Panneau de gestion des cookies

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهB2, C1, C2

قیمت

وړيا

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

د ډاکټر، غاښونو ډاکټر، فارماسیست یا قابلې په توګه کار وکړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي 9 годин тому

دا څه دي ؟

ایا تاسو داسې ډیپلوم لرئ چې تاسو ته اجازه درکوي په خپل هیواد کې د ډاکټر، غاښونو ډاکټر، فارماسیست یا قابله په توګه کار وکړئ؟ تاسو کولی شئ خپل مسلک په فرانسه کې تمرین کړئ، د ځانګړو شرایطو لاندې او د پروسې وروسته چې په څو مرحلو کې باید ترسره شي.

مهمه یادونه: دا پروسه په اوسط ډول 3 یا 4 کاله وخت اخلي.

په فرانسه کې د ډاکټر، غاښونو ډاکټر، فارماسیست یا قابله په توګه کار کولو لپاره په فرانسوي کې د B2 ژبې کچه لازمي ده.

مهمه یادونه: - که تاسو د ډاکټر یا قابله ګی ډیپلوما لرئ چې تاسو ته په خپل اصلي هیواد کې د تمرین کولو اجازه درکوي، تاسو کولی شئ د نرس یا نرسې په توګه کارکولو لپاره 6 میاشتنی روزنیز کورس ترسره کړئ.
د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه "په فرانسه کې د نرس په توګه کار کول" فایل هم ولولئ.

- که تاسو د فارمسیسټ سند لرئ چې تاسو ته اجازه درکوي په خپل اصلي هیواد کې کار وکړئ، تاسو کولی شئ د درملتون همکار په توګه کار کولو لپاره ګړندي روزنه ترسره کړئ.
د لوستلو لپاره: پاڼه "په فرانسه کې د درملتون تخنیکین کیدل"

- که تاسو په خپل هیواد کې په طب یا فارماسۍ په برخه کې د تخصص سند پیل یا پای ته رسولی وي، تاسو کولی شئ په فرانسه کې تخصصي روزنه تعقیب کړئ چې تاسو ته اجازه درکوي د "انټرن" په توګه کار وکړئ.
د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه "د متخصص ډاکټرانو یا متخصص فارماسیست په توګه کار کولو روزنه ترسره کړئ" فایل هم ولولئ.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ د کارکولو کولو لپاره د موقتي اجازې غوښتنه وکړئ، چې ستاسو د استوګنې ځای کې د سیمه ایز روغتیا ادارې (ARS) لخوا صادریږي، ترڅو د تاسیساتو لخوا د " همکار متخصص " په توګه استخدام شي.

مهمه یادونه: د کار کولو لپاره د موقتي اجازې درلودل لازمي ندي . مګر دا په زړه پوري کیدی شي چې د فرانسوي روغتیا سیسټم فعالیت او د هغې کوډونو په اړه پوه شي، پداسې حال کې چې کار کوی او تادیه کیږی. دا به تاسو ته اجازه درکړي چې د روغتیا په برخه کې ستاسو مسلکي ژبې زده کړې ته وده ورکړي. نو دا به په راتلونکي کې د کار ترلاسه کولو لاندې مرحلو لپاره ښه چمتووالی کې مرسته وکړي.

دلته د کار لپاره لنډمهاله اجازه ترلاسه کولو لپاره مختلف مرحلې تشریح شوې دي:

  • یو روغتون ومومئ چې تاسو ته د "همکار کارمند" په توګه تاسو ومني.
  • تاسو به په دلته کلیک کولو سره ( 2 ضمیمه وګورئ) هغه فورمه ومومئ چې اړونده اداره یې باید بشپړ کړي (= د کوربه شوي شخص د ژمنې فورمه).
  • د کار د پیل د نیټي څخه لږ ترلږه شپږ میاشتي دمخه اړوند ادارې ته خپله دوسیه واستوئ چې تاسو یې منلې یاست ، دوسیه د رسید منلو سره د راجستر شوي پوست له لارې واستوئ.
  • تاسو به دلته په کلیک کولو سره ستاسو د فایل لپاره غوښتل شوي ټولو اسنادو لیست ومومئ. د غوښتنلیک فورمه اود اړونده ادارې کوربه یا منل کیدو ژمنې فرمه اضافه کول مه هیروئ.
  • بیا به ستاسو کوربه اداره د ملي مدیریت مرکز (CNG) ته ستاسو د دوسېې لیږلو مسؤله وي.
  • ستاسو د دوسیې د تایید کیدو څخه وروسته، د ARS عمومي رییس به تاسو ته د کار کولو لپاره لنډمهاله اجازه درکړي (یا نه).
مهمه یادونه: ټول ملاتړي اسناد باید په فرانسوي کې لیکل شوي وي یا د فرانسوي محکمو لخوا مجاز او رسمي ژباړونکي لخوا ژباړل شوي وي. او د هغو کاندیدانو لپاره چې په بهر کې اوسیږي، د فرانسې د قونسلګرۍ چارواکو لخوا ژپاړه تصدیق شوي وي.

> دا هم ولولئ : د Refugees.info پاڼه کې "د سند د رسمي ژباړې غوښتنه"

تاسو باید په عمومي CNG/ARS پلیټ فارم کې آنلاین نوم لیکنه وکړئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې نوم لیکنه یوازې په کال کې یو ځل ترسره کیږي!

تاسو باید هغوی ته خپل د نوم لیکنې دوسیه ولیږئ، په ځانګړې توګه د فرانسوي B2 کچې تصدیق کونکی سند. تاسو به دلته په کلیک کولو سره د اړینو اسنادو لیست ومومئ.

مهمه یادونه: دا لازمي نه ده چې د آزموینې اخیستلو لپاره د کار کولو لنډمهاله اجازه ولرئ، مګر دا ستاسو د EVC ترسره کولو امکانات زیاتوي.

ستاسو د راجستریشن یا نوم لیکنې په پای کې، دا غوره ده چې د نوم لیکنې رسید چاپ او ستاسو د نوم لیکنې د ترلاسه کیدو سند له ځان سره وساتئ.

ازموينه له دوو ليکلي ازموينو څخه جوړه ده: يوه عملي پوهه او بله د بنسټيزه پوهه. هر تخصص ځانګړي ازموینې لري. تاسو باید په ازموینو کې د کامیابیدو لپاره لږترلږه له 20 څخه 10 نمرې ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: د ناکامۍ په صورت کې، دا ممکنه ده چې د ازموینې بیا اخیستلو لپاره نوم لیکنه ترسره کړئ ( 4 اعظمي هڅې).

ازموینو ته د چمتوالي لپاره، تاسو کولی شئ د CNG ویب پاڼه کې دمخه اخیستل شویو د ازموینو موضوعات وګورئ. تاسو کولی شئ اړونده موضوعات په دې برخه کې ومومئ: "څنګه ریکارډ ته لاسرسی ومومئ؟" "Comment accéder aux annales ?".

د EVC ازموینه کې د کامیابیدو وروسته، د "همکارکارمند" په توګه کار کولو لپاره، تاسو باید د روغتون له ادارې څخه د استخدام یا منل کیدو ژمنه ولرئ.

تاسو به دلته په کلیک کولو سره هغه فورمه ومومئ چې اړونده اداره باید ستاسو د کوربه توب او استخدام ژمنې لپاره بشپړ کړي (ضمیمه 2 وګورئ).

بیا تاسو باید د یو همکار کارمند په توګه د مهارتونو ترلاسه کولو کورس بشپړ کړئ، چې موده یې د مسلک سره سم توپیر لري:

  • دوه کاله د ډاکټرانو او فارماسیستانو لپاره،
  • د غاښونو جراحانو او قابله ګانو لپاره یو کال.
مهمه یادونه: ستاسو انٹرنشپ یا ستاج د یو مسؤول متخصص لخوا ترسره کیږي. تاسو ته به په کال کې نږدې 30,000 یورو ناخالص تادیه یا معاش درکول کیږي.

تاسو باید د دې اسنادو او همدارنګه د راجستریشن فورمې په چمتو کولو سره د ملي مدیریت مرکز (CNG) ته غوښتنه وکړئ. اسناد باید په فرانسوي ژبه کې لیکل شوي وي یا د تصدیق شوي او رسمي ژباړونکي لخوا ژباړل شوي وي.

> دا هم ولولئ : د Refugees.info پاڼه کې "د سند د رسمي ژباړې غوښتنه"

د جواز ورکولو کمیټه به ستاسو مهارتونه ارزوي. دا به په ځانګړي ډول د ارزونې راپور پراساس وي چې ستاسو د جوړښت یا ادارې مدیر لخوا بشپړ شوی وي، په کوم کې چې تاسو د مهارتونو ترلاسه کولو کورس بشپړ کړی.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: د ارزونې راپور د څلورو طبي مسلکونو لپاره یو شان ندی. تاسو باید خپل مدیر ته سم او ستاسو د رشتي سر مطابق سند چمتو کړئ. تاسو کولی شئ دا د دې حکم سره ضمیمه کې ومومئ.

مهمه یادونه: که تاسو د خپلې غوښتنې څخه یو کال وروسته ځواب ترلاسه نه کړئ، نو دا پدې مانا ده چې د کار کولو اجازې لپاره ستاسو غوښتنه رد شوې ده. په دې حالت کې، تاسو د دویمې هڅې حق لرئ.

او ورپسې څه وکړو؟

مبارک شه! ستاسو غوښتنه ومنل شوه، د کار کولو لپاره ستاسو وروستی اجازه به تاسو ته درکړل شي.

تاسو اوس په فرانسه کې د کار کولو امکان لرئ، په عامه او همدارنګه خصوصي سکټور کې. د دې لپاره، د خپل مسلک "سکټور" سره ځان ثبت او راجستر کړئ.

لاندې د سیکټورنو لیست او د هغوی ویب پاڼي ادرسونه شتون لري :

د پاڼې سر
په همکاري د
JRS France
JRS France

17 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
meryem lakchinimeryem lakchiniد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
mariamariaد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
ammar bazzaziammar bazzaziد صفحي پورته برخه
asma33asma33د صفحي پورته برخه
naghamnaghamد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
felipe rosselotfelipe rosselotد صفحي پورته برخه
mgomgoد صفحي پورته برخه
mariammariamد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه