د ژبې زده کړې کې ملاتړ ترلاسه کړئ
سره د Les ateliers de Maria سره
دا څه شی دی؟
زموږ فعالیت د ژبې زده کړې او ټولنیز او مسلکي ادغام پروسې کې مرسته کول دي. دا دمخه روزنې ته لاسرسی چمتو کوي کوم چې به د ملاتړ او زده کړې لومړی پړاو وي.
دا د 18 میاشتو کورس دی چې ګټه اخیستونکي خپل پرمختګ ته په کتو کولای شي برخه واخلي او تمکیل يې کړې هر کله چې وغواړي.
ددې برنامې اهداف:
- د ژبو لپاره د عام اروپايي چوکاټ A2 / B1 کچه ترلاسه کول
- د ټولنیز او یا مسلکي ادغام پروسې کې ملاتړ او حقونو ته د اغیزمن لاسرسي په لور ملاتړ او مرسته کول
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
13 - Bouches-du-Rhône
له 6 څخه تر 18 میاشتو پورې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
13 - Bouches-du-Rhône
له 6 څخه تر 18 میاشتو پورې
ولې دا په زړه پورې ده؟
فرانسوي زده کړئ
د فرانسوې ژبې په شفاهي او لیکلي ډول زده کول او روزنه. دا د ژبې زده کړې کړنلارې او سیستم (Fle) پراساس دي چې د CEFR لخوا تعریف شوی (د ژبو لپاره اروپایي مشترک چوکاټ).
د ښاریانو ادغام ورکشاپونو څخه ګټه پورته کړئ
په فرانسه کې د ژوند اصولو زده کول او په ښه توګه درک کول.
د ډیجیټل ټکنالوژۍ کارول زده کړئ
د ډیجیټل ټکنالوژۍ ټولنیز ژبپوهنې ورکشاپونو هدف دادي چې ګډونکوني په ډیجیټل ټکنالوژۍ کې خپلواکي ترلاسه کړي او لاس رسی ورته ولري.
په بیلابیلو موضوعاتو کې ورکشاپونو ته لاسرسی ولرئ
د خبرواترو ګروپونه، د فلم او سینما بحث، روغتیا ورکشاپ، د کارموندنې ورکشاپ...
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
موږ سره اړیکه ونیسئ
د (la Maison Pour Tous Centre Social Romain Rolland Saint Tronc La Pauline ) په استقبالیه یا ریسپشن کې معلومات او نوم لیکنه وکړئ:
بریښنالیک: accueilrrp@synergiefamily.com
تلیفون: 0491170565