کار ته لاسرسی اسانه کول
سره د La Passerelle emploi réfugiés AHS-FC سره

کار ته لاسرسی اسانه کول

سره 
د La Passerelle emploi réfugiés AHS-FC سره

دا څه شی دی؟

د ټولو ادارو ټولنیزو کارمندانو ته دا خدمات وقف شوي کوم چې له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکې وې. د دې اصلي ماموریت د هغو شرکتونو په نښه کول دي چې کاري قوې ته اړتیا لري او همدارنګه د کارموندنې فعالین (روزنې ، مدني خدمتونو ، او نور) ترڅو هغوی وتوانیږي چې له کډوالو سره په مسلکي ادغام کې مرسته وکړي.

هدف له دې دروازې یا برنامې (La passerelle) څخه دا دی چې د دوبس په منطقه کې د دندو د وړاندیزونو او روزنې په ورکولو سره د نړیوال محافظت لرونکو مهاجرینو په ټولنه کې ادغام دکارموندنې له لارې اسانه او ممکن کړو.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
غوښتل شوی توجیه نامه او دلیل
Titre de séjour
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

25 - Doubs

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
غوښتل شوی توجیه نامه او دلیل
Titre de séjour
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

25 - Doubs

ولې دا په زړه پورې ده؟

دندې ته لاسرسي تقویه کول

لا پیسریل (La Passerelle) کارموندنې ته د کډوالو په ښه توګه د لاسرسي په اړه هڅې کوي. دا په بیسانسون (Besançon) کې د کارګمارلو له لارې د ادغام مسؤولین او د ټولنیزومرستوادارې یو له بل سره په اړیکه کې کوي او دهغوی په منځ کې ارتباط قائموي.

دا د دوبس (Doubs) په منطقه کې کار ګمارونکو یا صاحب د کار ته د مهاجرینو د ادارې وضعت په هکله معلومات ورکوي.

دا د خپلې انټرنټي پاڼې له لارې د همکارو شرکتونواعلانونه نشره وي. دا هدارنګه د ټولنیزو کارمندانو لپاره د هغوی د مسلکي ادغام په ماموریت کې هم یوه ښه سرچینه ده.

ارتباط جوړول

د کډوالۍ استخدام دروازه (La Passerelle emploi réfugiés) کولای شي ټولنیزکارکونکي چې له مهاجرینو سره مرسته کوي، مستقیما له شرکت سره وصل او تماس کې کړي.

دا د کار په جریان کې هم د ملاتړ وړاندیز کوي، ترڅو په شرکت کې د ادغام کیدو په پروسه کې مرسته وکړي.

د دندې اعلاناتو او کار موندنې ته د لاسرسي لپاره ګټورې سرچینې او معلومات په لاندې ویب پاڼه کې پوسټ او نشر شوي دي:

https / www.passerelleemploirefugies.fr

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

زموږ انټرڼت پاڼه وګورئ

زموږ د ویب پاڼې لیدو لپاره دلته کلیک وکړئ: ویب پا ڼه

موږ سره اړیکه ونیسئ

د نورو معلوماتو لپاره د ادغام مسؤول کلارا ډیپ سره اړیکه ونیسئ: dahis.cd@ahs-fc.fr

Pour plus d'informations, contactez Clara Diop, chargée d'insertion : dahis.cd@ahs-fc.fr

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

Passerelle emploi réfugiés
Passerelle emploi réfugiés

Partenaires

Responsable

Passerelle emploi réfugiés

Passerelle emploi réfugiés

Partenaires