د شخصي خدماتو په مسلکونو کې کار وکړئ
سره د LIFHE de Afpa Isère سره

د شخصي خدماتو په مسلکونو کې کار وکړئ

سره 
د LIFHE de Afpa Isère سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)1 sept. 2021

دا څه شی دی؟

د 9 میاشتو لپاره مناسبه او تادیه شوي روزنه چې لاندې دوه هدف لري:

  • د فرانسوي ژبې زده کول (د ژبې درې میاشتې روزنه)
  • د یو مسلک زده کول: حرکات، تخنیکونه، قوانین، وضعیت، د سوداګرۍ کوډونه (په یوه شرکت کې د 6 میاشتو د مسلکيتوب قرارداد).

د LIFHE (د کارموندنې له لارې د ښځو او نارینه وو ادغام) روزنیز کورس د مهاجرینو، د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکو او بې وطنه اشخاصو لپاره خلاص دی چې په اسیر(Isère) ښار کې ژوند کوي او د شخصي یا افرادو خدماتو په مسلک کې مخکني تجربه ولري.

یادونه: د کاري فعالیت نور سکتورونه د مطالعې او ارزیابۍ لاندې دي، چې له هغې جملې د ساختماني، خواړه او صنعت بخشونه دي.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

38 - Isère

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

۹ میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

38 - Isère

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

۹ میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

فرانسوي زده کړئ

د روزنې لومړۍ 3 میاشتې د فرانسوي زده کړې لپاره وقف شوي.

د روزنې په پای کې دنده ومومئ

د OPCO Uniformation / ADPA / Cassiopée سره د مسلکيتوب له قرارداد کولو دمخه تاسو باید د ټولني سره په کورکې مرستې خدمات له 60 څخه تر 70 ساعتونو پورې ترسره کړئ.

د مسلکي پروژې په رامینڅه کولو او جوړولو کې ملاتړ ترلاسه کړئ

د خپلې مسلکي او کاري پروژې په جوړولو کې مرسته ترلاسه کړئ او د اوږدې مودې لپاره فعاله کاري ژوند کې مدغم شئ.

د اوسیدني ځای ترلاسه کړئ

د استوګنې امکان، د روزنې په جریان کې د AFPA سره د خواړو او غذا سربیره وړیا استوګنځای ولری، ورسته د قرارداد په جریان کې په میاشت کې 150 یورو په بدل کې استوګنځای ته لاس رسی.

یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: د کورنیو لپاره د استوګنې امکان نشته

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ سره اړیکه ونیسئ

د دې روزنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره او راجستر او ثبت نام لپاره مونږ ته یو بریښنالیک واستوئ:

نادیه بوچاریب رNadia BOUCHAREB

بریښنالیک: nadia.bouchareb@afpa.fr

ماریل ګریلیر Marielle GRELIER

بریښنالیک: marielle.grelier@afpa.fr

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
13دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
AFPA Isère

AFPA Isère