له کروندګرو سره کار کول
سره له Des bras pour ton assiette سره
دا څه شی دی؟
دی برغا پورتون اسیت (Des bras pour ton assiette) پلیټ فارم ستاسي او هغو کروندګروچې د کارګرو په لټه کې دي تر منځ د اړیکو نیولو زمینه برابره وي.
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
ولې دا په زړه پورې ده؟
له هغه کس سره کار وکړئ چې له تاسي سره سمون خوري
دا پلیټ فارم د بزګرانو لخوا وړاندیزشوي د کارفرصتونه له وړ کسانو سره چې د کار په لټه کې وي په وړیا ډول شریکه وي او ددوی ترمنځ ارتباط قایم وي. هرځل چې یو ګمارونکی د کار وړاندیز وکړي، نو پلیټفارم سمدستي هغوی ته دهغو پروفایلونو او علاقمندو کسانو وړاندیز کوي چې د مهارتونو، شتون، موقعیت، وړتیا او د علاقې وړ بخشونو په اساس غوره شوي وي. دوی بیا د داخلي پیغام رسونې سیسټم له لارې له یو بل سره اړیکه نیسي ترڅو د کارکول میتود او طریقه (د دندو ډول، احفاظتی اقدامات، ساعتونه، اجوره او نور) تعریف او مشخص کړي.
د ټولو مهارتونو لپاره ماموریتونه او کارونه
- حاصلات
- کښت کول
- د انګورو شکول
- تخم کرل
- ځمکني کار
- موټر چولو
- میکانیک
- د مال لوسل
- د میوي شکول او راټولول
- مشاور
ملاتړ ترلاسه کول
که تاسو د کارموندنې قرارداد او دمعاش په ورقوکې کې مشورې ته اړتیا لرئ ... د پلیټ فارم کارپوهان به له تاسو سره مرسته او ملاتړ وکړي.
کلیوالو سیمو ته لاس رسی پیدا کړئ
هرکال د 70،000 کرهنیزو دندو خالي اساموي ډکول ستونزمن کار دی. سږکال بیا د حاصلاتو لپاره، کاري ځواک د بل هر وخت څخه ډیر کم دی. دا اړینه ده چې د خلکو د خواړو اړتیاو پوره کولو لپاره متحرک شي.