Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کوویډ - 19 ازموینه ترسره کول

د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

ایا تاسو ناروغ یاست او ډاډه نه یاست چې تاسو کوویډ - 19 لرئ او که نه؟ دا مشوره ورکول کیږي چې ازموینه ترسره کړئ!

د کوویډ - 19 د معایني ازموینه د هرچا لپاره ده:

  • د کوویډ - 19 ناروغ کس سره اړیکه نیول ("د ناروغ سره په اړیکه کې شخص ")؛
  • د ناروغۍ نښې نښانې درلودل (تر ټولو عام: تبه، ټوخی، ستړیا، د بوی او یا خوند له لاسه ورکول، د ستوني درد، سر درد، د بدن درد، اسهال، او نور)؛
  • ځینې هیوادونو ته سفر کول غواړئ چې منفي ازموینې ته اړتیا لري؛
  • د مثال په توګه، په روغتون کې بستر کیدو یا عملیات لپاره د معایني کولو مکلفیت درلودل.
مهمه یادونه: ازموینې د "نازوفارینجي له لارې" (د پوزې له لارې تیریږي) یا په ځینو مواردو کې "لعاب" ( د خولې ناړي) لخوا ترسره کیږي.

د کوید 19 ازموینې ډیری ډولونه شتون لري:

  • په خپله د ځان ازموينه،
  • د انټيجنیک ازموینه،
  • د پي سي آر PCR ازموینه.
مهمه یادونه: خبرداری: که تاسو جدي نښې ولرئ (د ساه لنډۍ، تنفسي مشکل، په سینه کې درد) د ازموینې هڅه مه کوئ! تاسو باید سمدستي بیړني خدماتو ته زنګ ووهئ (15 ته زنګ ووهئ).

څنګه یې وکړو ؟

1 اختیار: په خپله د ځان ازموینه

د ځان ازموینه په خپله ترسره کولو وسایل په درملتونونو کې اخیستل کیدی شي (په اوسط ډول د € 3 او 5 € ترمنځ - اعظمي قیمت € 3.35 د لویانو لپاره او €4.10 د ماشومانو لپاره د 2022 په مارچ کې). دا د ټولنیز امنیت لخوا نه تادیه کیږي پرته له یو څو ځانګړو قضیو څخه.

د دې کارول ساده او ګړندی دي، مګر د نورو ازموینو په پرتله لږ د باور وړ ده. پایله په 15 دقیقو کې معلومیږي.

2 اختیار: د انټيجن ازموینه

د نازوفرینجیل انټيجن ازموینه (په پوزه کې) د روغتیا مسلکي (فارماسست، ډاکټر، نرس، د غاښونو ډاکټر، او نور) لخوا په کلینک، د ازمویني په مرکز، درملتون، د تحلیل لابراتوار یا په کور کې ترسره کیږي. پایلې په 15 دقیقو کې شتون لري. دا د روغتیا بیمې لخوا پوښل کیږي:

د انټيجن ټیسټونه یا ازموینې 100 فیصده د روغتیا بیمې لخوا پوښل شوي ندي. د انټيجن ټیسټ اعظمي قیمت د ناروغ لپاره 20 یورو دی.

3 اختیار: د PCR ازموینه

د nasopharyngeal PCR ازموینه هم د روغتیا پاملرنې مسلکي لخوا ترسره کیږي. پایلې په 24 ساعتونو کې د لاس رسي وړ وي. دا تاسو ته اجازه درکوي چې د مثبت حالت ازموینه تایید کړئ. دا د انټيجن ټیسټ یا ځان ازموینې په پرتله خورا معتبر ازموینه ده.

د درملنې قواعد د انټيجنیک ازموینې لپاره ورته دي. که تاسو د روغتیا بیمې پوښښ مستحق نه یاست، ددې ازوموینې بیه د ناروغانو لپاره شاوخوا 40 یورو ده.

یادونه: دا هم ممکنه ده چې د لعاب PCR ازموینه ترسره کړئ چې د یو مسلکي شخص لخوا ترسره کیږي او ددې ازموینې ترسره کول په هغه صورت کې سپارښتنه کیږي کله چې د نازوفرینجیل (د پوزي له لارې) نمونې اخیستل ستونزمن یا ناممکن وي: د مثال په توګه د کوچني ماشومانو لپاره.

د ځان ازموینې لپاره: درملتون ته لاړشئ، د ازمویني وسایل او مواد واخلئ او پخپله په کور کې ازموینه ترسره کړئ. په ځان ازموینو کې یو لارښود شامل دی، په څو ژبو ژباړل شوی، د انځورونو سره چې تاسو ته اجازه درکوي په بشپړ ډول په مرحلو پوه شئ.

د انټيجن ټیسټ یا نازوفارینجیل nasopharyngeal یا د لعاب salivary PCR ټیسټ ترسره کولو لپاره ، تاسو ډیری حلونه لرئ:

  • تاسو ته نږدې د ازمویني مرکز ته لاړ شئ. د ازمویني مرکزونو لیست په Sante.fr کې شتون لري. یادونه، دا اړینه ده چې مخکې له دې چې هلته لاړ شي ځینې مرکزونو سره اړیکه ونیسئ.
  • د روغتیایی مسلکی مسلکی سره د ملاقات وخت ونیسئ: درملتون، ډاکټر، او نور. تاسو کولی شئ د تلیفون یا انټرنیټ له لارې (د درملتون ویب پاڼه یا د Doctolib پلیټ فارم له لارې، د بیلګې په توګه).

> ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه " په Doctolib کې طبي ملاقات وخت اخیستل "

که په شک کې یاست، نو د مرستې لپاره خپل نږدې ډاکټر یا درملتون ته زنګ ووهئ.

یادونه: د ازموینې په ورځ، د ماسک او خپل ویټل یا بیمې کارت یا ستاسو د روغتیا بیمې حقونو سند سره راشئ. که تاسو په داسې حالت کې یاست چیرې چې د ازموینې مصارف تعویض کیږي او د دولتي بیمې لخوا تادیه کیږي، تاسو د ازمویني لپاره کوم مصارف نه ورکوئ.

او ورپسې څه وکړو؟

1 اختیار: که پایله منفي وي

محتاط اوسئ که تاسو نښې ولرئ. که په شک کې یاست، څو ورځې وروسته بیا ازموینه وکړئ.

2 اختیار: که پایله مثبته وي

تاسو نور اړتیا نلرئ خپل ځان جلا یا تنها کړئ، مګر دا مشوره ورکول کیږي چې د محدودیت قوانینو ته درناوی وکړئ: د ماسک اغوستل او فزیکي واټن.

د زیان منونکو خلکو سره د تماس څخه ډډه وکړئ.

هغه خلکو ته خبر ورکړئ چې تاسو ورسره اړیکه لرئ.

خپل کارمند یا د کار خاوند ته خبر ورکړئ که تاسو کار کوی او د کور څخه کار کولو ته ترجیح ورکړئ.

او له هرڅه پورته، آرام وکړئ !

یادونه: که تاسو د نښو نښانو په اړه اندیښمن یاست، تاسو کولی شئ خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ ترڅو د ملاقات وخت ونیسي.

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • claudia mاډمین
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • anastasia dudkoد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • ok.dudula@gmail.comد صفحي پورته برخه
  • bioprofesseurد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles