مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
شرایط
دا چېرته دی ؟
په فرانسه کې د متوازنو خوړو متخصص کیدل (ډایټیشن)
دا څه دي ؟
د تغذيې یا متوازنو خوړو په برخه کې تخصص د پارامیډیکل سکټور یو مسلک دی چې دنده یې د درملنې څخه زیاته د مخنیوي په برخه کې وي. پدې یاده برخه کې متخصص د زړه د خطرونو مخه نیسي، د اضافي وزن څخه مخنیوی کوي اود ښو خوړو په اړه پوهاوی او مشورې ورکوي.
هغه کولی شي په شخصي توګه کار وکړي (خپل شخصي کلنیک ولري) یا په عامه روغتون کې کار وکړي.
هغه خلک چې د اروپایی اتحادیې څخه بهر د تغذیې یا متوازنو خوړو په برخه کې ډیپلوم او زده کړې ترسره کړې وي، هغوی باید خپلې زده کړې په عالي لیسه کې له سره پیل کړي چې د تغذیې په برخه کې د مسلکي تخنیکي سند (le Brevet de technicien supérieur diététique (BTS diététique)) ترلاسه کولو روزنه وړاندې کوي. روزنه 2 کاله دوام کوي.
تاسو باید لږترلږه د فرانسوي ژبې B2 کچه ولرئ.
د روزنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ په د ریفیوجي.انفو پلټفارم کې د Réfugiés.info پاڼې یا د غذایی او انساني تغذیې د ښوونځي ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
د نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره، تاسو باید د پارکورسپ (Parcoursup) پلیټ فارم ته لاړ شئ چیرې چې به تاسو د نوم لیکنې یا راجستریشن په اړه ټول معلومات او نیټې ومومئ کوم چې عموما د جنوري په میاشت کې پیل کیږي. تاسو باید د ساینسي تخصص سره د بکالوریا سند یا مساوي ډیپلوم ولرئ.
دلته په کلیک کولو سره به تاسو د اړوند BTS لپاره د نوم لیکنې پروسې په اړه معلومات، طریقه او د هغو لیسو یا ښوونځیو لیست ومومئ چې د یادې روزنې وړاندیز کوي.
روزنه دوه کاله دوام کوي او په مسلکي چاپیریال کې لږترلږه د 20 اونیو ستاج یا عملي کار دوره په کې شامله ده.
د مسلکي کیدو قرارداد د کار او زده کړې (alternance) قرارداد دی، پدې معنی چې ستاسو روزنه او عملي کار دوره به ستاسې د روزنیز مرکز او اړوند شرکت چیرې چې به تاسو عملي کار کوی ترسره کیږي. اړوند کارګمارونکی یا شرکت به ستاسو د زده کړو مصارف ورکوي.
تاسو کولی شئ د مسلکي کید تړون لاسلیک کړئ که:
- تاسو د 16 او 25 کلونو ترمنځ یاست
- تاسو کار غوښتونکی یاست او عمر مو له 26 کلنو څخه پورته دی او د کار غوښتونکو په لیست کې ثبت شوی یاست،
- تاسو د فعال پیوستون عاید (RSA)، د ځانګړي پیوستون تخصیص (ASS)، د معلولیت لرونکو لویانو لپاره تخصیص (AAH)، یا د ادغام ځانګړي قرارداد څخه ګټه اخیستونکي یاست.
او ورپسې څه وکړو؟
که تاسو 25 کلن یا کم عمر لریئ، تاسو کولی شئ د محلي ماموریت Mission locale څخه د بورس یا سکالرشپ لپاره غوښتنه وکړئ.
سربیره پردې، که تاسو دمخه په فرانسه کې کار کړی وي، تاسو کولی شئ د کارموندنې مرکز(Pôle Emploi) څخه مرسته ترلاسه کړئ.
د ایل د فرانس ولایتي یا سیمیزه اداره هم کولی شي د پیرامیډیکل رشتو لپاره میاشتنۍ بورسونه تمویل کړي.
د تغذيې یا متوازنو خوړو په برخه کې تخصص یا ډایټیټک BTS ډیپلوم لرل تاسو ته اجازه درکوي چې په لاندې برخو کې کار وکړئ:
- روغتون یا طبي - ټولنیز پاملرنې تاسیسات
- د روغتون اضافي پاملرنې جوړښتونه
- ډله ایز ریستورانتونه
- د کرنیزو خوړو صنعتونه
- شخصي کلنیک
- د طبي تغذیې شرکت
- ځايي او سیمیزې ادارې.
دا هم امکان لري چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ:
- د تخصص او ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره په یو پوهنتون کې د لوړو زده کړو ترسره کول، د نورو رشتو ترڅنګ، د بیولوژي او د کرنې او خواړو په برخه کې لیسانس ترلاسه کول،
- په یو کال کې د مسلکي جواز په چمتو کولو سره. د مثال په توګه د حفظ الصحې او د کرنیزو خوراکي توکو د تولید خوندیتوب، د خوړو خوندیتوب او د خطر مخنیوی، تطبیق شوي تغذیه، او داسې نور.
- د یو کال مودې تخنیکین عالي زده کړو (ATS) ترسره کولو په موخه د چمتووالي ټولګي کې شاملیدل،
- په موازي او عیني وخت کې د زراعت په برخه کې د انجینرۍ ښوونځی کې د شاملیدل او زده کړې ترسره کول.
د روغتون یا صحي سکتور کې د 5 کلونو کاري تجربي وروسته، دا ممکنه ده چې د روغتیايي کدر اړوند روزنې تعقیب کړئ، ترڅو د ډایټیشن یا متوازینوخوړو د تخصص (diététicien) په برخه کې کانکور یا ازموینې ترسره کولو لپاره چمتوالی ونیسئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي