په فرانسوي ژبه او د ساختمانۍ په برخه کې روزنه ترسره کړئ
سره د Bâtir سره
دا څه شی دی؟
باتیر "Bâtir " د فرانسوي کورسونو او د ساختمانۍ په برخه کې تخنیکي ورکشاپونو سره د 3 میاشتو د امادګۍ روزنیزه دوره ده.
د دې روزنې وروسته، تاسو کولی شئ د کارموندنې لپاره د انفرادي ملاتړ سره د ساختمانۍ په برخه کې یو رشته زده کړئ لکه ( نلدوانۍ، بریښنا، نقاشۍ، ترکاڼ، او داسي نور) او یوه مسلکي روزنه ترسره کړئ.
تاسو به همدارنګه انفرادي ټولنیز ملاتړ هم ولرئ ترڅو له تاسو سره په اداري پروسیجرونو او چارو لکه (معاش، روغتیا، او داسي نور) او د لیون په ښار کې د استوګنې موندلو هڅو کې مرسته وکړي.
دا د چا لپاره دی؟
3 میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
69 - Rhône
3 میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
69 - Rhône
ولې دا په زړه پورې ده؟
د ساختمانۍ برخه کې خپله مسلکي پروژه تایید کړئ
د خپلي مسلکي پروژې د اعتبار او تایید لپاره د ساختماني د کار په برخه کې لکه (نلدواني، بریښنا، رنګمالي، پلاکو ، ترکاڼي،...) کې 150 ساعته تخنیکي روزنه.
فرانسوي زده کړئ
د ساختمانۍ برخې اړوند د فرانسوي ژبې 200 ساعته کورسونه.
انفرادي ملاتړ
تاسو به 12 میاشتې د مسلکي کسانو لخوا په انفرادي ډول سره ملاتړ کیږی:
- ستاسو په ټولنیزو اجراآتو او کړنو کې لکه (معاش، روغتیا، کور)
- د مسلکي روزنې یا دندې موندلو لپاره ستاسو په مسلکي چارو او اجراآتو کې مرستته.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
موږ سره اړیکه ونیسئ
د بریښنالیک له لارې د ایستل پیرین (Estelle PERRIN) سره اړیکه ونیسئ: ep@lesclesdelatelier.fr
د روزنې لپاره لینک