مهم معلومات
د .....................سره د Les Équipiers du Quartier سره

په نښه شوي خلک
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
په خپلواکه او ازاده توګه د "اخبار تقسیم کونکي" په توګه کار کول
دا څه دي ؟
د کارتي ایکپیر اداره "Les Équipiers du Quartier" هغوکسانو ته چې ډیرو ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي په ازاده او خپلواکه توګه د کارکولو زمینه برابره وي لکه "د مجلو او ورځپاڼو پلورونکي" په توګه کارکول. "د مجلو او اخبارونو پلورونکي" په کوڅو کې ورځپاڼي پلوري.
له همدې امله تاسو کولی شئ د "مایکرو انترپرنور یا متشبث/مطبوعاتي پلورونکي" په حیث خپل شخصي شرکت لرلو سره د EPATANT مجلې وپلورئ. دا تاسو ته اجازه درکوي چې اضافی عاید ولرئ ترڅو تاسو یوه معاش لرونکي دنده مومئ. تاسو به د سیمه ایزو اتحادیو او سپانسرانو له لورې ملاتړ کیږی چې ستاسو په چارو او اجراآتو کې له تاسو سره مرسته کولی شي.
یادونه: "Les Équipiers du Quartier" یو برنامه ده چې د "Pour l'Avenir" ټولنې لخوا پرمخ وړل کیږي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
تاسو باید ددې کار لپاره یو شخصی شرکت (مکرو انترپرونور) رامنځته کړئ ترڅو د یو خپلواک او ازاد کارکونکي په توګه کار وکړئ او تجربه ترلاسه کړئ (دا به ستاسو مسلکي مسیرته ګټور او وده ورکړي).
تاسو به وکولی شئ خپل فعالیت او خپل کاري ساعتونه پرته د بل چا له مداخلي څخه اداره کړئ، پداسې حال کې چې زموږ اتحادیه به له تاسو سره همکاري او مرسته کوي.
دا کار به تاسو ته اجازه درکړي چې خپل ګاونډی ښه وپیژنئ، د نویو خلکو سره لیدنه او اشنا شئ، خپله ټولنیزه حلقه او ارتباطات پراخه کړئ، په ځان باور بیرته ترلاسه کړئ ...
څنګه یې وکړو ؟
د بریښنالیک له لارې:
- coordination@equipierduquartier.com
یا د تلیفون له لارې:
- 0763509559
- 0781718771
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي