یوه دنده یا روزنه ومومئ
سره د les Missions locales سره
دا څه شی دی؟
ځایی ماموریتونو مرکز لاندې خدمات لري:
- یو همکار چې دندې ته ستاسو په چمتوالي او دندې پیداکولو کې ستاسو ملاتړ کوي
- ستاسو د لارښوونې او روزنې په اړه مشورې
- ستاسو د ورځني ژوند لپاره ارزښتناکې مرستې
ځایی ماموریتونه، د دولت او ټولنیز همکاران، په فرانسه کې هرچیرې دي: حتما یوله دغو ادارو څخه تاسو ته نږدې شتون لري!
>>> د اړونده ادارو او خدماتو موندلو لپاره: دلته کلیک وکړئ
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
له اړتیاو سره سم
ټوله فرانسه
له اړتیاو سره سم
ولې دا په زړه پورې ده؟
یو همکار مرکز چې د دندې په لور ستاسو ملاتړ کوي
په ځای ماموریت کې به تاسو د دندې ډیری وړاندیزونه ومومئ. همدارنګه تاسو به مشوري، سرپرستان سړي او میرمني هم ومومئ. او مشاورین کارکونکي د مرکز به له تاسو سره ستاسو د CV په جوړولو کې مرسته وکړي او د کار مندني لپاره د مرکو اماده ګي او تمرین کې مرسته ترلاسه کړئ.
ستاسو د لارښووني او روزنې په موخه مشورې
له ځانه سمې پوښتنې کول د ښه لید لوري په طرف لومړی ګام دی. ځایی ماموریتونه ددې لپاره شتون لري ترڅو تاسو سره د هغه سکتور او بخش په موندلو کې مرسته وکړي چې تاسو سره مناسب وي:
- په شرکتونو کې د شمولیت یا روزني دورې په ترسره کولو سره د سوداګرۍ په اړه معلومات او ځان خبرول
- د مناسبي روزني موندل او مالي تمویل ترلاسه کول څو ددې روزني په ترسره کولو سره کارې بازار ته لار ومومئ.
ستاسو د ورځني ژوند لپاره ارزښتناکې مرستې
ډیری خنډونه کولی شي موږ دندې ته د لاسرسي مخه ونیسي، ځایی ماموریتونه د ځوانانو سره د ژوند په نورو برخو کې هم مرسته کوي، چي په لاندې ډول دي :
- د موټر چلولو جواز ته لاسرسی ،
- د هستوګنې موندل ،
- د ځان خیال ساتنه،
- له قانوني مراجعو سره ددوې ادارې وضعیت تنظیم کول...
د ټولو اړونده پوښتنو په اړه تاسو کولای شئ په خپل ځای ماموریت کې مشوره او مرسته ومومئ. پرته له دې چې انتظار وکړئ.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د مدني خدمت سره
ځایی ماموریت په مدني یا ټولنیز خدمت کې داوطلبانو ته د دوی په مرکزونو کې ښه راغلاست وايي، او ځوانانو ته په ټولنو یا اسوسیشنونو کې د داوطلبانو په توګه لارښوونه او ورمعرفي کوي.
داوطلب یا رضاکار په توګه فعالیت ترسره کول
ځوانان چې د ځایی ماموریتونو لخوا ملاتړ کیږي کولی شي د ځایی ماموریتونو له همکارو ټولنو یا اسوسیشنونو سره رضاکار شي.