CMPP کې د ماشوم لپاره رواني مرسته ترلاسه کول
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 moisد طبي، رواني او تعلیمي پاملرنې مرکزونه (CMPP) د 0 څخه تر 20 کلونو پورې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د رواني روغتیا مرکزونه دي.
په ساحه کې، دا ممکنه ده چې درمل ترلاسه کړئ او د ارواپوه، د ماشومانو د رواني ډاکټر، ټولنیز کارمند، د سیکوموټریسین، د اورتوفونیست، او د یو پیداګوګ سره وړیا مشوره وکړئ.
سي ایم پي پي (CMPP) د هغو ماشومانو لپاره د حل لارو موندلو کې مرسته کوي چې ستونزې لري:
- رواني (زیات خپګان، ډپریشن، په تلیفون، ټلویزون یا مخدره توکو روږدي کیدل، په خوب کې ستونزې، د شپې بد خوبونه لیدل، اضطراب، او نور)
- تعلیمي (په ښوونځي کې ستونزې، د خبرو کولو، لوستلو، لیکلو، او داسې نورو کې ستونزې)
- یا ټولنیز (د کورنۍ یا ملګرو سره ستونزمنې اړیکې، د یوازیتوب او ورک شوي احساس، تاوتریخوالی چلند، او داسې نور).
سي ایم پی پي (CMPP) هراړخیز طبي څارنه وړاندې کوي: معاینات (دا پدې مانا ده چې معلومه کړي ستونزه څه ده)، پاملرنه او درملنه.
درملنه د روغتیا بیمې لخوا تادیه کیږي: که تاسو تازه کارت ویتال لرئ نو تاسو پیسې نه ورکوئ.
یادونه: د لویانو لپاره هم CMP شتون لري (له 16 کلنۍ څخه): د Réfugiés.info فایل وګورئ
CMP او CMPP د ټولو لپاره خلاص دي. تاسو کولی شئ هلته مستقیم لاړ شئ، پرته له دې چې ستاسو د شخصي ډاکټر څخه غوښتنه وکړئ.
CMP او CMPP د ټولو لپاره خلاص دي. تاسو کولی شئ هلته مستقیم لاړ شئ، پرته له دې چې ستاسو د شخصي ډاکټر څخه غوښتنه وکړئ.
مهمه یادونه: رواني روغتیا په ورځني ژوند کې په افکارو، احساساتو، فشار، له نورو سره اړیکو، کړنو او په ورځني ژوند کې پریکړو اغیزه کوي. د ښه رواني روغتیا درلودل د احساساتي، رواني او ټولنیز توازن درلودلو په معنی دي.
د یو هیواد پریښودل او په فرانسه کې د نوي ژوند پیل کول پدې معنی دي چې په هیواد کې ادغام کیدل، نوې ژبه زده کول، په نوي کلتور ځان پوهیدل، د نوي خلکو سره لیدل، او د عادتونو بدلول. د ماشوم لپاره، دا پدې مانا هم ده چې د والدینو د اسنادو ترلاسه کول یا طرزالعملونو ترسره کول، په بل هیواد کې د کورنۍ او د پیسو اړتیاوي هم په هغه فشار راوړي. دا ځینې وختونه ستونزمن وي او تاسو نه پوهیږئ چې له چا څخه مرسته وغواړئ.
له همدې امله دا مهمه ده چې د ماشومانو ستونزې مسلکي کسانو ته تشریح کړئ، د ستونزو په اړه له خپل ډاکټر یا ټولنیز کارمند سره خبرې وکړئ، او په CMPP کې د ملاقات وخت ونیسئ.
دا اړینه ده چې د خپل او خپلې کورنۍ رواني روغتیا ته پاملرنه وکړئ، او ښه احساس وکړئ.

څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
15 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnier
claudia m
nour alhindiد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
shayanroushanد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه