مهم معلومات
د .....................سره د Proactive RH سره

په نښه شوي خلک
دا چېرته دی ؟
یوه دنده ومومئ
دا څه دي ؟
پرواکتف RH® د لنډمهاله استخدام یوه اداره ده چې خلک د لنډمهاله دندو، موقتي قراردادونو CDD او دایمي CDI تړونونو سره ګمارل کیږي.
له تاسو سره له لیدنې، او خبرو اترو ورسته، او ستاسو د غوښتنو او د مهارتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو او د یو لړ کړنو تر تعریفولو ورسته، زموږ مشاورین به له هغو شرکتونو سره چې ستاسو په کار ګمارنه پکې احتمال ولري ستاسو د کار مندني په اړه کوښښ وکړي.
موږ د بورګون - فرانچ - کامټی Région Bourgogne-Franche-Comté سیمه کې یو شمیر مراکز لرو: ډیجون Dijon (2 مرکزونه) ، بیون او بیسانون Beaune et Besançon . موږ په اورلینز Orléans کې هم یو مرکز لرو.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
زموږ ټیمونه به تاسو زموږ د پیرودونکو سره په اړیکه کې کړي، ترڅو CDD، CDI یا لنډمهاله کاري دندې ته لاسرسی ومومي. ډاډه اوسئ چې د مختلفو مرکو وروسته، تاسو د استخدام ټول چانسونه لرئ!
د دې لپاره، موږ تاسو ته بلنه درکوو چې مستقیم زموږ یوې ادارې ته لاړ شئ.
یادونه: په Proactive RH® کې په آنلاین بڼه ثبت نام کول ناممکن دي، ځکه چې موږ په کلکه باور لرو چې استخدام په حضوري ډول سره باید ترسره شي.
زموږ د یوې ادارې سره له لیدو او تماس ورسته، تاسو به د ځایی استخدام له یوه مسلکي شخص سره لیدنه ترسره کړئ. هغه به ستاسو ارتباطي او مرسته کونکی کس وي چې له تاسو سره به ستاسو په چارو او اجراآتو کې مرسته او جدې لارښوونه کوي.
یو انفرادي مسلکي پروژه به ورسته د کاندید او پرواکټف Proactive RH® ټیم سره په ګډه رامینځته شي.
څنګه یې وکړو ؟
هره ورځ، د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، موږ نوماندانو ته بلنه ورکوو چې زموږ د دفترونو څخه یوه ته مراجعه وکړي ترڅو د محلي استخدام له یوه مسلکي مسوول سره لیدنه ترسره کړي.
زمونږ د مراکزو پتې په لاندې ډول دي:
- Beaune # 03 45 56 20 00 - 7 boulevard Perpreuil, 21200 Beaune
- Dijon Technique # 03 71 70 02 40 – 30 boulevard de la Marne, 21000 Dijon
- Dijon Tertiaire & Cadres # 03 80 42 47 47 - 43 rue Elsa Triolet, 21000 Dijon
- Besançon # 03 81 26 90 66 - 60 rue de Vesoul, 25000 Besançon
- Orléans # 02 38 82 51 51 – 138 Av. Capitaine Jean, 45 800 St Jean de Braye
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي