Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

یو بانکي حساب خلاص کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 6 mois

دا څه دي ؟

یو بانک تاسو ته اجازه درکوي خپلې پیسې په خوندي ځای کې وساتئ لکه (معاشونه، ټولنیزې ګټې، د ټولنیز امنیت تادیه او داسي نور). په یو بانک کې د بانکي حساب خلاصول تاسو ته اجازه درکوي پیسې ترلاسه کړئ او خپل لګښتونه له دې لارې ورکړئ لکه (کرایه، مالیه، اوبه، انټرنیټ، ټرانسپورټ کارت، او داسي نور).

مهمه یاونه: د دې پروسې ترسره کولو لپاره دا په کلکه سپارښتنه کیږي چې له تاسور سره یو کس چې په فرانسوي ژبه پوهیږې مرسته وکړي.

د اوسني یا جاري حساب پرانستلو سره د تادیې ډیری میتودونه شتون لري، لکه: د بانک کارت، چکونو کتابچه، مستقیم ډیبټ، د پیسو لیږد. په یاد ولرئ چئ بانک اړتیا نلري دا ټول تاسو ته درکړي.

د یو جاري حساب له لارې، تاسو کولی شئ د خپل بانک څانګې کاونټر یا ATM څخه د پیسو ایستلو له لارې نغدي پیسې هم ورکړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د بانکي حساب خلاصولو لپاره، تاسو کولی شئ د خپلې خوښې بانک ته لاړشئ.

په کاونټر کې، تاسو کولی شئ د حساب خلاصولو فورمي غوښتنه وکړئ. د دې فارم په کارولو سره به تاسو خپله دوسیه ډکه کړئ او د حساب خلاصولو غوښتنه وکړئ.

په دوسیه کې لاندې اسناد شامل وي:

  • د بشپړشوي حساب د پرانستلو غوښتنلیک یا فورمه.
  • د حساب خلاصولو لپاره د غوښتنې لیک.
  • د پیژندنې سند یا کارت د هویت چې د فرانسوي چارواکو لخوا صادر شوی وي.

تاسو باید لومړی د حساب خلاصولو غوښتنې فورمه ډکه کړئ.

ستاسو پروفایل، ستاسو اړتیاو او ستاسو پروژو پورې اړه لري، بانک کولی شي تاسو ته مختلف فورمولونه وړاندې کړي، لکه:

  • د ځوانانو حساب ،
  • مسلکي حساب ،
  • تادیه شوی حساب ،
  • ځانګړي حساب چې له لرې اداره کیږي ...
مهمه یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د دې فورمولونو څخه ځینې ممکن د چارج یا تادې وړ وي . د مشاور سره د ملاقات غوښتنه کول کې مه هیروئ. په ګډه به تاسو به په ګډه سره وکولی شئ د خپلو اړتیا او غوښتنو سره سم یو حل ولټوی.

د دې فارم سربیره، تاسو به اړتیا ولرئ چې ملاتړ کونکي اسناد هم بانک ته وسپارئ.

د فورمې سربیره تاسو باید د خپل هویت سند چې د فرانسوي چارواکو لخوا صادر شوی وي لکه د استوګنې جواز (تتخ دی سیجوغ) یا د تتخ دی سیجوغ د غوښتني ریسیپسی چې اعتبار ولري.

ختم شوي اسناد به په هیڅ حالت کې نه منل کیږي. په هرصورت، که ستاسو د استوګنې جواز پای ته رسیدلی وي، تاسو کولی شئ یو سند وړاندې کړئ چې د سند نوي کولو غوښتنه ثابتوي.

مهمه یادونه: ستاسو د اوسیدو جواز یا تتخ دی سیجور باید د اعتبار وړ وي او باید د لید وړ واضح عکس ولري.

ستاسو د معتبر ID یا هویت سند سربیره، تاسو باید یو لیک هم وسپارئ چې د حساب خلاصولو غوښتنه پکي شوې وي.

دا لیک دا ممکنه کوي چې د حساب خلاصولو غوښتنه رسمي کړي.

په نوموړی لیک کې ستاسو لاسلیک باید روښانه او په سمه توګه ترسره شوی او د منلو وړ وي.

یوځل چې ستاسو فایل بشپړ شي، تاسو باید هغه بانک ته وړاندې کړئ. د حساب خلاصولو اوسط وخت 15 ورځې دی.

مهمه یادونه: بانکونه د "سوداګریزې آزادۍ" د اصولو پراساس دي. دا پدې مانا ده چې هر بانک حق لري پیرودونکی ومني یا رد کړي.

که بانک ستاسو د حساب خلاصولو غوښتنه رد کړي، نو تاسو باید د حساب خلاصولو لپاره د انکار سند غوښتنه وکړئ. دا لیک به تاسو ته اجازه درکړي چې د بانک دی فرانس(Banque de France) سره د خپل "حساب خلاصولو حق" ادعا وکړئ.

=> د نورو معلوماتو لپاره: زموږ د معلوماتي فایل لوستلو لپاره دلته کلیک وکړئ "د حساب مستحق کیدو پروسې ته لاسرسی".

او ورپسې څه وکړو؟

تاسو کولی شئ د خپل بانک څخه د تادیې ډیری میتودونو غوښتنه وکړئ، چې په لاندې ډول دي:

د کریډیټ کارت یا بانکي کارت

د بانک کارت ډیری ډولونه شتون لري:

  • د پیسوراباسلو کارت چې دا یوازې تاسو ته اجازه درکوي د ATM ماشینونو څخه پیسې وباسئ ،
  • د ډبټ کارت دا امکان رامینځته کوي چې مستقیم پیرود لپاره پیسې د هغه پیسو سره تادیه کړي چې د مشترې په اوسني حساب کې شتون لري،
  • د کریډیټ کارت دا ممکنه کوي چې په مستقیم ډول د پیرودونکي اوسني حساب څخه د پیسو ایستلو سره یا په کریډیټ یا سمدستي ډیبټ کې د پیرود لپاره تادیه وکړي.

د چک کتابچه

مستقیم ډیبټ یا د پیسو ورکړه چې یو اختیار دی چې پور ورکونکي ته ورکول کیږي ترڅو مستقیم له بانکي حساب څخه ورکړل شوی مقدار پیسي وباسي.

د پیسو لیږد خدمات، له دې لارې تاسو له بانک څخه غواړی چې له یوه حساب څخه بل حساب ته پیسې انتقال کړي.

مهمه یادونه: په یاد ولری چې د بانک اداره کولی شي د پورته زکرشویو خدماتو یا اسنادو ورکول رد کړي پرته له دې چې کوم دلیل وړاندې کړي.

د جاري بانکي حساب له لارې، تاسو کولی شئ د خپل بانک څانګې کاونټر یا ATM کې د پیسو ایستلو سره نغدي پیسې هم ورکړئ.

د "کنګال" کیدو څخه د مخنیوي لپاره (د بیلګې په توګه ستاسو په حساب کې پیسې ختمیدل) موږ تاسو ته مشوره درکوو چې په منظم ډول د مختلفو بانکونو لخوا وړاندیز شوي آنلاین غوښتنلیکونو یا اپلیکیشنونو په کارولو سره خپل حسابونه چیک کړئ.

مهمه یادونه: د ډیرو یا اضافي پیسو ایستل کیدی شي د پام وړ بانکي مصارفو پایله ولري. دا کولی شي ستاسو د چکونه د باطل کیدو لامل هم شي. یو "خراب چیک" کولی شي د بانکدارۍ خدماتو منع کیدو یا بندیزونو پروسې پیل لامل هم شي.

د بانکي حساب بیانات یا معلومات تاسو ته د تیرې میاشتې په جریان کې ستاسود بانکي حساب له لارې شويو ټولو معاملو لکه ( د پیسو ایستل زیرمه، لیږد) څخه خبر درکوي.

د حساب بیانات یا معلومات معمولا د پوست له لارې تاسو لیږل کيږي، ولي تاسو کولی شئ د بریښنالیک له لارې هم د خپل بانکي حساب بیانات او معلومات ترلاسه کړئ که تاسو یې وغواړی.

اړوند موضوعات

د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
fatma bouhejbafatma bouhejbaاډمین
hugo stéphanhugo stéphanاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
omar kokachomar kokachد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
kerriankerrianد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه