مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د ټولنیز کور موندلو لپاره په AL'in کې حساب جوړ کړئ
دا څه دي ؟
الین (AL'in) یوه ویب پاڼه ده چې د ټولنیز کور په لټه کې د کار لرونکي کسان د شته استوګنې وړاندیزونو سره نښلوي.
موخه دا ده چې د مناسب ټولنیز کور موندلو کې د لاندې خدماتو له لارې مرسته وکړي:
- یو شخصي حساب جوړول
- د کور شته وړاندیزونو لیدلو او غوښتنلیکونو لیږلو امکانات
- په مستقیم ډول ټولنیز مالک یا د کور خاوند ته د فایل لیږلو امکان.
- د 10 څخه زیاتو کارکونکو په یو خصوصي شرکت کې کار کوی
- یا د 50 څخه زیاتو کارکونکو لرونکو د کرهنیز شرکت کې کار کوی
- یا د لومړیتوب په حالت کې (هغه څوک چې په نامناسب کور کې ژوند کوي، د تاوتریخوالي قرباني شخص، او داسې نور).
> ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه کې " د ټولنیز کور غوښتنه کول "
څنګه یې وکړو ؟
- په ویب پاڼه کې https://al-in.fr ، په پورتنۍ ښي خوا کې "وصل کیدل" «Se connecter» کلیک وکړئ
- "زما حساب جوړ کړئ" «Créer mon compte» باندې کلیک وکړئ
- معلومات بشپړ کړئ: سرلیک (ښاغلي یا اغلی)، تخلص، نوم، ګرځنده تلیفون شمیره، بریښنالیک
4. د اړیکو او د کارونې عمومي شرایطو خانه یا خانې په نښه کړئ
5. "زما حساب جوړ کړئ" « Créer mon compte » باندې کلیک وکړئ.
- ستاسو په میل باکس کې ترلاسه شوي لینک باندې کلیک وکړئ
- د خپل حساب د اعتبار لپاره د AL'in ویب پاڼې سره بیا وصل شئ
- خپل NUR / NUD شمیره ولیکئ (ځانګړی سیمه ایزه شمیر یا د څانګې ځانګړي شمیره). دا ستاسو د ټولنیز کور غوښتنلیک (DLS) شمیره ده.
- خپل شخصي معلومات وګورئ او تایید کړئ.
- که چیرې کومه تېروتنه یا په وضعیت کې بدلون شتون ولري، نو په دې برخه کلیک وکړئ: "زما معلومات بدل کړئ" «Modifier mes informations». تاسو به د خپلې څانګې د ټولنیز کور غوښتنې پاڼې ته لاړشئ.
- د خپلو بدلونونو ترسره کولو وروسته، په "تازه کول" «Mettre à jour» باندې کلیک وکړئ ترڅو ټول معلومات ستاسو په AL'in حساب کې تازه او نوي شي.
4. د خپل شرکت یا کار ځای په اړه معلومات بشپړ کړئ.
په AL'in سایټ کې تاسو کولی شئ د یو ټولنیز کور لټون وکړئ
ستاسو د معیارونو پورې اړه لري، دا سایټ ستاسو د وضعیت سره سم د استوګنې ځای هم وړاندې کوي.
که تاسو د خپلې خوښي یو وړاندیز موندلی وي، تاسو کولی شئ د خپلې دوسې سره یوه غوښتنه واستوئ.
تاسو کولی شئ په یو وخت کې یوازې د استوګنې یو وړاندیز لپاره غوښتنه وکړئ: که تاسو بل مناسب وړاندیز ومومئ، تاسو کولی شئ خپل اوسنی غوښتنلیک په هر وخت کې لغوه کړئ ترڅو خپل ځان د بل استوګنځي لپاره ځای په ځای کړئ مخکې له دې چې ستاسو دوسیه اجاره ورکوونکي یا د کور خاوند ته واستول شي.
که ستاسو غوښتنلیک د اړونده استوګونې لپاره نه وي غوره شوی، نو تاسو کولی شئ خپل ځان د نوي استوګنې وړاندیز لپاره وټاکئ.
د AL'in سره د ټولنیز کورونو په اړه ټول اړوند او اساسي معلومات دلته موندلای شئ.
او ورپسې څه وکړو؟
ستاسو په شخصي حساب کې 3 برخي شتون لري:
- زما حالت
- وړاندیزونه
- زما غوښتنلیکونه
د "موقعیت" برخه تاسو ته اجازه درکوي پوه شئ چې تاسو د ورته استوګنې لپاره د نورو غوښتنلیکونو په تړاو چیرته ځای پر ځای شوي یاست.
- د تلیفون له لارې په 0970800800 (دوشنبه تر جمعې د سهار له 9 بجو څخه د ماښام تر 6 بجو پورې)
- په انټرنیټ کې، د آنلاین فورمې له لارې
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
18 مرسته کونکي فعالیت کوي