د مدني حالت معلوماتو کې د اصلاح غوښتنه کول
د.........لخوا وړاندیز شوي Ofpra ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 14 joursد مدني حالت معلوماتو (État civil) کې د تېروتنې د سمولو غوښتنه کول
مدني حالت (État civil) د یو شخص د هویت او کورني وضعیت اړوند ټول معلومات دي، لکه:
- نوم او تخلص
- د زیږون نېټه
- د زیږون ځای
- د مور او پلار نومونه او د زیږون نېټې
- د مېړه یا مېرمنې نوم او د زیږون نېټه
- د واده نېټه
- د ماشومانو نومونه او د زیږون نېټې
افپرا د کډوالو، بېتابعیته کسانو او د فرعي خوندیتوب ګټه اخیستونکو لپاره د مدني حالت ځینې اسناد صادروي، لکه:
- د زیږون سند ('acte de naissance)
- د واده سند (acte de mariage)
- د کورنۍ کتابچه (livret de famille)
که په دغو اسنادو کې کومه تېروتنه وي، د هغې د سمولو غوښتنه کېدای شي. دې ته د مدني حالت اصلاح (Rectification d’état civil) ویل کېږي.
عموماً باید د پاریس قضایي محکمي Tribunal judiciaire de Paris سره اړیکه ونیول شي، او یوازې په ځینو محدودو مواردو کې له OFPRA سره.
مهم معلومات: که تېروتنه د استوګنې کارت (Carte de séjour) کې وي او د زیږون له سند سره توپیر ولري، نو پریفکتور (Préfecture) باید کارت سم کړي؛ د OFPRA سره اړیکه نیول اړتیا نه لري. که تېروتنه د هغه ماشوم د زیږون په سند کې وي چې په فرانسه کې زیږېدلی وي، نو د زیږون د ښار ښاروالۍ (Mairie) باید سند اصلاح کړي؛ د OFPRA سره اړیکه نیول اړتیا نه لري. د کورنۍ د یوځای کېدو (demande de réunification familiale) غوښتنه ممکنه ده، حتی که ستاسو واده د OFPRA له خوا ثبت شوی نه وي او تاسو د واده سند یا د کورنۍ کتابچه ونه لرئ. دا موضوع ستاسو غوښتنه نه بندوي.
یادونه: د مدني حالت د اصلاح د غوښتنې د ارزونې او پروسس موده معمولاً څو میاشتې وخت نیسي. له همدې امله غوره ده چې غوښتنه ژر تر ژره وسپارل شي.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
اداري
کورنۍ
زما د اسنادو او وضعیت اړوند اجراآت او کړني
زما د کورنۍ لپاره کړنلارې
زما د کورنۍ لپاره پروسیجرونه
15 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnierاډمین
claudia mاډمین
ofpra protectionایډیټر او کره کتونکی
Utilisateurایډیټر او کره کتونکی
cm_ofpraایډیټر او کره کتونکی
gitoroد صفحي پورته برخه
niknameد صفحي پورته برخه
latifa jaafariد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
anny333د صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
dmytro🇺🇦د صفحي پورته برخه
pissenlit17د صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه