مهم معلومات
د .....................سره د Melting Breizh سره
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
په خپلو کاري او مسلکي پروژو کې ملاتړ او مرسته ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
ملټنګ بریز (Melting Breizh) د 16 څخه تر 25 کلونو پورې د ځوانو کډوالو لپاره یوه پروژه ده، چې کولای شي له دریو څخه یو روزنیز دوره غوره کړي. د ګډونکونکو له اړتیاو سره مطابق جوړ شوي دا روزنیز کورسونه ځوانانو ته اجازه ورکوي چې مناسبه روزنه یا دنده ومومي او کولی شي له دوی سره د ورځني ژوند د ستونزو په حل لارو چارو کې مرسته وکړي، لکه (کور، خوځښت، فرانسوي زده کړه، او نور).
دا ولي په زړه پورې دي ؟
دا یوه پروژه ده چې د ځوان مهاجرینو لپاره چې د BPI حالت ولري (د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي) کسانو لپاره وقف شوې چې د دوی ځانګړتیاوې په پام کې نیسي: ژبه، کور، ټولنیز حالت، کار.
- د خنډونو لرې کول: ژبه، روغتیا، تابعیت، کلتور، سپورت، خوځښت، استوګنځی. د ځوانانو مهارتونو ته ارزښت ورکول او وده ورکول.
- سي ای پي پلس CAP + : په دریو کلونو کې د انفرادي ملاتړ سره د زده کړې په برخه کې د زده کړې ډیپلوم .
- کار ته چټک لاسرسی: د ځوانانو، کار ګمارونکو او اقتصادي شریکانو تر منځ اړیکه ټینګول ترڅو کار ته د لاسرسي یا کار ته د بیرته راستنیدو امکانات برابر کړای شي.
څنګه یې وکړو ؟
دخپلې سیمې د محلي ماموریت مرکز سره اړیکه ونیسئ: https://www.missions-locales-bretagne.fr/jeunes-16-25-ans/
یا د محلي ماموریتونو یو مرکز ته په لاندې پتو او شمیرو مراجعه وکړئ:
- وي کیر : 0299780078
- دPays de Saint-Brieuc سیمه ایز ماموریت: 0296681568
- د Pays de Brest سیمه ایز ماموریت: 0298435100
- د Pays de Cornouaille سیمه ایز ماموریت: 0298644210
- د Pays de Lorient سیمه ایز ماموریت: 0297214205
- د Pays de Vannes سیمه ایز ماموریت: 0297016540
د CAP + په اړه معلومات د CFA له مراکزو څخه ترلاسه کیدی شي:
- Saint Grégoire: 02 99 23 61 00
- Plérin: 02 96 79 89 79
- Quimper: 02 98 95 97 26
- Vannes: 02 97 63 43 09
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي