د A2 تر کچې د فرانسوی ژبې زده کړې ترسره کړئ
سره له Formation A2 OFII سره
دا څه شی دی؟
دا د 100 ساعتونو وړیا کورس تاسو ته اجازه درکوي چې د ژبې ویلو او لیکلو په لړ کې د CEFR (د ژبو لپاره د اروپا مشترک چوکاټ) سره سم د A2 کچه لاس ته راوړئ. له دې نه هدف دا دی چې تاسو په خپل ورځني او مسلکي ژوند کې د امکان تر حده پورې خپلواکه شئ.
يادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تاسو باید د دې روزنې څخه د ګټې اخیستنې لپاره خپل د جمهوريت د ادغام تړون لاسلیک کړی وي (د نوم لیکنې په وخت به له تاسو څخه د مربوطه شمیرې غوښتنه وشي).
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
100 ساعته
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
100 ساعته
ولې دا په زړه پورې ده؟
په وړیا توګه فرانسوی زده کړئ
د دې روزنې له لارې به تاسو وکولی شئ د CEFR د A2 کچې سند تصدیق نامه ترلاسه کړئ.
په ورځني او شخصي ژوند کې په فرانسوې ژبه خبرې اترې کول
موږ به ستاسو لپاره له ویناوالو سره ناستې او تعلیمي سفرونه ترتیب او وړاندوینه وکړو.
په فرانسوې ژبه کې په شفاهي او لیکلنه کې ځان هوسا احساسول
دا عملي روزنه به تاسو ته درزده کړي چې په لیکلو او وینا کولو کې ډیر راحته اوسئ.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
زه په ویب پا ڼه کې نوم لیکنه کوم
د راجستر او نوم لیکنې لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ: http://a2b1.frateformation.net/forulaire
زه زنګ وهم
تاسو کولی شئ په دې شمیره اړیکه ونیسئ: 03.81.82.21.75
زه بریښنالیک لیږم
تاسو کولی شئ لاندې پتې ته یوبریښنالیک واستوئ: contact@frateformation.net