خپلې سوداګرۍ یا شرکت ته وده ورکړئ
سره د L'accélérateur de SINGA Paris سره
دا څه شی دی؟
ایا تاسو یوه سوداګریزه یا تشبث پروژه پیل کړې او غواړئ چې هغه ته پراختیا ورکړئ؟
د (SINGA Accélération) برنامه شخصي شرکتونو او سازمانونو ته چې د لوړو اغیزو احتمال لري ددې امکانات برابروي چې په خپل مسیر او پیشفرفت کې ملاتړ ترلاسه کړي.
دا برنامه هغو متشبثینو ته اجازه ورکوي چې دمخه په سوداګرۍ ښکیل وي ترڅو د دوی د مشرتابه یا لیډرشپ سویه لوړ او پیاوړي کړي.
دا د چا لپاره دی؟
۹ میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
75 - Paris
۹ میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
75 - Paris
ولې دا په زړه پورې ده؟
ملاتړ او مرسته
د مرسته کونکي سره تاسو له لاندې امکاناتو څخه ګته پورته کوی:
- ډله ایز او انفرادي ملاتړ
- ستراتیژیک او مالي لارښوونې
- د تمویل او مالي فرصتونو لپاره ملاتړ
د شبکې جوړولو او رامینځته کولو لپار
مرسته کونکی او ملاتړ کونکی لاندې امکانات برابروي:
- د اړیکو جوړول
- د کار کولو مشترکو ځایونو ته لاسرسی ، لکه (کیوانډا Kiwanda ، د کوویډ دورې څخه بهر)
- د فعالیتونو تنظیمول او ستاسو فعالیتونو ته تبارزورکول
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
خپل ځان مطمئین کړئ او وګوری چې تاسو د انتخاب معیارونه پوره کوئ
- تاسو د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکی یا سیاسي قبولي لرئ
- لږترلږه په انګلیسي یا فرانسوي کې د B2 کچه لرئ
- تاسو فعلا فعلیتونه لري
یادونه: په ملاتړ پدې برنامه کې برخه اخیستل د کومیټي په انتخاب پورې اړه لري.
د سینګا پاریس سرعت کونکي برنامي سره اړیکه ونیسئ
د برنامې له مسؤول کس سره چې لوئیس Louise ده په لاندې بریښنلیک اړیکه ونیسئ: louise@singa.fr