Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهB2, C1, C2

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

د اورپايي اتحادې څخه بهر ترلاسه شوي ډیپلو سره د نرس په توګه کار کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 mois

دا څه دي ؟

د اروپایی اتحادیې څخه بهر د نرسنګ ډیپلومونه په فرانسه کې په رسمیت نه پیژندل کیږي او کډوال باید خپلې زده کړې بیا پیل کړي ترڅو فرانسوي ډیپلوم ترلاسه کړي او د کار کولو وړتیا ترلاسه کړي.

د نرسینګ (DEI) په برخه کې د دولتي ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره باید لوړې زده کړې ترسره شي چې 3 کاله وخت نیسي. په زده کړو کې نظري کورسونه او عملي کار یا انټرنشپونه شامل دي.

مهمه یادونه: دا ممکنه ده چې اړونده ډیپلوم د 3 کلونو پرځای په 2 کلونو کې ترلاسه کړئ، دا ستاسو د روغتیا په برخه کې پخوانیو تجربو پورې اړه لري.

د نرسنګ روزنې انسټیټیوټ ( IFSI ) یوازینی تاسیسات دي چې کولی شي DEI صادر کړي.

مهمه یادونه: په فرانسه کې له 300 څخه ډیر د نرسنګ روزني انستیتیوتونه IFSIs شتون لري. تاسو کولی شئ د IFSIs لیست دلته په کلیک کولو سره ومومئ.

تاسو باید لږترلږه د فرانسوي ژبې B2 کچه ولرئ.

دلته تاسو کولی شئ ځینې عمومي مشورې ومومئ چې ستاسو د مسیر او چارو په جریان کې ګټورې دي.

څنګه یې وکړو ؟

هغه خلک چې د اروپایی اتحادیې څخه بهر ډیپلومونه لري باید خپلې زده کړې د نرسینګ روزنې انسټیټیوټ (IFSI) کې بیا پیل کړي ترڅو هلته خپلې زده کړې بشپړې کړي او د دولتي نرسینګ ډیپلوم ترلاسه کړي.

د نوم لیکنې لپاره څلور لارې شتون لري:

  • د پارکورسپ (Parcoursup) له لارې د IFSI په لومړي کال کې نوم لیکنه وکړئ. نوم لیکنه د پارکورسپ (Parcoursup) پلیټ فارم کې ترسره کیږي. یوځل چې نوم لیکنه ترسره شي، نو دا ممکنه ده چې ځینې هغه مضامین تایید کړئ چې تاسو دمخه په خپل اصلي هیواد کې ترسره کړې دی.
  • په فرانسه کې په هره برخه کې د دریو کلونو مسلکي تجربې وروسته (دوامداره مسلکي روزنې) د رقابتي یا کانکور ازموینې له لارې IFSI داخله وکړئ.
  • د پوهنتون یو کال وروسته IFSI کې شاملیدل (د PASS یا LAS وروسته نقلیدل).
  • د هغو خلکو لپاره د نرسنګ په برخه کې ګړندۍ زده کړې چې ډیپلوم لري چې دوی ته په خپل هیواد کې د درملني یا قابله ګې په برخه کې د کار کولو اجازه ورکوي.

سربیره پردې ، د لومړي کال وروسته ، د نرسنګ زده کړې د روزنې په توګه ترسره کیدی شي.

مهمه یادونه: ستاسو د نوم لیکنې دوسیه کې ټول ځای په ځای شوي ملاتړکونکي اسناد باید په فرانسوي ژبه کې لیکل شوي وي یا د رسمي او تصدیق شوي ژباړونکي لخوا ژباړل شوي وي.
> د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه "د سند د رسمي ژباړې غوښتنه کول" معلوماتي فایل هم ولولئ.

تاسو به د پارکورسپ ویب پاڼه کې د راجسټریشن او نوم لیکنې نیټې چې (د جنوري میاشت کې پیل کیږي) او څنګه دا پروسه ترسره کړی معلومات ومومئ.

تاسو به د پارکورسپ په پلتفارم کې مشورې او د نرسنګ په برخه کې د زده کړو په اړه توضیحات هم ومومئ.

