د غاښونو پاملرنې ته لاسرسی
سره له Solident سره
دا څه شی دی؟
د سولیډنت ټولنه هغو کسانو ته د غاښونو پاملرنې وړاندیز کوي چې د فرانسې د روغتیا پاملرنې سیسټم څخه ایستل شوي او صحې خدماتو ته لاس رسی نلري او له همدې امله ټولنیز پوښښ نلري.
مهم:
- سولیډنت (Solident) یوازې د هغو کسانو لپاره ده چې د روغتیا پوښښ یا صحي بیمه نه لري.
- تاسو باید زمونږ د یو شریک او همکارې ادارې لخوا معرفي او رهنمای شئ، لکه (CADA ، SPADA ، POP'S ، Mecdecin du Monde ، ...)
دا د چا لپاره دی؟
روغتیايي پوښښ او صحي بیمه نه لرل
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
38 - Isère
روغتیايي پوښښ او صحي بیمه نه لرل
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
38 - Isère
ولې دا په زړه پورې ده؟
تاسو کولی شئ د خپل ځان او کورنۍ درملنه وکړئ
تاسو او ستاسو کورنۍ کولی شئ د غاښونو درملنې ته لاس رسی ولرئ.
له تاسو سره به په اداري چارو کې مرسته او همکاري وشي
د خپلو حقونو د پرانستلو او لاس رسې په اړه تاسو کولی شئ په اداري چارو کې مرسته او ملاتړ ترلاسه کړئ.
یو ژباړونکی ممکن د مشورې پرمهال د تلیفون له لارې شتون ولري
د ډاکټر سره د لیدنې په مهال ترجمان کولای شي ستاسو ټولې خبرې د ټلیفون له لارې وژباړي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
یوازې وړاندیز کونکي او همکار اړخونه کولی شي د ملاقات وخت واخلي
د غاښونو درملنې ته د لاسرسي لپاره یا ستاسو په اداري چارو او اجراآتو کې د مرستي او ملاتړ لپاره، تاسو باید د خپلي اړونده اداري څخه وغواړی چې د سولیډنت (Solident) ټولنې سره اړیکه ونیسئ.
اړیکه
وړاندیز کونکي او همکار اړخونه او اداري کولی شي د اونۍ په لاندې ورځو کې له مونږ سره اړیکه ټنګه کړي:
دوشنبه ، چهارشنبه او پنجشنبه د ماسپښین له 1:30 بجو څخه د ماښام تر 4:30 بجو په جریان کې د ملاقات وخت واخلي.
د همکارو ادارو لپاره زمونږ د تلیفون شمیره: 0971161559