مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د رسمي وخت نه ورسته پرانستۍ درملتون ومومئ
دا څه دي ؟
خدمتي یا د رسمي وخت څخه ورسته پرانستۍ دررملتون (pharmacie de garde) هغه درملتون دی چې د رسمي ساعتونو څخه ورسته هم خلاص وي.
ماښام، شپه، یکشنبه او عامه رخصتۍ، که تاسو په دغه ډول وختونو کې درملو ته اړتیا پیداکړئ نو تاسو باید خپل ځای ته نږدې یو خدمتي درملتون ومومئ.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو ته د نږدې خدمتي درملتون موندلو لپاره تاسو کولی شئ:
3237 شمیرې ته زنګ ووهئ (دا تلیفونې خدمت د چارج وړ دی)
یا
ویب پاڼې ته لاړ شئ www.3237.fr
- خپل پوستی کوډ یا د خپل ښار نوم ولیکئ.
- په "لټون" کلیک وکړئ.
- هغه وخت وټاکئ چې تاسو غواړئ چې خدمتي درملتون ته ورسیږئ.
- تاسو ته نږدې د خدمتي درملتونونو لیست به ښکاره شي.
که تاسو په فرانسه کې یاست، تاسو کولی شئ د www.monpharmacien-idf.fr ویب پاڼه وګورئ
دا ویب پاڼه درملتونونه لیست کوي چې د اونۍ په ورځو کې خلاص وي، او هغه خدمتي درملتونونه چې د یکشنبې او عامه رخصتیو کې خلاصی وي. دا خدمت د فرانسې د 8 ډیپارټمنټونو پورې اړه لري: پاریس (75)، سیین-ای-مارن (77)، یولینز (78)، ایسون (91)، هوت-دی-سین (92)، سین سینټ - ډینس (93)، وال-دی-مارن (94)، وال دی اوز (95).
په دې سایټ کې، تاسو به:
- خپل ادرس ولیکئ.
- نیټه ولیکئ.
- "ورځ" یا "شپه" وګورئ (په دې پورې اړه لري چې تاسو اړتیا لرئ کله چې لاړ شئ).
- د نږدې خدمتي درملتونونو لیست لیدو لپاره "د درملتون لټون" باندې کلیک وکړئ.
که تاسو اړتیا لرئ چې د شپې په وخت کې درملتون ته لاړ شئ ( او تاسو د پاریس څخه بهر اوسیږئ) ، نو اړینه ده چې د پولیسو یا جنډرمیري سره اړیکه ونیسئ.
17 ته زنګ ووهئ او پوښتنه وکړئ چې نږدې خدمتي درملتون چیرته موقعیت لري.
په پاریس کې د شپې لخوا تاسو اړتیا نلرئ چې 17 ته زنګ ووهئ: خدمتي درملتونونه خلاص وي او مستقیم د لاسرسي وړ دي.
او ورپسې څه وکړو؟
مخکې له دې چې خدمتي درملتون ته لاړ شئ، په یاد ولرئ چې لاندې اسناد له ځانه سره ولرئ:
- ستاسو د هویت کارت ID
- د درملو نسخه که تاسو يې لرئ
- ستاسو کارت ویتال (د بیمې دولتې کارت)که تاسو یې لرئ
- ستاسو د بیمې کارت که تاسو لرئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
12 مرسته کونکي فعالیت کوي