د مسلکي نړۍ لپاره فرانسوي زده کړئ
سره د INSERFLE (فرانسه هوریزون اوکستانی)سره
دا څه شی دی؟
انسرفل INSERFLE د فرانسوي زده کړې او په مسلکي نړۍ کې د شمولیت لپاره تجربه لرونکي برنامه ده چې د نړیوال محافظت څځه ګټه پورته کونکو یا کډوالو (BPI) او نوي راغلو خلکو لپاره.
د روزنې موخه :
- د DELF تصدیق سره A1 یا A2 کچه ترلاسه کړئ؛
- په مسلکي پروژو کې بریالي شئ.
دا د چا لپاره دی؟
۴ میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
31 - Haute-Garonne
۴ میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
31 - Haute-Garonne
ولې دا په زړه پورې ده؟
په فرانسوي کې ښه والی
په مسلکي نړۍ کې شمولیت تاسو ته اجازه درکوي په فرانسوي کې پرمختګ وکړئ.
مختلف کسبونه ومومئ
تاسو به وکولی شئ مختلف مسلکونه ومومئ چې په کومو کې چې د شریکو او همکارو ادارو لخوا نوي کسان په کار ګمارل کیږي او یا ستاج کولای شي، لکه (AFPA - Banque Alimentaire - Belles Gamelles).
نوښتګره روزنه
برخه اخیستونکي د نوښت لرونکي چلند څخه زده کوي ، په ځانګړي توګه د هنرې کارونو ، ویډیو کوچینګ، او داسې نورو کې د متخصصینو مداخلې سره.
عمومي ملاتړ
برخه اخیستونکي د هراړخیز ملاتړ څخه ګټه پورته کوي: دوی د هستوګنې، خوځښت ، روغتیا او نورو اړتیاو کې ملاتړ او مرسته کیږي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
موږ سره اړیکه ونیسئ!
د پروژې همغږي کوونکی: ایمیلی میګا (Emilie MEGE)
- 07 62 25 72 10 / emege@france-horizon.fr
- د فرانسې د هوریزون اوکستاني مرکزي دفترپته:
- 77، بولیوارډ ډیس ریکولټس 31 400 تولوز
- 77, Boulevard des Récollets 31 400 Toulouse
- تلیفون: 0536091355
د روزنې ځای
روزنه د AFPA په محل کې په لاندې پته ترسره کیږي:
1 All. Jean Griffon, 31400 Toulouse, France