د راجستریشن او نوم لیکنې وروسته، دا ممکنه ده چې د ځینو مضامینو څخه چې دمخه مو په اصلي هیواد کې تایید او ترسره کړي وي معاف او اثتثنی شئ.

د دې لپاره، تاسو باید د انسټیټیوټ کمیسیون ته یوه دوسیه یا غوښتنه وړاندې کړئ او بیا شفاهي مرکه ترسره کړئ. نوموړې کمیټه ددې صلاحیت لري چې د ځینو مضامینو څخه تاسو ته معافیت او اثتثنی کیدو په اړه پریکړه کوي.

دلته د اسنادو لیست دی چې ستاسو په فایل یا دوسیه کې یې ځای پرځای کړئ:

  • یوه CV،
  • یو پوښښ لیک،
  • د ترلاسه شويو ډیپلومونو اصلي نسخې،
  • د کاندید لخواپه فرانسه کې د زده کړو برنامي په وړاندې په خپل اصلي هیواد کې د ترسره شویو زده کړو پروګرام په هکله معلومات او پرتله وړاندې کول.
مهمه یادونه: په عموم کې، دا معافیت یوازې په یو سمستر کې د څو مضامینو پیژندلو ته اجازه ورکوي او د سمستر یا اعظمي حد څخه د یو کال اعتبار څخه زیاته نه وي.

دا ممکنه ده چې په فرانسه کې د دریو کلونو مسلکي تجربې وروسته د رقابتي ازموینې له لارې IFSI ته داخل شئ. هر بالغ کس، هر څه چې د دوی عمر او د ډیپلومې کچه وي، کولی شي په دې سیالۍ کې برخه واخلي.

په کورس پورې اړه لري، د لومړي کال لپاره معافیت ممکن دی.

د IFSI د کانکور یا ازموینه کې د راجستر او نوم لیکنې لپاره چې کوم شرایط مهم دې چې پوره شي په دې ډول دي. د 3 کلونو لپاره بشپړ وخت کاري سابقه لرل او پدې موده کې (36 میاشتې) په فرانسه کې او په هر ډګر کې د ټولنیز محافظت سیستم کې مرسته یا ټولنیزه مالیه ورکړې وي. ( دا اړینه نده چې مخکې مو د روغتیا په برخه کې کار کړی وي، مګر دا کولی شي په IFSI کې د داخلیدو پورسه کې مرسته وکړي).

یادونه: مسلکي تجربه دا ممکنه کوي چې په ټولنیز امنیت کې مرسته وکړي او وروسته د کارموندنې Pôle Emploi ادارې له لارې د نرسنګ روزنې تمویل او مالي مرسته ترلاسه کړئ.

ستاسو دوسیه باید لاندې اسناد ولري:

  • ملاتړي اسناد (د بیلګې په توګه د کار قرارداد) چې ستاسو تجربه ثابتوي،
  • یو تفصلې پوښښ لیک (موټویشن لیټر) چې په هغه کې باید تاسو هغه اسباب او دلایل تشریح کړئ چې تاسو ولې د نرس په توګه بیا روزنه ترسره کول غواړئ.

د نوم لیکنې وروسته، تاسو باید په کانکور کې برخه واخلئ چې دوه لیکلي ازموینې (عمومي پوهه او ریاضی) او یوه شفاهي ازموینه لري.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د نرسنګ ازموینه یا کانکور هر کال د فبروري څخه تر مارچ په میاشتو په جریان کې ترسره کیږي.

یادونه: تاسې کولی شئ د نرس مرستیال په توګه روزنه وکړئ پداسې حال کې چې د کار او زده کړې (الترنانس) له لارې کار هم وکړئ. نو تاسو کولی شئ د نرس مرستیال په توګه کار وکړئ پداسې حال کې چې انتظار وکړئ چې ستاسې په مسلک کې د کار کولو امکانات پیدا کړئ.

یو کډوال کله ناکله د طب په برخه کې زده کړو ته د لاسرسي دوه کلاسیکو لارو او فرصتونو ته د دوسې په وړاندې کولو سره غوښتنه کولی شي: PASS (د روغتیا لاسرسي ځانګړي لارې) او LAS (د "روغتیا لاسرسي" اختیار سره جوازونه) ، د لوړو زده کړو په لومړي کال کې .

یادونه: هغه زده کونکي چې د خپل لومړي کال PASS یا LAS تاییدوي، پرته له دې چې د طبي روزنې د دویم کال لپاره د ننوتلو ازموینه ترسره کړي، ځینې وختونه کولی شي IFSI کې د داخلیدو چانس ولري. دوهم کال ته مستقیم لاسرسی ممکن دی. دا هغه ادارې دي چې د کاندیدانو د داخلې طرزالعملونه تعریفوي او ارزونه یې ترسره کوي.

هغه خلک چې ډیپلوم لري او دوی ته اجازه ورکوي چې د اروپایی اتحادیې څخه بهر په طب یا قابله ګۍ په برخه کې کار وکړي، هغوی کولی شي په روغتون کې د ستاج یا انټرنشپ سره د نرسنګ ګړندۍ زده کړې (شپږ میاشتې) ترسره کړي.

وګورئ: د 2009 کال د جولای د 31 حکم د ریاست د نرسینګ ډیپلوم په اړه، 9 ماده

تاسو کولی شئ دلته په کلیک کولو سره د هغو ادارو لیست ومومئ چې دا کورسونه د ایل دی فرانس (Île-de-France) په سیمه کې وړاندې کوي.

د نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره، تاسې باید د غوښتنلیک فایل وړاندې کړئ او د IFSI رییس، تعلیمي همغږي کونکي او د روغتیا مدیر څخه جوړ شوي کمییټې سره شفاهي ازموینه ترسره کړئ. دا شفاهي ازموینه د فرانسوي ژبې، علاقمندۍ او مسلکي پروژې د کچې ارزولو لپاره ترسره کیږي.

او ورپسې څه وکړو؟

د نرسنګ په برخه کې زده کړې ترسره کول لګښت لري. روزنه عموما 3 کاله دوام کوي، په هره اونۍ کې د 35 ساعتونو تدریس سره. له همدې امله په ورته وخت کې کار کول ستونزمن دي.

په ځینو حاالتو کې، دا ممکنه ده چې ستاسو زده کړې په IFSI کې تمویل شي یا مرستې ترلاسه کړي.

دوه ډوله IFSI شتون لري، عامه او خصوصي IFSI، او د ښوونې فیسونه د ادارې او سیمې ډول سره توپیر لري.

د روزنې لګښت:

په عامه IFSIs کې روزنه د ټولو زده کونکو لپاره وړیا ده چې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او د کارموندنې مرکز Pôle Emploi سره راجستر او ثبت وي.

په هرصورت، د لیسانس درجې لپاره د پوهنتون د راجستریشن فیس € 170 یورو (د 2022-2023 لپاره) دی او د زده کونکو او کیمپس ژوند (CVEC) کې د € 92 یورو (په 2022 کې) ونډه د دولت لخوا نه پوښل کیږي، یوازې په هغه صورت کې ورکول کیږي که تاسو بورس ولری.

مهمه یادونه: هغه خلک چې کډوال، د فرعي محافظت او پناه غوښتونکي حالت لري د CVEC پیسې نه ورکوي او ځینې پوهنتونونه هغوی د راجستریشن فیس څخه هم معافیت کوي او د نوم لیکنې مصارف هم نه پرې راځي.

دا هم اړینه ده چې په IFSI کې د داخلې لپاره د نرسنګ سیالۍ یا کانکور لپاره د راجسټریشن لپاره د 90 یورو او 120 یورو ترمنځ پیسې له ځان سره ولرئ.

په خصوصي او سره صلیب انسټیټیوټونو کې، د داخلې ازموینې او د پوهنتون د راجستریشن فیسونو سربیره، د زده کړې فیسونه د روزنې جوړښتونو پورې اړه لري په کال کې د € 700 او € 2,000 ترمنځ توپیر کولی شي.

په نهایت کې، د کتابونو او نورو وسایلو پیرود کیدای شي د € 30 او € 200 ترمنځ توپیر ولري.

مالی مرسته:

  • د کارموندنې (Pôle Emploi) مرکز کولی شي په کال کې تر 8,000 یورو پورې د هغو خلکو لپاره تمویل کړي چې لږترلږه د شپږو میاشتو لپاره یې کار کړی او مالیه یې ورکړې وي. د کارموندنې مرکز مرستې د سیمې له مخې توپیر لري. تاسو به دلته د کار موندنې مرکزونو لخوا د مختلفو مرستو په اړه نور تفصيلي معلومات ومومئ.
  • سیمه ایز ادارې هم کولی شي د پیرامیډیکل مسلکونو لپاره میاشتنۍ مرستې تمویل کړي. تاسو کولی شئ آنلاین درخواست وکړئ. د ایل دی فرانس سیمې لپاره به تاسو دلته اړین معلومات ومومئ.
  • دا هم ممکنه ده چې د روزنې تخصیص قرارداد څخه ګټه پورته کړئ. د روزنې تخصیص قرارداد یو میاشتنی سکالرشپ دی چې د روزنې له دوهم کال څخه زده کونکي ته ورکول کیږي، په روغتون کې د 18 څخه تر 30 میاشتو پورې د خدمت کولو ژمنې په بدل کې تړون لاسلیک کیږي. دا قرارداد د سیمه ایزې مرستې سره یوځای کیدی شي.
  • که تاسو د ایل د فرانس (Île-de-France) کې اوسیږئ، تاسو کولی شئ دلته په کلیک کولو سره ټولې مرستې ومومئ. en cliquant ici.

د روزنې په جریان کې، زده کونکي د انٹرنشپ او ټرانسپورټ تخصیص څخه ګټه پورته کوي.

د مثال په توګه، په 2023 کې د ستاج یا انٹرنشپ تخصیصونه په لاندې ډول دي:

  • په لومړي کال کې د ستاج یا انټرنشپ په هره اونۍ کې €36 یورو
  • په 2 کال کې د ستاج په هره اونۍ کې 46 یورو
  • په 3 کال کې د ستاج په هره اونۍ کې 60 یورو

د نرس په توګه د زده کړې ترسره کول تاسو ته اجازه درکوي خپلې زده کړې تمویل کړئ.

د دوهم کال څخه، روزنه د 30 کلونو څخه کم عمر لرونکو خلکو لپاره د زده کړې په توګه ترسره کیدی شي. زده کوونکی د یو روغتون لخوا ګمارل کیږي چې د هغه زده کړې تمویل کوي او زده کونکی په روغتون کې د ښوونځي د رخصتیو پرمهال د نرس مرستیال په توګه کار کوي.

د زده کړې وړتیا لپاره، تاسو باید لاندې شرایط پور کړئ:

  • د 30 کالو څخه کم عمر ولرئ یا د عمر شرایط پرته د "معلول کارګر" کیفیت پیژندنه ولرئ
  • یو شریک IFSI کې مو داخله ترسره کړې وي
  • د روزنې لومړی کال مو تایید کړی وي او د نرسنګ معاون مساوي سطح مو ترلاسه کړی وي
  • یو کارمند یا استخدام کونکی مو موندلی وي

د نرسنګ ډیپلوم ترلاسه کولو وروسته، تاسو کولی شئ په روغتون یا په ازاده توګه د نرس په توګه کار وکړئ.

دا هم امکان لري چې د تخصص لپاره زده کړو ته دوام ورکړئ، او دا کار تاسو د 4 لارو څخه ترسره کولای شئ:

  • د عملیاتي خونې نرس (18 میاشتې روزنه)
  • نرس - د ماشوم پاملرنې کارکونکی ( یو کال روزنه)
  • د انستیتیز نرس (د دوه کالو کار او تجربې وروسته)
  • پرمختللي کار کونې نرس (د 2 کلونو زده کړو او د نرس په توګه 3 کاله کارې تجربه لرل)

په نهایت کې، د 4 کلونو کار کولو وروسته، دا ممکنه ده چې د روغتیا مدیریت ډیپلوم (10 میاشتو) تصدیق کولو سره د مدیریت پوستونو ته لاسرسی ومومئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
hadudmak19hadudmak19د صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
meryem lakchinimeryem lakchiniد صفحي پورته برخه
vladimir baturinvladimir baturinد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
mgomgoد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
marianne24marianne24ایډیټر او کره کتونکی
irirایډیټر او کره کتونکی