مهم معلومات
د .....................سره له Association Tournesol سره
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
له کورنۍ سره چکر ته ووځئ
دا څه دي ؟
د ټورنسول اتحادیه د ځوانانو او مشرانو لپاره د ټولنیز او کلتوري فعالیت مرکز چمتو کوي. راشئ، له کورنۍ او یا ملګرو سره یو ځای لیده کاته وکړئ، خبرې اترې او تفریح وکړئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
دا مرکز د اوسیدونکو د برخې اخیستنې په برکت فعالیت لري او د عامه تعلیم او پوهاوي پر بنسټ ولاړ دی. دا د ټولو لپاره خلاص ځای دی، راشئ څنګه چې تاسو یاست! د لوبو کتابتون د ساتیرۍ او زده کړې ورکشاپونو ته د کوچنيانو له ګډون څخه هرکلی کوي.
له یوشمیر تفریحي ورکشاپونو څخه ګټه واخلئ لکه پخلی یا نڅا. زموږ باصلاحیته عامه لیکوالانو سره هم وګورئ چې له ادب نه خوند او غرق شئ پکې.
موږ تاسې له قابلو کسانو سره یوځای کوو ترڅو هغوی له تاسو یا ستاسو ماشومانو سره د ښوونځي په کارخانګې کې مرسته وکړي.
د 2000 m2 باغ په برکت خپل ځان د باغدارۍ سره بلد کړئ او خپلې میوې او سبزیجات راوباسئ !
څنګه یې وکړو ؟
ایا تاسو په میرناک Merignac منطقه کې اوسیږئ او غواړئ له خپلې کورنۍ سره بهر ته چکر ووهئ؟
د ملاقات ځای : Château du Burck Rue du Maréchal Foch à Mérignac
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي