په برخه کې د کار کولو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ
سره د Stamtish سره
دا څه شی دی؟
ستامتش د هغو کډوالو سره ملګرتيا کوي چې د خوړو په برخه کې راتلونکې پروژې لري. هغه د دوی سره د پروژې په ترسره کولو کې مرسته کوي.
یادونه: ملاتړ مسلکي نه دی.
ستامتش (Stamtish) تاسو ته لاندې خدماتو وړاندیز کوي:
- شخصي او انفرادي تعقیب
- د اشپزی په برخه کې د فعالیتونو (د مهارتونو رامینځته کول، له خلکو سره لیدل، په ځان باور ترلاسه کول، خپله اشپزي تجربه کول ، ...)
- په روزنه کې شامیلدلو یا دندې موندلو کې مرسته
- اداري مرسته (د رستورانت پرانیستل، د خوړو خدمت، شخصی شرکت با کاروبار پيل کول)
دا د چا لپاره دی؟
غواړئ د ریستورانت په برخه کې کار وکړئ
ستاسو د اړتیاو مطابق
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
67 - Bas-Rhin
غواړئ د ریستورانت په برخه کې کار وکړئ
ستاسو د اړتیاو مطابق
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
67 - Bas-Rhin
ولې دا په زړه پورې ده؟
ملاتړ او مرسته ترلاسه کړئ
ستامتش د هغو کډوالو سره ملګرتيا کوي چې د ریستورانت یا خوړو په برخه کې پروژه لري. دا شخصي تعقیب وړاندیز کوي ترڅو دوی سره د دوی پروژې ترسره کولو کې مرسته وکړي.
مهارتونو ته وده ورکول
ستامتش (Stamtish) د پخلنځي اړوند فعالیتونه او پیښې تنظیموي ترڅو زده کړي چې څنګه:
- په مسلکي پخلنځي کې پخلی کول
- په سم مقدار کې پخلی کول
- د وخت محدودیت ته درناوی کول
- په خپل ځان باور لاس ته راوړل
- سرویس او خدمات وړاندې کول
خپلي فرانسوي ژبې کچه ښه کړئ
موږ د پخلنځي اړوند پیښو او د شخصي تعقیب په جریان کې فرانسوي ژبه تمرین کوو.
ملګري پیدا کړئ
د پخلنځي او اشپزي اړوند فعالیتونو او پیښې تاسو ته ددې امکانات برابوي چې له لاندې کسانو سره وګورئ:
- نورو اشپزانو سره
- Stamtish رضاکاران سره
- د سټراسبورګ اوسیدونکو سره
- د خوراکي توکو متخصصینو سره
دنده یا روزنه ومومئ
شخصي تعقیب د برخه اخیستونکو د اړتیاو سره سم د دندې یا روزنې موندلو کې مرسته کوي.
دوی د خپل رستورانت، د خوړو خدمت یا د خپل شخصی کاروبار یا سوداګرۍ په پرانیستلو کې هم مرسته کوي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د ملاقات غوښتنه وکړئ
ایا تاسو پخلی کول یا اشپزي خوښوی؟ ایا تاسو د ریستورانت په برخه کې راتلونکې پروژه لرئ؟ موږ ته بریښنالیک واستوئ چې خپل ځان معرفي کړئ او د ملاقات غوښتنه وکړئ. موږ به تاسو ته ځواب درکړو!
- د بریښنالیک پته: contact.stamtish@gmail.com
- (تلیفون: 06.34.90.76.86 )