Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په فرانسه کې ښوونکی کېدل

د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

ښوونکی هغه څوک دی چې زده کونکو ته د پوهې او استدلال میتودونو زده کړې مسؤلیت لري.

په فرانسه کې، د پوهنې سیستم د زده کړې په دریو کچو کې تنظیم شوی دی:

  1. لومړنۍ زده کړې (د زده کړې لومړۍ کچه)، وړکتون (3 کاله) بیا لومړني ښوونځي (5 کاله). د لومړني ښوونځي ښوونکی معمولا د 2 څخه تر 11 کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو سره کار کوي.
  2. ثانوي زده کړې (د زده کړې دوهمه کچه) منځني ښوونځي (4 کاله) بیا لیسه (3 کاله). د ثانوي ښوونځي ښوونکی عموما د 11 څخه تر 18 کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو سره کار کوي.
  3. لوړې زده کړې:
    - پوهنتونونه،
    - د لنډ مسلکي روزنیزو کورسونو لپاره د ټیکنالوژۍ پوهنتونونه (IUT)،
    - ځانګړي ښوونځي،
    - د لوړو زده کړو ادارې (ډېر انتخابي) د دوه کلنو چمتووالي ټولګیو (CPGE) یا د بکلوریا سند وروسته خپل زده کونکي انتخابوي او قبلوي...
یادونه: په فرانسه کې لوړې زده کړې درې دورې لري (لکه د 50 څخه زیاتو اروپایي هیوادونو په څیر): د لیسانس سند (3 کاله)، د ماسټرۍ سند (2 کاله) بیا دوکتورا (3 کاله او ډیر).

په لومړني او ثانوي کچه، تدریسي مسلک تنظیم شوي دي. دا پدې مانا ده چې ځانګړي شرایط پرې پلي کیږي. د تدریس مسلک د تمرین کولو لپاره څو طرزالعملونه شتون لري. دا امکانات د ښوونکي د تاسیس (عامه/خصوصي) یا حیثیت (دایمي/قراردادي) پورې اړه لري.

مهمه یادونه: په هر حالت کې، د ښوونکي کیدو لپاره د فرانسوي ژبې ډیره ښه کچه (لږترلږه B2) اړینه ده.

په فرانسوي لومړنیو او ثانوي زده کړو کې، باید د عامه او خصوصي ادارو ترمنځ توپیر وشي.

  • عامه ادارې: د دوی عملیات یا کړنې او تنظیم د ملي پوهنې وزارت مسؤلیت دی.
  • خصوصي ادارې: ډیری خصوصي ادارو له دولت سره یو تړون لاسلیک کړی دی، چې دوی مکلفوي چې د عامه زده کړو پروګرامونه تعقیب کړي. دا "قرارداد شوي تاسیسات" ډیری وختونه مذهبي تاسیسات دي، په عمده توګه کاتولیک، مګر د نورو مذهبونو یا غیر مذهبي ښوونځیو (دوه ژبي ښوونځي، نړیوال ښوونځي، د نوي پیداګوجي سره ښوونځي، او نور) هم شتون لري. هغه ښوونکي چې په خصوصي تاسیساتو کې د قرارداد لاندې کار کوي هم د ملي تعلیمي سیسټم پورې اړه لري، مګر د ورته حقوقي رژیم تابع ندي.

که په عامه زده کړو کې وي یا په خصوصي زده کړو کې چې د دولت سره د تړون لاندې وي، دا هم اړینه ده چې د دوه ډوله حیثیتونو ترمنځ توپیر وشي.

  • لومړی حالت، د " دایمي ښوونکي " وضعیت د سیالۍ یا کانکور ازموینې وروسته ترلاسه کیږي. دا ثبات وړاندې کوي، ځکه چې د دایمي کارموندنې تضمین شتون لري. په یوه عامه اداره کې، یو کارمند ښوونکی " ملکي مامور " بلل کیږي.
  • دوهم حالت، د "غیري دایمي ښوونکي " حالت په قرارداد پورې اړه لري او د دایمي ښوونکي په پرتله په اسانۍ سره د لاسرسي وړ دی. دا ډیر انعطاف هم وړاندې کوي، ولې زیاته غیر مستقره دنده ده. په عامه اداره کې، هغه ته " قراردادي " ویل کیږي پداسې حال کې چې په خصوصي اداره کې، هغه ته " بدیل " ویل کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

د لومړني او ثانوي ښوونځي د ښوونکي کیدو لپاره، مختلف طرزالعملونه شتون لري.

مهمه یادونه: په عامه لومړني ښوونځي کې د ملکي مامور کیدو لپاره تاسو باید د فرانسې تابعیت ولرئ.

[د لوړو زده کړو په اړه به معلومات راشي]

او ورپسې څه وکړو؟

په فرانسه کې د ښوونکي په توګه، تاسو به په یوه ټولګي کې د زده کونکو د زده کړې مسؤلیت ولرئ. له همدې امله تاسو باید درسي پلانونه چمتو کړئ، اړینه پوهه او مهارتونه تدریس کړئ، هغه ازموینې چې تاسو چمتو کړې وي تصحیح کړئ او د زده کونکو د پرمختګ ارزونه وکړئ.

هغه ښوونکي چې غواړي په خپل مسلکي مسلک کې پرمختګ وکړي، کولی شي د اضافي روزنې سره یا پرته له دې، د پوهنې په ډګر کې نورو مسلکونو ته لاسرسی ومومي. د مثال په ډول :

  • په UPE2A کې ښوونکی (د نوي راغلي الوفون زده کونکو لپاره د تدریس واحد)
  • د ښوونځي مدیر،
  • د اکاډمۍ مفتش،
  • تعلیمي همغږي کوونکی یا روزونکی.

د ځوانانو سره نورې دندې د بېلا بېلو لارو د لاسرسي وړ دي. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ د ATSEM (د نرسري ښوونځیو لپاره ځانګړی سیمه ایز استازی) یا د فعالیت رهبري کوونکی شئ.

په اکاډمیک ډګر کې، تاسو کولی شئ څیړونکی هم شئ.

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • emiliejrsایډیټر او کره کتونکی
  • irایډیټر او کره کتونکی
  • charifeh aldabaghد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • margodigد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • mspد صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles