د ویب پرمختیا په برخه کې زده کړې ترسره کړئ
سره د Konexio سره
دا څه شی دی؟
د پروګرامنګ او ویب پراختیا په برخه کې دوه روزنیز پروګرامونه
- دیجټ سټارت (DigiStart) چې د ویب پراختیا لومړني مهارتونو زده کولو لپاره روزنه ده.
په 5 اونیو کې 36 ساعته زده کړې، په اونۍ کې د 2 ساعتونو 2 کورسونه ، ماښام یا د اونۍ په پای کې. - د ویب پرمخ وړونکي (Développeur Web) ، د ویب پراختیا کونکي دندې زده کولو لپاره د کار او زده کړې (الترنانس) روزنه او په یوه شرکت کې کار کولو ته چمتوالی.
په کار او زده کړه یا الترنانس کې 800h (په لومړیو میاشتو کې د Konexio سره ژوره روزنه، بیا په شرکت کې د کار او زده کړي یا الترنانس سره یو ځای).
د ویب او ګرځنده ویب پراختیا په برخه کې د مسلکي ازموینې لپاره چمتووالی (RNCP کچه 5، د Bac + 2 سره مساوي).
یادونه: ټول علاقه لرونکي نوماندان د جندر، اصل یا د مطالعې کچې له توپیر پرته منل کیدی شي.
که تاسو پخپله زده کړې وي (تاسو په په خبله په یوازي ډول د آنلاین زده کړې ویدیوګانو او روزنې له لارې د کمپیوټر په اړه زده کړې کړې وي)، دا یوه ګټه ده!
دا روزنه د پاریس کوډ او Grande École du Numérique لخوا تصدیق او حمایه شوي.
د دې روزنې لپاره دا اړینه ده:
✓ د کارمندنې مرکز Pôle Emploi سره یا په پاریس یا Ile-de-France کې د عامه کارموندنې خدمت (Mission Locale, Maison de l'emploi, Afpa) سره راجستر یا ثبت شوې یاست.
✓ باید لږ تر لږه 18 کلن وی.
✓ د کمپیوټر ژبو لومړنۍ پوهه درلودل او د ویب پراختیا اړوند مسلک سره علاقه ولرئ.
✓ په فرانسوي ژبه کې B1 (DigiStart) - B2 (ویب جوړونکي) کې لږترلږه کچه ولرئ.
دا د چا لپاره دی؟
یو کال
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
یو کال
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
ولې دا په زړه پورې ده؟
په روزنه او کار او زده کړې یا الترنانس کې د بریالیتوب لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ
- په یوه شرکت کې د کار او زده کړې فرصت موندلو لپاره د مسلکې کسانو مرسته او ملاتړ ترلاسه کړئ.
- مسلکي ژوند ته د ننوتلو لپاره ورکشاپونه: د CV لیکل، آنلاین شتون ("شخصي نښه")، د کار مرکې لپاره چمتو کول، او داسې نور.
- د پروژې مدیریت ورکشاپونه، چټک (Agile) میتود، تخلیقي فکر Design Thinking ، تخنیکي ازموینې، او نور.
د رسمي ویب او ګرځنده ویب پراختیا په برخه کې د کار کولو ډیپلوم ترلاسه کړئ
د روزنې په پای کې، تاسو به د "مسلکي سرلیک ویب او ګرځنده ویب پراختیا په برخه کې " (RNCP کچه 5، د BAC +2 سره مساوي) ازموینه کې بریالي مهارتونه ولرئ.
د مسلکي نړۍ لپاره چمتو کول
د نن ورځې تخنیکي مهارتونه ددې لپاره کافي ندي چې مسلکي نړی کې کار او ادغام شئ.
دا روزنه د اړیکو مهارتونو ("نرم مهارتونه") او د ویب پراختیا متخصصینو کاري کوډونو زده کولو کې هم مرسته کوي.
تاسو په ډیجیټل سکتور کې د شرکتونو سره چمتو کوئ څوک چې ځینې وختونه تاسو د روزنې په پای کې په دندو ګماري.