د ودانیو او ساختمانی په برخه کې روزنه ترسره کړئ
سره د تور دی فرانس ملاتړ د ادغام او مخکنی روزنې مرکز سره (Le pôle Insertion et préformation des Compagnons du Tour de France )

د ودانیو او ساختمانی په برخه کې روزنه ترسره کړئ

سره 
د تور دی فرانس ملاتړ د ادغام او مخکنی روزنې مرکز سره (Le pôle Insertion et préformation des Compagnons du Tour de France )

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)24 oct. 2022

دا څه شی دی؟

د هغو خلکو لپاره چې روزنې ته په لاس رسي کې ستونزه لري او هغه کسان چې د ودانیو په برخه کې مسلکي پروژه لري، د (Compagnons du Tour de France) شخصي مالتړ وړاندیز کوي ترڅو تاسو ته ستاسو د اړتیاو او ستونزو سره سم کچي او مهارتونو ترلاسه کړئ (مخابرات، ریاضي، د مسلکونو په اړه مالومات، ډیجیټل ټکنالوژۍ، وغيره) او ستاسو د مسلکي پروژې په ټولو اړخونو کې ستاسو ملاتړ کوي.

یادونه: د کورس وروسته، موږ تاسو ته په روزنه کې د ځای تضمین درکوو که تاسو اړین اساسات ترلاسه کړي وي!

>> دلته موجود ټولې روزنې ومومئ

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

44 - Loire-Atlantique

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

44 - Loire-Atlantique

ولې دا په زړه پورې ده؟

یوه ټول شموله تګلاره

د کورس له لومړیو ورځو څخه، موږ ستاسو د ټولو اړتیاوو په اړه مالومات ترلاسه کوو، لکه روزنه، مسلکي پروژه، مهارتونه چې دمخه مو ترلاسه کړي وی، اداري اړتیاوې، هستوګنه، او نور.

دا طریقه موږ ته اجازه راکوي چې تاسو ته د مرستې وړاندیز وکړو چې ستاسو اوسني اړتیاوې او ستاسو راتلونکي اړتیاوې پوره کړي.

یو ملاتړچې تاسو په ځان بسیا کوي

مسلکي کسان له تاسو سره د خپلواکۍ په لور مرسته کوي . موخه دا نه ده چې ستاسو په ځای کارونه ترسره کړئ، مګر تاسو ته فرصت درکوي چې په یوازي توګه خپل کارونه په خپله ترسره کړئ حتی که نن ورځ تاسو مرستې ته اړتیا لرئ.

یو بین کلتوري چلند

زموږ ټول ورکشاپونه خپلمنځي کلتورونه په ګوته کوي ځکه چې د کلتورونو په ترکیب کې خورا بډایه شتون لري.

دا مهمه ده چې ستاسو کلتور او فرانسوي کلتور په ښه توګه وپیژنئ ترڅو په ګډه پرمخ لاړ شئ!

په ډلیز ډول د فعالیتونو ترسره کول

د پروژو، ورکشاپونو، تفریحی سفرونو له لارې، تاسو د یوې ډلې برخه ګرخی. تاسو کولی شئ د نورو سره مرسته وکړئ او د پرمختګ لپاره په ډله باندې تکیه وکړئ!

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

1/ زه ځان مخ دمخه ثبتوم

د مخکې ثبتولو لپاره، NETYPAREO ته لاړ شئ او فورمه ډکه کړئ

2/ زه د خپل وضعیت د تثبیت ازموینه ترسره کوم

یوځل چې ستاسو راجسټریشن تایید شي ، تاسو به د خپل وضعیت د تثبیت ازموینې لپاره وغوښتل شي. د پایلو پورې اړه لري:

  • یا به تاسو په مستقیم ډول روزنې کې شامل شئ (که تاسو شرایط پوره کړې وي)
  • یا به تاسو د ادغام او مخکې روزنې مرکز سره یوځای شئ

3/ زه د ادغام او مخکې روزنې مرکز سره یوځای کړم

که تاسو نشئ کولی سمدستي روزنې ته داخل شئ، موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د داخلولو او مخکې روزنې مرکز د ملاتړ برنامي کې ګډون وکړئ.

موږ روزنیزه برنامه په تفصیل سره تاسو ته تشریح کوو او ستاسو د مهارتونو او اړتیاو په اړه مالومات ترلاسه کو.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Compagnons du Tour de France

Compagnons du Tour de France