په ټولنیز سکتور کې د دندو لپاره فرانسوي زده کړئ
سره د ASLC سره
دا څه شی دی؟
د وړو ماشومانو یا افرادو ته د خدماتو وړاندې کولو اړوند مسلکونو کې د کار کولو په موخه د ګروپ او انفرادي ملاتړ سره روزنه.
یادونه: په اونۍ کې 30 ساعته د 6 اونیو لپاره: په مجموع کې 180 ساعته روزنه. دوشنبه تر جمعې د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې، د ماسپښین له 1:30 بجي څخه تر 4:30 بجو پورې
6 موضوعي برخې:
- ښه راغلاست - د ارزونې او ادغام کورس (10h)
- د مسلکي هدف سره د فرانسوي ژبي زده کړه او د اړونده کسب په اړه معلومات (120h)
- د ډیجیټل ټکنالوژۍ په برخه کې ورکشاپونه او حقونو ته لاسرسی - بنسټیز مهارتونه (30h)
- د مسلکي پروژې جوړول او د کارموندنې په برخه کې ملاتړ (20h)
دا د چا لپاره دی؟
6 اونۍ
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
6 اونۍ
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
ولې دا په زړه پورې ده؟
خپلې فرانسوي ژبې ته وده ورکړئ
د روزنې له لارې، تاسو کولی شئ د A2 کچې، یا له دې نه لوړې کچې ته پرمختګ وکړئ.
اداري چارې یا طرزالعملونه ترسره کړئ او کمپیوټر وکاروئ
د روزنې په جریان کې، تاسو زده کوئ چې څنګه خپلو حقونو ته لاسرسی ومومئ (ټولنیزې مرستې، وکیل ...).
ډیجیټل یا د کمپیوټر زده کړه او اداري ملاتړ هم وړاندیز کیږي، ترڅو وکوالی شئ خپلې اداري چارې په مخ یوسئ او کمپیوټر وکاروي.
په یوه سکټور کې دنده ومومئ چې د استخدام یا کارمندني چانس په کې زیات وي
روزنه تاسو سره په لاندې برخو کې مرسته کوي:
- د ورځني او مسلکي ژوند لپاره لومړني لغتونه زده کول
- د وړو ماشومانو سره د کار کولو په برخه او انفرادې اشخاصو ته د خدماتو وړاندې کولو برخه کې تخنیکي مهارتونو زده کړئ، لکه (خوندیتوب، پاملرنه، حفظ الصحه، مقررات، او نور)
- په دې سکټور کې د دندې یا وړتیا زده کړې ومومئ.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
دلازیاتو معلوماتو او توضیحاتو غوښتنه وکړئ او د بریښنالیک له لارې مونږ ته خپل غوښتنلیک واستوئ
aslc@aslc-paris.org
د تلیفون له لارې
01 88 32 11 27