مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
شرایط
دا چېرته دی ؟
په فرانسه کې د لابراتوار تخنیکین کیدل او کار کول
دا څه دي ؟
په مختلفو برخو کې کار کول لکه (کرهنیز خواړه، کیمیا، د طبي معایناتو لابراتوار، عدلي ساینس)، د لابراتوار تخنیکین د فعالیت په یو سکتور کې ځانګړي ماموریتونه ترسره کوي. د مثال په توګه، هغه د محصولاتو تولید او د خوړو، کاسمیټکس او کیمیاوي صنعتونو کې د کیفیت یا کولټي کنټرول مسؤولیت پرغاړه لري.
لکه څنګه چې د اروپایی اتحادیې څخه بهر ترلاسه شوي د لابراتوار تخنیکین ډیپلومونه په فرانسه کې په رسمیت نه پیژندل کیږي، نو تاسې باید د لابراتوار تخنیکین کیدو لپاره فرانسوي ډیپلوم ترلاسه کړئ.
دا ممکنه ده چې په فرانسه کې د شته بېلا بیلو ډیپلومونو په ترلاسه کولو سره کار وکړئ، لکه (BTS، DUT، او نور)، چې روزنه یې د 2 څخه تر 3 کلونو پورې دوام لري.
څنګه یې وکړو ؟
دلته په کلیک کولو سره به تاسې د لابراتورا تخنیکین په برخه کې د زده کړو ترسره کولو لپاره د روزنې کورسونو لیست ومومئ. دا روزنیز کورسونه ټول انتخابي دي.
د نوم لیکنې او راجستر کیدو لپاره تاسې باید د پارکورسوپ پلیټفارم ته لاړ شئ او هلته یې ترسره کړئ، چیرې چې به تاسې د نوم لیکنې او راجستریشن په اړه ټول معلومات او نیټې ومومئ (کوم چې عموما د جنوري په میاشت کې پیل کیږي).
هره روزنه د 2 څخه تر 3 کلونو پورې دوام کوي.
که تاسې روزنه د لوړ تخنیکين سند Brevet de technicien supérieur (BTS) ترلاسه کولو لپاره غوره کړی وي او دمخه مو په خپل هیواد کې د لابراتوار تخنیکین په توګه د یو کال لپاره کار کړی وي، نو تاسې د دې امکانات لرئ چې خپله مسلکې تجربه تایید کړئ. دا به تاسې ته اجازه درکړي چې په فرانسه کې د لابراتوار تخنیکین په توګه کار کولو لپاره د BTS ټول یا یوه برخه ترلاسه کړئ.
د دې کار ترسره کولو لپاره تاسې باید لومړۍ یوه دوسیه بشپړ کړئ او یوه مرکه ترسره کړئ ترڅو وکولی شئ خپل ترلاسه شوي تجربه (VAE) تایید کړئ.
> د Réfugiés.info په پاڼه کئ دا معلوماتي فایل هم ولولئ: "د VAE Sans Frontières سره ډیپلوم ترلاسه کړئ".
او ورپسې څه وکړو؟
ستاسې د زده کړو د تمویل لپاره ډیری بورسونه شتون لري:
- په محلي ماموریت کې د بورس غوښتنه کیدی شي که تاسو د 25 کلونو څخه کم عمر لرئ.
- که تاسو دمخه کار کړی وي، نو تاسې کولی شئ د کار موندنې مرکز Pôle emploi څخه مرسته ترلاسه کړئ.
- د ایل-دی-فرانس سیمه یا ولایتي ادره کولی شي د پیرامیډیکل مسلکونو لپاره میاشتنۍ مرستې تمویل کړي. تاسو کولی شئ دلته په کلیک کولو سره ټولې مرستې ومومئ.
دا ممکنه ده چې د طبي لابراتوار تخنیکین په توګه تخصص وکړئ.
د دې لپاره تاسې باید یو دولتي ډیپلوم (د BTS یا DEUST ترلاسه کولو وروسته) د طبي لابراتوار تخنیکینو د روزنې انسټیټیوټ څخه ترلاسه کړئ. روزنه یو کال دوام کوي.
د دې لپاره چې د وینې نمونې اخیستلو یا ازمونې اجازه ترلاسه کړئ، تاسې باید د وینې نمونې اخیستلو وړتیا سند ترلاسه کړئ ( CCEPS ). تاسې به په خپله سیمه کې د ARS (د روغتیا سیمه ایزه ادارې) په ویبپاڼه کې ټول معلومات ومومئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي