Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د موټر چلولو جواز ترسره کولو لپاره د کار موندني مرکز فرانس تخوی (France Travail) څخه مالي مرسته ترلاسه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي 10 місяців тому

د فرانس تخوی مرکز (France Travail) د (B کټګورۍ) موټر چلولو جواز یا لیسنس ترسره کولو لپاره مالي مرسته تاسو ته اجازه درکوي چې د روزنې او د موټر چلولو جواز ازموینې لپاره پیسې ورکړئ.

د ریفوجي.انفو پاڼه کې لاندی فایل هم ولولئ: Refugees.info پاڼه " د موټر چلولو جواز د موټر چلولو ښوونځي سره ترسره کړئ"

مرسته د هغو خلکو لپاره ده چې لږ تر لږه 17 کلن وي په هغه ورځ چې د مرستې غوښتنه کیږي. دا غوښتنه په هغه صورت کې هم کیدای شي که چیرې د نوي دندې موندلو یا اوسني موقعیت ساتلو لپاره د موټر چلولو جواز یا لیسنس اړین وي.

د مرستې اندازه اعظمي حد 1,200 یورو ده.

د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو لپاره نورې مالي مرستې هم شتون لري. دلته هر څه تشریح شوي .

تاسو کولی شئ د شرایطو لاندې د موټر چلولو جواز تمویل لپاره خپل شخصي روزنیز حساب (CPF) هم وکاروئ.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه "ستاسو د شخصي روزنې حساب (CPF) کارول"

څنګه یې وکړو ؟

دلته هغه شرایط ذکر شوي دي چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره باید پوره شي:

  • د موټر چلولو جواز لپاره د پیسو یا تمویل لپاره نورې مالي مرستې نه ترلاسه کول (د بیلګې په توګه د یوې اتحادیې، شرکت، او داسې نور).
  • د مرستې غوښتنه کولو په ورځ لږترلږه 17 کال عمر لرل
  • د فرانس تخوی (France Travail) سره د 6 میاشتو څخه ډیر مودې څخه ثبت او راجستر شوي یاست او د کار کولو لپاره شتون ولرئ. دا موده را کمې دای شي که تاسو د لږ تر لږه 3 میاشتو قرارداد سره په کار د ګمارنې ژمنه ولرئ چې د موټر چلولو جواز ته اړتیا لري (د ټاکلي مودې قرارداد (CDD)، د نامعلومې مودې قرارداد (CDI)، لنډمهاله قرارداد).
  • د بیکارۍ جبران یا د بیکارۍ ګټې ترلاسه کول: کار ته بیرته د راګرځیدو تخصیص (ARE) یا مسلکي امنیت تخصیص (ASP) لږترلږه (د هغه مقدار چې د € 31.59/ ورځي څخه کم یا مساوي وي)
  • د موټر چلولو جواز یا لیسنس نه لرل.
یادونه: که ستاسې د موټر چلولو جواز باطل شوی وي او تاسو اړتیا لرئ چې د جواز ټولې ازموینې بیا ترسره کړئ، تاسو کولی شئ د دې مرستې څخه ګټه پورته کړئ.

د موټر چلولو جواز ترسره کولو لپاره د مرستې غوښتنه باید د موټر چلولو ښوونځي کې د ثبت نام څخه دمخه ترسره شي. ستاسې د فرانس تخوی (France Travail) مشاور محاسبه کوي چې ایا تاسو د موټر چلولو جواز مرستې لپاره غوښتنه کولی شئ او که نه. هغه باید تایید کړي چې د موټر چلولو یا لایسنس نه درلودل ستاسو د نوې دندې موندلو یا اوسنۍ دندې ساتلو مخه نیسي.

دلته ځینې شرایط شتون لري چې ستاسو غوښتنه توجیه کوي:

  • د کار ساحه په داسي سیمه کې موقعیت لرل چې هلته لږ عامه ترانسپورت تګ راتګ ولري،
  • ناوخته کاري وختونه (د مثال په توګه د شپې کار کول)
  • داسي دنده چې د موټر چلولو جواز لرل اجباري وي (د مثال په توګه د لوریزون یا د سامان نقلولو دنده).

که ستاسو مشاور تایید کړي چې تاسو د مرستې لپاره غوښتنه کولی شئ، نو هغه به د غوښتني لپاره یوه فرمه بشپړه کړي. ددې لپاره تاسې باید لاندې اسناد چمتو کړئ:

  • د موټر چلولو ښوونځي تفصيلي د مصارفو اټکل یا نرخ،
  • د موټر چلولو ښوونځي بانکي توضیحات (RIB).
مهمه یادونه: تاسو کولی شئ خپل د موټر چلولو ښوونځی وټاکئ، او د فرانس تخوی (France Travail) مرکز باید هغه تایید کړي. عموما، د موټر چلولو ښوونځی باید ستاسو کور ته نږدې موقعیت ولري (پرته له ځانګړو قضیو).

کله چې تاسو تایید ترلاسه کړئ، تاسو کولی شئ د موټر چلولو ښوونځي لپاره نوم لیکنه وکړئ.

مالي مرسته 1200 یورو اعظمي ده. دا په 3 قسطونو (3x400€) کې مستقیم ستاسو د موټر چلولو د زده کړي ښوونځي ته لیږل کیږي. د دې لپاره چې تادیه ترسره شي، دا اړینه ده چې ځینې ملاتړ اسناد وړاندې کړئ او د مهال ویش درناوی وکړئ.

د موټر چلولو د زده کړي ښوونځي ته د پیسو لومړۍ قسط ادا کیدل

ثبوت: د راجسټریشن یا نوم لیکني سند او د زده کړې تعقیب سند چې د موټر چلولو ښوونځي لخوا ترلاسه شوی وي.

کله: د تایید وروسته اعظمي 1 میاشت.

دوهم قسط

ثبوت: د ترافیکي قوانینو کوډ ازموینې په کامیابۍ سره ترسره کیدو سند.

کله: د تایید وروسته اعظمي 5 میاشتې.

دریم قسط

ثبوت: د موټر چلولو جواز ازموینه کې بریالیتوب یا د 30 ساعتونو د موټر چلولو درسونو سند یا په ازموینه کې د دوهم ځل ګډون سند.

مهمه یادونه: که تاسو مهالویش ته درناوی ونکړئ، د مرستې تادیه کیدای شي لغوه شي.

او ورپسې څه وکړو؟

تاسو به وکولی شئ د عملي ازموینې څخه 24 ساعته وروسته د RdvPermis ویپاڼه کې په انلاین بڼه خپله نتیجه وکتلای شئ.

  • که پایله "منفی" وي (د 20 نمرو څخه ښکته)، تاسو باید ازموینه بیرته ترسره کړئ او د موټر چلولو ښوونځي سره نوې نیټه وټاکئ.
  • که پایله "مبثته" وي (لږترلږه 20 نمرې)، تاسو بریالي شوي یاست، مبارک! بیا تاسو کولی شئ د خپل موټر چلولو جواز ازموینې سند (CEPC) دRdvPermis څځه ډاونلوډ کړئ.
مهمه یادونه: دا سند تاسو ته اجازه درکوي د ازموینې له ورځې څخه ورسته د 4 میاشتو لپاره د هویت سند سره (لکه تتخ دی سیجور، پاسپورت) موټر وچلوی.

بیا خپل د موټر چلولو ښوونځي ته ورشئ ترڅو ومومئ چې څنګه خپل دایمي د موټر چلولو جواز ترلاسه کړئ!

د موټر چلولو جواز مرسته یوازې یو ځل ورکول کیدی شي. که تاسو ازموینه کې بریالي نه شی، نو تاسو باید د وهم ځل ازمویني لپاره په خپله
پیسې ورکړئ.

مهمه یادونه: د بي (B) کټګورۍ جواز د کریډیټ کارت په ډول دی او د 15 کلونو لپاره اعتبار لري. د جواز نوي کولو لپاره ، تاسې باید د ANTS ویب پاڼې (د خوندي سرلیکونو لپاره ملي اداره) کې آنلاین غوښتنه وکړئ، پرته له دې چې ازموینه بیرته واخلئ یا طبي معاینه ترسره کړئ.

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • noorد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • ammar bazzaziد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • katyaد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles