په فرانسه کې د طب په برخه کې زده کړې بیا پیل کول
د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France , JRS France...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки томуایا تاسو په خپل هیواد کې د طب په برخه کې زده کړې پیل کړې، پرته له دې چې پای ته یې ورسوئ؟ تاسو خپلې زده کړې په خپل هیواد کې پای ته رسولي، ولي تاسو غواړئ چې په فرانسه کې یې بیا پیل کړئ ترڅو د فرانسي هیواد ډیپلوم ترلاسه کړئ؟
په دې دوو حالتونو کې، تاسو کولی شئ په مستقیم ډول د دویم کال څخه په فرانسه کې پوهنتون ته درخواست وکړئ (او د دویم دورې وروستۍ کال پورې، ستاسو د زده کړو کچې پورې اړه لري).
د طب په برخه کې د زده کړو موده په رشتي پورې اړه لري:
- طب : دا د بکلوریا یا لیسي څخه د فراغت وروسته، نهه کاله زده کړو ته اړتیا لري ترڅو د یو عمومي متخصص په توګه تمرین کړی. دا له دریو څخه تر څلورو نورو کلونو پورې وخت نیسي چې متخصص شي (جراح، د ماشومانو ډاکټر، او نور).
- (قابله) Maieutics : دا د بکلوریا څخه وروسته پنځه کاله وخت نیسي چې د قابله ګۍ په برخه کې دولتي ډیپلوم ترلاسه کړي.
- د غاښونو ډاکټر : د بکلوریا وروسته شپږ کاله وخت نیسي چې د غاښونو په جراحي کې دولتي دوکتورا ترلاسه کړي او څلور نور کلونه د ارتودونټیسټ (orthodontiste) کیدو لپاره.
- فارماسیست : په درملتون کې د دولتي دوکتورا ترلاسه کولو لپاره د بکلوریا وروسته شپږ کاله وخت نیسي.
تاسو باید لومړی په پوهنتون کې د درخواست یا دوسیې په وړاندې کولو سره (په کال کې یوازي یو ځل) د لومړي دورې دوهم کال ته د ننوتلو لپاره غوښتنه وکړئ . که ستاسو دوسیه ومنل شي، تاسو یو شفاهي ازموینه ترسره کوئ. که تاسو شفاهي ازموینه کې کامیاب شئ، تاسو کولی شئ دویم کال ته داخل شئ یا د لوړ کال لپاره غوښتنه وکړئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: که تاسو داسې اسناد نلرئ چې ستاسو په هیواد کې خپلې زده کړې ثابتې کړئ، تاسو نشئ کولی دا پروسیجر وکاروئ. په ورته ډول، دا په کلکه سپارښتنه کیږي چې لږترلږه په فرانسوي کې د B2 ژبې کچه ولری.
د Réfugiés.info په پاڼه کې "په فرانسه کې د غاښونو مرستیال کیدل" معلوماتي فایل هم ولولئ.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
روغتیا
زده کړې
روزنه
د روغتیا په برخه کې زده کړې ترسره کول یا بیا پیل کول
د روغتیا په برخه کې زده کړې یا کار کول
د روغتیا په برخه کې یوه روزنه موندل
14 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnierاډمین
niknameد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
meryem lakchiniد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
cassandreد صفحي پورته برخه
john14د صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
hadudmak19د صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
nuriaایډیټر او کره کتونکی