مهم معلومات
د .....................سره له Langophonies سره

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
په رین ښار کې له کلتور سره فرانسوي ژبه زده کړئ
دا څه دي ؟
فرانسوي کورسونه په هنري تمریناتو او فرهنګ پیژندنې تمرکز کوي، او ورسره :
- شفوې تمرینات: تیاتر ، د غږ ثبتونه
- تحریري تمرینات: د معلوماتي متنونو لیکل
- د کلتوري ځایونو نه لیدنه او له هنرمندانو سره لیده کاته
- ډیجیټل ورکشاپونه: د انټرنیټی کتاب (e-book) رامینځته کول
دا ولي په زړه پورې دي ؟
دا روزنه ګړندۍ ده !
تاسو په اونۍ کې 4 ورځې د سهار لخوا درسونه لرئ: دوشنبه ، سه شنبه ، پنجشنبه او جمعه.
هره اونۍ 11 ساعته روزنه ، د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو.
تاسو به په رینس ښار کې له ډیرو کلتوري جوړښتونو او ځایونو سره اشنا شئ. موږ به د نندارو لیدو او میوزیمونو لیدو ته ځو.
تاسو به د خوځښت او فعالیتونو له لارې فرانسوی ژبه زده کړئ.
د روزنې په پای کې ، موږ به له ستاسو سره په اینده روزنیز پروګرام کې مرسته وکړو.
ستاسو د مسلکي پلان مطابق به په ګډه سره یو روزنیز پروګرام ولټوو.
که چیرې داسي ونه شي، نو بیا تاسو لومړیتوب لرئ چې په لانګفونیا کې د B2 کچې فرانسوي درسونو ته دوام ورکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
په روزنه کې د ګډون لپاره ، تاسو باید د ارزونې ترسره کولو لپاره وخت ونیسئ. که تاسو دمخه د فرانسوې ژبي د کچې او زده کړې سند لرئ ، تاسو کولی شئ خپل ځان مستقیم راجسټر او ثبت کړئ.
موږ ته په لاندې شمیرو زنګ ووهئ:
- 0299861882
- 0774819296 ( وټساپ خدمات موجود دې)
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي