Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهB2, C1, C2

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

د اورپایي اتحادې هیوادونو څخه بهر ترلاسه شوي ډیپلوم سره د درملتون تخنیکین په توګه کار کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 mois

دا څه دي ؟

د درملتون تخنیکین حلونه یا کیپسول چمتو کوي او ځینې تحلیلونه ترسره کوي (البومین، ګلوکوز، او نور). تخنیکین همدارنګه د سټوک مدیریت (تدارکات، د موادو ترلاسه کول، او نور) او پلور مسؤولیت هم پرغاړه لري. تخنیکین د درمل جوړونکي یا فارماسیست تر مسؤلیت لاندې کار کوي.

د اروپایی اتحادیې څخه بهر د درملتون تخنیکین ډیپلوم په فرانسه کې په رسمیت نه پیژندل کیږي او د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي باید خپلې زده کړې له سره پیل کړي ترڅو فرانسوي ډیپلوم ترلاسه کړي او د کار کولو وړ شي.

  • په یو درملتون کې د درملتون تخنیکین په توګه کار کولو لپاره، تاسې باید د فارمسي تخنیکي تخنیکین ډیپلوم د ساینسي او تخنیکي زده کړو پوهنتون (DEUST) څخه ترلاسه کړئ. ډیپلوم د BAC وروسته په دوه کلونو کې د زده کړې له لارې چمتو کیږي. ستاسو په شالید پورې اړه لري، ځینې وختونه ممکن ستاسې ځینې تجربې تایید او په رسمیت وپیژندل شي.
  • له دې ورسته، دا ممکنه ده چې په روغتونونو کې د کار کولو لپاره تخصص ترسره کړئ. د دې کار ترسره کولو لپاره، تاسو باید د روغتون درملتون تخنیکین ( PPH ) ډیپلوم ترلاسه کړئ. دا په یو کال کې چمتو کولای شئ، ډیری وختونه د زده کړې له لارې.

تاسو کولی شئ دلته په کلیک کولو سره د هغو مرکزنو لیست ومومئ، کوم چې د DEUST لپاره خلک چمتو کوي، او دلته د هغو مرکزنو یا تاسیساتو لیست موندلای شئ چې د روغتون د درملتون تخنیکین ډیپلوم لپاره خلک چمتو کوي.

مهمه یادونه: تاسو باید لږترلږه د فرانسوي ژبې B2 کچه ولرئ.

څنګه یې وکړو ؟

لومړی ګام دا دی چې په پوهنتون او یا د زده کړې روزنې مرکز (CFA) کې راجستر شئ، کوم چې د DEUST (د ساینس او تخنیک لوړو زده کړو ډیپلوم) روزنه وړاندې کوي.

ډیری اختیارونه ممکن دي:

۱- د پارکورسپ (Parcoursup) پلیټ فارم:

په Parcoursup کې به تاسې د نوم لیکنې نیټې او د پروسې د پرمخ وړلو په اړه معلومات ومومئ.

تاسو باید د ساینسي یا ټیکنالوژۍ په برخه کې د بکالوریا (BAC) سند ترلاسه کړی وي، یا یو پیژندل شوی مساوي ډیپلوم ولرئ. د یوې بهرنۍ هیواد څخه د ساینس په برخه کې سند یا ډیپلوم لرل چې د ساینس یا ټیکنالوژۍ په برخه کې د بکالوریا (BAC) کچې سره مساوي وي، نو تاسې کولی شئ د Enic-Naric مرکز څخه د معادلې یا پرتلې سند غوښتنه وکړئ.

> د Réfugiés.info پاڼه کې دا فایل هم ولولئ: "په فرانسه کې د بهرنیو ډیپلومو نو په رسمیت پیژندنه ترسره کول"

مهمه یادونه: په ټوله کې د پارکورسپ (Parcoursup) پلیټفارم کې راجسټریشن د جنوري میاشت څخه پیل کیږي او دلاس رسي وړ دی.

2 - د پارکورسپ څخه بهر (بیرته زده کړو ته راګرځیدل یا د کار او زده کړې له لارې):

دا ممکنه ده چې د DEUST لپاره نوم لیکنه وکړئ پرته له دې چې د Parcoursup له لارې دا کار ترسره کړئ، که چیرې:

  • تاسو ځانګړي روغتیا ته د لاسرسي زده کړه (PASS) یا روغتیا ته د لاسرسي جواز (L.AS) د لومړي کال تصدیق کولو وروسته تاسو بیرته زده کړو ته راګرځئ. په دې صورت کې او که تعلیمي کمیسیون موافقه وکړي، دا ممکنه ده چې د ځینو کورسونو څخه معاف یا اثتثنا شئ.
  • که تاسو کار او زده کړه (alternance) ترسره کوئ.

په ټولو حالاتو کې داخله د غوښتنلیک پراساس ترسره کیږي، لکه (د نومرو یا نتایجو سند، سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیک) او همدارنګه تاسو باید مرکه هم ترسره کړئ.

مهمه یادونه: DEUST تل د کار او زده کړې (alternance) پروګرام په اساس ترسره کیږي، تاسو باید د زده کړې تړون یا د مسلکي کیدو تړون ولرئ چې د درملتون له یو فارمسیسټ یا د یو روغتیایی مرکز سره لاسلیک شوی وي.

روزنه د کار او زده کړې (alternance) پرګرام په اساس 2 کاله دوام کوي (4 سمسترونه).

روزنه د زده کړې یا مسلکي کیدو له لارې ترسره کیږي. کډونکونکی په اونۍ کې 2 ورځې په پوهنتون یا CFA کې کورسونه تعقیبوي او د 2 کلونو لپاره په یوه شرکت کې د درملتون تخنیکین په توګه 3 ورځې عملي کار کوي.

روزنه وړیا ده، ولې زده کوونکی باید یو کارګمارونکی پیدا کړي. د مسلکي کیدو په قرارداد کې، دا ستاسو کارګمارونکی دی چې ستاسې زده کړې تمویل کوي.

تاسو کولی شئ د مسلکي کیدو تړون لاسلیک کړئ، که:

  • تاسو د 16 او 25 کلونو ترمنځ یاست،
  • تاسو یو کار غوښتونکی یاست چې عمر مو له 26 کلنو څخه پورته وي او د کار غوښتونکو په لیست کې ثبت شوې یاست،
  • تاسو د فعال پیوستون عاید، ایغیسا (RSA)، د ځانګړي پیوستون تخصیص (ASS)، د معلولیت لرونکو لویانو لپاره تخصیص (AAH)، یا د یو ځانګړي ادغام (کار) قرارداد څخه ګټه اخیستونکي یاست.

د روغتون درملتون تخنیکین روزنه شاوخوا 10 میاشتې دوام کوي. پدې کې د زده کړې 1360 ساعته شامل دي: 660 نظري ساعتونه او 700 ساعته ستاج یا عملي دوره (20 اونۍ).

روزنه د زده کړې یا مسلکي کیدو له لارې ترسره کیدی شي.

د روغتون د درملتون تخنیکین (PPH) په توګه روزنې کې د شاملیدو لپاره، تاسو باید د درملتون تخنیکین یا د DEUST درملتون فني تخنیکین په توګه مسلکي سند (BP) ولرئ.

د BP یا DEUST ترلاسه کولو وروسته روزنه یو کال دوام کوي.

د دې روزنې لپاره څلور لارې شتون لري:

  • ابتدايي روزنه (FI) د هغو زده کونکو لپاره چې DEUST ډیپلوم یې ترسره کړی وي
  • د 30 کلنو څخه کم عمر لرونکو ځوانانو لپاره د زده کړې روزنه (APP).
  • د هغو خلکو لپاره دوامداره مسلکي روزنه (FPC) چې دمخه په مسلکي ژوند او پدې برخه یا سکټور کې بوخت دي
  • د ترلاسه شوي تجربې اعتبار (VAE). د VAE ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید په اړونده ساحه کې کار کړی وي، یو غوښتنلیک یا دوسیه بشپړه کړئ او مرکه ترسره کړئ.
    > د Réfugiés.info پاڼه کې دا فایل هم ولولئ: "د VAE Sans Frontières سره ډیپلوم ترلاسه کړئ".

د PPH روزنه کې شاملیدل انتخابي دي: تاسو باید هر کال د روزنې مرکزونو لخوا تنظیم شوي ازموینې ترسره کړئ.

د نوم لیکنې یا راجستریشن لپاره، تاسو باید لومړی د راجستریشن فورمه ډکه کړئ.

د FI او FPC لپاره، تاسو باید ورسته لیکلي ازموینه او شفاهي ازموینه ترسره کړئ.

  • لیکلي یا تحریري ازموینه 2 ساعته دوام کوي او د اوسنیو یا ورځنیو روغتیایي مسایلو په اړه پکې تمرکز کیږي چې د درملو په برخه پورې تړاو لري. د دې لپاره چې په روزنه کې بریالي شئ، تاسو باید لږترلږه له شلو څخه لس (10/20) نومرې ترلاسه کړئ.
  • شفاهي ازموینه اعظمي 30 دقیقې دوام کوي او پدې کې ستاسو د هڅونې، علاقمندې او ستاسو مسلکي پروژې په اړه بحث کیږي. تاسو باید لږترلږه له شلو څخه لس (10/20) نومرې په شفاهي ازموینه کې ترلاسه کړئ.

د VAE لپاره، تاسو باید د VAE جوري یا کمیټې لخوا ورکړل شوی یو یا ډیرو مودلونو د اعتبار سند وسپارئ.

مهمه یادونه: لیکلي ازموینې ته اړتیا نشته، که چیرې تاسو د کار زده کړه یا VAE ترسره کوئ.

او ورپسې څه وکړو؟

که تاسو د کار او زده کړې (alternance) پروګرام ترسره کوئ، روزنه وړیا ده، ځکه چې دا د کار ګمارونکي لخوا تادیه کیږي او تاسو ته پیسې درکول کیږي.

سربیره پردې، که تاسو دمخه په فرانسه کې کار کړی وي، تاسو کولی شئ د کار موندنې مرکز(Pôle Emploi) څخه مرسته ترلاسه کړئ

د ایل د فرانس ولایتي اداره هم کولای شي د پیرامیډیکل مسلکونو لپاره میاشتني بورسونه ورکړي.

دا ممکنه ده چې د PPH روزنه ستاسو د ګمارونکي لخوا تمویل شي.

د DEUST ډیپلوم ترلاسه کولو وروسته، تاسو کولی شئ په درملتون کې د درملتون تخنیکین په توګه کار وکړئ.

مګر تاسو کولی شئ خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ:

  • دا ممکنه ده چې په پوهنتون کې د فارمسي په برخه کې د زدکړو دوهم یا دریم کال زده کړې ترسره کړئ، ترڅو وکولای شئ د فارمسي رشته کې د دوکتورا درجې ترلاسه کولو لپاره ځان چمتو کړئ.
    • اړین اسناد: یو پوښښ یا انګیزه لیک، یوه سي وي CV، په DEUST کې ترلاسه شويو درجاتو سند.
    • مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: په یاده رشته کې مخصصو شمیر ځایونه یا کوټه شتون لري، یوازې لږ شمیر خلک منل کیږي.
  • د روغتون د درملتون تخنیکین (PPH) کیدو لپاره یو کلن تخصص وکړئ: د دې فایل 3مه مرحله وګورئ.
  • د یو بل کال لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ ترڅو تخصص او مسلکي جواز ترلاسه کړئ. دا ممکنه ده چې د درمل جوړونې ډرمو - کاسمیټکس (د جلدي مستحضراتو تجمیل) کې تخصص، په درملتونونو کې د طبي تجهیزاتو توزیع، هومیوپیتک، پروسټیټیسټ - ارتوټیست تخنیک، بوټي او د بوټو پراساس روغتیایی محصولات او داسې نور.

دا تخصصونه په درملتونونو، صنعت یا روغتیایی تاسیساتو کې ګټور او استفاده کیدی شي.

د 5 کلونو تجربې وروسته، دا ممکنه ده چې د فارمسي تخنیکین رشته کې په یو روزنیز مرکز کې روزونکي شي.

د روغتون د درملتون تخنیکین (PPH) په توګه د روزنې وروسته، تاسو کولی شئ په مستقیم ډول په روغتون کې کار پیل کړئ.

د 4 کلونو تجربې وروسته، دا امکان لري چې د روغتیا پاملرنې کادر سرلیک لپاره غوښتنه وکړئ.

د دې کار ترسره کولو په موخه تاسې باید د روغتیا کادر روزنې انسټیټیوټ (IFCS) کې د کادر روزنه بشپړه کړئ او بیا د روغتون درملتون کې د روغتیا پاملرني تخنیکین کیدو لپاره کانکور کې برخه واخلئ.

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
hadudmak19hadudmak19د صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
john14john14د صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
nurianuriaایډیټر او کره کتونکی
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه