په خپلو اداري چارو او اجراآتو کې مرسته او ملاتړ ترلاسه کړئ
سره د LAIR - د کډوالو د استقبال او ادغام لپاره د سرچینو مرکز سره
دا څه شی دی؟
لیر LAIR په هوت-دی-فرانس (Hauts-de-France) کې د نړیوال محافظت (مهاجرت اسنادو) څخه ګټه اخیستونکو خلکو لپاره د هرکلي او معلوماتو ځای دی (د کډوالۍ اسناد لرونکي، فرعي یا اجتماعي قبولي لرونکي، بې تابعیته اشاخص، د کډوال د کورنۍ غړي).
زموږ کړنې :
- د ټولنیزو، روغتیا یا قانوني حقونو پورې اړوند پروسیجرونو او اجراآتو کې ملاتړ (د استوګنې حقونه، د کورنۍ بیا یوځای کیدل، اوداسي نور)
- د اوسیدني ځای یا استوګنې په موندلو کې مرسته
- ستاسو په مسلکي پروژه کې ملګرتیا
- د بهرنۍ ژبې په توګه په فرانسوي ژبه کې روزنه (FLE)
- کلتوري، سپورتي او تفریحي فعالیتونو ته د لاسرسي اسانتیاوي...
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
ولې دا په زړه پورې ده؟
د مسلکي کسانو لخوا ملاتړ کیدل
د LAIR ټیم د داسي کسانو په ټولنیز ملاتړ کې تخصص او تجربه لري چې د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه پورته کوي.
فرانسوي زده کړئ
زموږ ټولنه د مهاجرینو لپاره د MERCURE پروژې د یوې برخې په توګه د A0، A1 او A2 کچې پورې د FLE د فرانسوې ژبي روزنه وړاندې کوي (د Refugees.info پاڼه وګورئ).
عامه او قانوني حقونو ته د لاسرسي په برخه کې ملاتړ او مرسته کیدل
د LAIR ټیم تاسو سره په انفرادي ډول د ټولنیزو او قانوني حقونو او پاملرنې او درملنې ته د لاسرسي (کارمندنې مرکز Pôle Emploi، کاف CAF، مالیات Impôts ،د ټولنیزې بیمي دولت مرکز CPAM، د کورنۍ بیا یوځای کیدل، د فرانسې تابعیت، او داسې نورو) ته د لاسرسي لپاره ستاسو په اداري چارو او اجراآتو کې مرسته کوي.
ستاسو په مسلکي پروژه کې ملاتړ ترلاسه کړئ
د LAIR ټیم تاسو ته د MERCURE پروژې (Refugees.info فایل وګورئ) له لارې، ستاسو د مسلکي راتلونکي د جوړولو لپاره زموږ همکارې او شریکې ادارې COOPTALIS ته لارښوونه او معرفي کوي.
د استوګنې یا کور په موندلو کې مرسته ترلاسه کړئ
د LAIR ټیم ستاسو سره اوسیدنې ځای یا خپلواکه استوګنځي په لټون کې له تاسو سره مرسته او ملاتړ کوي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
زه د تلیفون له لارې د ملاقات وخت اخلم
د ملاقات وخت یوازې د تلیفون له لارې په 0320560144 شمیر اخیستل کیدای شي.