مهم معلومات
د .....................سره د Ateliers socio-linguistiques سره

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
یوه ګمارونکي ته د خپل ځان معرفي کولو په اړه زده کړئ
دا څه دي ؟
د "نوښتونو او پراختیا" ټولنه یا اسوسیشن د ټولنیز-ژبني ورکشاپونه وړاندیز کوي ترڅو تاسو په خپل مسلکي او کاري لټون کې ددغو ورکشاپونو له لارې دا زده کړئ چې څرنګه خپل ځان یوه ګمارونکې یا صاحب د کار ته معرفي کړئ.
د ورکشاپ 3 برنامې شتون لري:
- ارتباطات یا اړيکي (په خپل مسلکي چاپیریال کې په مناسب ډول د خبرو اترو زده کول)
- ازموینې (د یوې مؤقتي ادارې یا اژانس لپاره په ګمارنه یا کار پیداکولو کې د بریالي کیدو څرنګوالي زده کولو لپاره)
- روزنه (په بریالیتوب سره روزنې ته د لاس رسي په اړه زده کول).
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د مثال په توګه، د ټولنیز-ژبني ارتباط یا اړیکو ورکشاپونو په جریان کې به تاسو لاندې موارد زده کړئ:
- د ځان معرفي کولو مرحلې پیژندل او زده کول
- د فزیکي غونډو پرمهال اړیکي او ارتباطا نیول
- د غوښتنلیک یا کانديدی پروسې کې د تلیفون له لارې اړیکه نیول
- د دندې په وړاندیز او د مرکې اصول زده کول او ځان پوه کول
- د دندې مرکې یا روزنې ته د لاس رسي پرمهال ځان معرفي کول
- د دندې مرکې لپاره تمرین او امادګي نیول
د دې ورکشاپونو په جریان کې به تاسو خپله ځان تمرین کړئ:
- د خپل ځان او د خپلې کارې سابقي په اړه کار ګمارونکي ته معلومات ورکول ،
- په مسلکي او کارې چاپیریال کې د ځان په اړه غږیدل او خبرې کول.
پدې ورکشاپونه کې به تاسو د لاندې مواردو په اړه زده کړئ:
- د معلوماتو زده کړه او ځان پوه کول او د سمو معلوماتو په لیږدولو سره ځواب ورکول ،
- د مختلفو حالاتو سره برخورد کولو چلند زده کول او مختلف کسانو سره د ارتباط او اړیکونیولو مهارتونه زده کول ،
- په خپلو چارو او پروسیژرونو کې خپلواک کیدل او په خپله خپل اجراآت ترسره کول.
څنګه یې وکړو ؟
په ورکشاپ کې د نوم لیکنې لپاره تاسو کولی شئ له موږ سره په دې شمیرې 02.38.21.58.59 یا د بریښنالیک له لارې په لاندې ادرس contact@initiativesetdeveloppement.com اړیکه ونیسئ
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
12 مرسته کونکي فعالیت کوي