په دکتولب (Doctolib) کې له ډاکټر سره د لیدني وخت اخیستل

په دکتولب (Doctolib) کې له ډاکټر سره د لیدني وخت اخیستل

په لنډ ډول
وروستی او تازه معلومات (اپډیت)23 juin 2021

دا څه شی دی؟

ډوکتولب (Doctolib) یو وړیا آنلاین پلیټ فارم دی چې له تاسو سره د طبي لیدنو په اخیستنه کې مرسته کوي. دا پدې توګه ناروغان او د روغتیا پاملرنې متخصصین او ډاکټران سره په اړیکه کې کوي. تاسو کولی شئ په دې پلیټ فارم کې عمومي ډاکټران او متخصص ډاکټران ومومئ (د مثال په توګه د غاښونو یا د ښځینه ناروغیو ډاکټره (جیني کولوګ)).

ښه پوهیدل: تاسو کولی شئ د تلیفون یا کمپیوټر په مرسته له هر ځایه چې وغواړی او د ورځې او اونۍ په هر وخت کې چې وغواړی وخت ونیسئ.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

موقع

ټوله فرانسه

څنګه وکړو؟

1

د www.doctolib.fr په ویب سايټ کې یو اکونټ جوړ کړئ

د اکونټ یا حساب پرانستلو لپاره د دوکتولب ویب پاڼي ته لاړشئ: www.doctolib.fr

بیا تاسو باید یواکونټ جوړ کړئ، د دې لپاره تاسو باید لاندې مراحل طی کړئ:

  • د پا ڼي په پورتنۍ ښیې برخه کې په "نښلول" « Se connecter » خانه کلیک وکړئ ،
  • د "نوی په ډوکتولب" « Nouveau sur Doctolib » خاني لاندې د "راجستر" « S’inscrire » په خانه باندې کلیک وکړئ او خپل د ټلیفون شمیره دننه کړئ.

نوټ: تاسو به د SMS له لاري یو کوډ ترلاسه کړئ (که تاسو د خپل ګرځنده تلیفون شمیره ورکړې وي) یا د روبوټیک غږ په واسطه (که تاسو د خپل د کورني ټلیفون شمیره مو ورکړې وي) د شمیرې د تایید لپاره یو کوډ ترلاسه کړئ چې ورکړل شوې شمیر ستاسو صحیح ده.

  • خپل بریښنالیک ورکړئ او رمز یا پاسورډ جوړ کړئ.

ښه پوهیدل: د دې لپاره چې د ملاقات وخت هیر نکړئ، تاسو ته به د اخیستل شوي ملاقات د تصدیق کولو لپاره د SMS یا بریښنالیک له لارې اتوماتیک یادونه درولیږل شي. سربیره پردې، د ټاکلې نیټې نه دوه ورځې دمخه به یو پیغام هم تاسو ته واستول شي.

2

په حساب یا اکوڼت کې خپل شخصي معلومات ورکړئ

د دې لپاره چې تاسو ښه و پیژندل شئ، اړینه ده چې د خپل ځان په اړه ضروري معلومات ثبت کړئ، لکه (لومړۍ نوم، وروستی نوم یا تخلص، د زیږون نیټه، پته).

د دې کار ترسره کولو لپاره تاسو باید خپل حساب یا اکونټ ته داخل شئ او په "ننوتل، زما د ملاقات وخت تنظیم کولو" «Se connecter gérer mes RDV» خانه باندې کلیک وکړئ او خپل اوکوڼت ته داخل شئ.

  • په خپل شخصي ځای کې: "زه لا دمخه د دکتو لب حساب لرم" «J’ai déjà un compte Doctolib» خانه کې خپل بریښنالیک یا خپله شمیره ولیکئ، بیا ستاسو رمز یا پاس ورډ.
  • یوځل چې تاسوخپل اکونټ ته ننوتلئ، په پورته ښیې خوا کې په خپل بریښنالیک کلیک وکړئ او بیا "زما حساب" «Mon compte» خانه بانې کلیک وکړئ.

تاسو به د صفحي پا لاندې برخه کې د " زما صحي پروفایل جوړ کړئ" «Créez mon profil patient» خانه ومومئ.

  • د نارینه یا ښځينه (Madame ou Monsieur) کې یوه خانه چیک یا انتخاب کړئ بیا خپل لومړی نوم، ورستۍ نوم یا تخلص، د زیږون نیټه، پته، د پوستې کوډ او د خپل ښار نوم ولیکئ.
  • د خپل شخصي معلوماتو د خوندي کولو لپاره "اضافه" « Ajouter » خانه باندې کلیک وکړئ.
3

د ملاقات لپاره وخت وټاکه

د دکتولب له لارې دملاقات وخت اخیستل. تاسو باید اصلې صفحي ته بیرته راشئ (تاسو کولی شئ د دې کار لپاره دصفحي په چپه خوا کې په پورتنۍ حصه کې لوګو باندې کلیک وکړئ).

  • د خپل ډاکټر نوم یا د ډاکټر تخصص او بخش په ګوته کړئ چې تاسو یې په لټه کې یاست.
  • د ځای یا ښار نوم ولیکئ چې تاسو غواړئ د ملاقات لپاره لاړشئ.
  • په "لټون" «Recherchez» کلیک وکړئ.

دلته به تاسو د مختلفو ډاکټرانو او متخصصینو لیست ومومئ.

ڼوټ: تاسو کولی شئ د لټون پایلې د شته تاریخونو له مخې فلټر کړئ (د بیلګې په توګه، که د ملاقات وخت په ورته ورځ شتون ولري یا په راتلونکو دریو ورځو کې). د ډاکټر فیس (ایا ډاکټر د مقرر شوي فیس څخه اضافه پیسي اخلي او کنه، په دې معنی چې هغه له هغه نرخ نه چې د ټولنیز تامیین اداري لخوا مقرر شوی زیات فیس اخلي). لاندې ژبي شتون لري لکه (انګلیسي ، عربي ، روسی ، ترکي ...) او که چیرته تاسو د ویډیو له لارې مشوره کول غواړئ.

  • د ډاکټر د نوم لاندې چې تاسو غواړی ورسره وخت وټاکئ په دې خانه "د لیدنې وخت ترلاسه کړئ" «Prendre rendez-vous» باندې کلیک وکړئ.
  • د مشورې ډول وټاکئ چې تاسو یې غواړئ (په حضوري ډول په دفتر کې یا د کمپیوټر یا تلیفون په واسطه د ویډیو له لاري)، له ډاکټر سره د لیدو دلیل ذکرکړئ که يې غوښتنه شوې وي، د ملاقات ورځ او وخت وټاکئ چې ستاسو لپاره مناسب وي.
  • د غوښتنې نهایی کولو لپاره، په لاندې "زه" «moi» خانه کلیک وکړئ "د چا لپاره تاسو دا لیدنه اخلئ " « Pour qui prenez-vous ce rendez-vous» بیا "د ملاقات تایید" «Confirmer le rendez-vous» باندې کلیک وکړئ.

مبارک شه، تاسو له ډاکټر سره د ملاقات وخت ونیول!

او وروسته؟

خپل د ملاقات وخت تبدیل کړئ او یا يې لغوه کړئ

که چیرته تاسو نه شئ کولای په خپل ټاکلې وخت ډاکټر ته د لیدنې لپاره ولاړ شئ ، نو ژر تر ژره یې لغوه کړئ او یا بل تاریخ ته خپله لیدنه تبدیل کړئ.

ددې کار تر سره کولو لپاره خپل حساب ته ننوځئ بیا په "زما لیدنو" «Confirmer le rendez-vous» خانه کلیک وکړئ او لکه څنګه چې تاسو غواړئ "د لیدنې وخت تبیدلول" « déplacer un rendez-vous» یا "ناسته لغوه کول" « annuler le rendez-vous» باندې کلیک وکړئ.

  • د لغوه کیدو په حالت کې، "ناسته لغوه کړئ" باندې کلیک وکړئ بیا "د منسوخی تصدیق" باندې کلیک وکړئ.
  • د لیدنې د وخت د تبدیلیدو په حالت کې، "د لیدنې وخت تبدیلول" «déplacer le rendez-vous» باندې کلیک وکړئ بیا په سایټ کې وړاندیز شوی نوی وخت وټاکئ.

ښه پوهیدل: د ډاکټولب له لارې اخستل شوي وختونه د لیدنې له ټاکل شوي وخت څخه دمخه تر 4 ساعتونو پورې لغوه کیدلی شي. وروسته، تاسو به د تلیفون له لارې مستقیم د خپل ډاکټر سکریټریټ سره اړیکه ونیسئ ترڅو هغه خبر کړئ.

که تاسو پوښتنې لرئ

د ډیکټولب انټرنټ صفحي ته مراجعه کول مه هیروئ چيرې چې ډیرو پښتنوته ځوابونه ویل شوي.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
83 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible