د ښځینه تناسلي غړو د پرېکولو (excision) پر وړاندې مرسته ترلاسه کول
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 18 joursختنه (Excision) چې د ښځو د تناسلي غړو ناقص کول (mutilation sexuelle féminine) هم بلل کېږي، هغه عمل دی چې پکې د یوې ښځې یا نجلۍ د تناسلي غړو یوه برخه پرې کېږي یا لرې کېږي.
دا عمل ډېری وخت د نجونو پر وړاندې د ماشومتوب یا تنکۍ ځوانۍ په عمر کې ترسره کېږي. له همدې امله، ځینې ښځې چې ختنه شوې وي، کېدای شي په لوی عمر کې د هغې پېښه په بشپړه توګه په یاد ونه لري.
مهم معلومات: په ځینو هېوادونو کې دا یو دود ګڼل کېږي، خو په فرانسه کې د ښځو ختنه یا سنت کول د قانون له مخې منع ده او جرم ګڼل کېږي. هغه کسان چې دا عمل ترسره کوي یا یې تنظیموي، تر 10 کلونو پورې د بند او تر 150000 یورو پورې د جریمې له سزا سره مخ کېدای شي.
یادونه: ډېرې نجونې چې په فرانسه کې ژوند کوي، د ختنې له خطر سره مخ کېږي. دا عمل ډېری وخت د والدینو د اصلي هېواد د رخصتیو پر مهال ترسره کېږي. په فرانسه کې قربانیان د قانون له خوا خوندي کېږي، حتی که ختنه په بل هېواد کې ترسره شوې وي. که یو ماشوم یا نجلۍ د ختنې له خطر سره مخ وي، د مرستې او ساتنې غوښتل مهم دي، ځکه په فرانسه کې د ماشومانو او نجونو خوندیتوب د قانون له خوا تضمین شوی دی.
ولې ختنه (Excision) جدي او خطرناکه ده؟
ختنه د ښځو پر روغتیا جدي اغېزې لري چې کېدای شي ټول عمر دوام وکړي.
فزیکي روغتیا
ختنه کولی شي د لاندې ستونزو لامل شي:
- د تناسلي غړو درد؛
- د ادرار او تشناب د استعمال ستونزې؛
- د حیض (میاشتنۍ ناروغۍ) اړوند ستونزې؛
- انتانات (infections) او نورې روغتیایي ستونزې.
جنسي ژوند
ختنه کولی شي:
- جنسي خوند او احساس کم کړي؛
- د جنسي اړیکو پر مهال درد رامنځته کړي.
امیندوارۍ او زېږون
ختنه د مور او ماشوم لپاره د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د ستونزو خطر زیاتوي، لکه:
- د زېږون ستونزمن کېدل؛
- د مور او ماشوم روغتیایي خطرونه.
رواني روغتیا
ختنه یو رواني صدمه (traumatisme) ده او کولی شي:
- خپګان، اضطراب او ویره رامنځته کړي؛
- پر رواني هوساینې او د ژوند پر کیفیت اوږدمهاله اغېزې ولري.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
روغتیا
کورنۍ
اداري
د رواني روغتیا په برخه کې مرسته ترلاسه کول
زما د روغتیا لپاره اجراآت او کړڼي
له ډاکټرسره کتنه
د ښځو او ماشومانو روغتیا
زما د کورنۍ لپاره پروسیجرونه
رواني مرسته ترلاسه کول
زما د درملني لپاره اجراآت
د خپلو حقونو پیژندل او ورته درناوۍ کیدل
16 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnierاډمین
claudia mاډمین
valentine (ri)ایډیټر او کره کتونکی
marianneukraineد صفحي پورته برخه
niknameد صفحي پورته برخه
mariamد صفحي پورته برخه
turovskyiد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
gitoroد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
mspد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
unknownد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
assia13د صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه