مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
روغتیایي معاینات ترسره کړئ
دا څه دي ؟
د روغتیا وقایوې ازموینه (EPS) یوه طبي لیدنه ده چې ستاسو د روغتیایي وضعیت د معلومولو په موخه ترسره کیږي. دا روغتیایی کتنه په بشپړ ډول د ټولنیز امنیت (la Sécurité Sociale) لخوا پوښل شوي.
دا کتنه تاسو ته اجازه درکوي چې د ډاکټرانو، نرسانو او د غاښونو له ډاکټر سره خپل د روغتیا عمومي وضعیت، طبي تعقیب او په روزمره ژوند کې د احتیاطي تدابیرو په اړه خبرې اترې وکړئ. ستاسو د صحي وضعیت سره سم، تاسو کولای شئ د معایناتو نتیجې ته لاس رسی ولرئ.
هر څوک چې د 16 کلونو څخه پورته عمر ولري او د عمومي ټولنیز امنیت بیمې (la Sécurité Sociale) سره ثبت وي، کولای شي د روغتیا وقایوې ازموینې (EPS) څخه ګټه پورته کړي.
که چیرته د ملاقات وخت اخیستل ډیر وخت نیسي او سخته وي، نو تاسو ته د ځانګړو شرایطو لاندې لومړیتوب درکول کیږي، که تاسو (د RSA ګټه اخیستونکي او د پیوستون تکمیلي صحي بیمه ولری، او یا د 16 څخه تر 25 کلونو پورې عمر لری، یا د دندې لټونکي یاست، او یا هغه کسان چې کوم معلولیت ولري ).
څنګه یې وکړو ؟
د ملاقات د وخت اخیستو لپاره تاسو کولی شئ:
- دې شمارې ته زنګ ووهئ 3646
- یا د خپل امیلي (ameli) حساب له لارې د ملاقات غوښتنه وکړئ : په خپل حساب کې د "زما پیغام ځای" « Ma messagerie » برخې ته ورشئ.
تاسو ته به د طبي ازموینو په یوه مرکز کې د ملاقات وخت درکړل شي.
ورسته به تاسو د پوست له لارې د ملاقات د وخت معلومات ترلاسه کړئ:
- د ملاقات خبرتیا لیک (چې د ازموینې په ورځ باید له ځان سره راوړل شي)،
- سوال نامه (کومه چې باید د ازموینې دمخه بشپړه شي او د ازموینې په ورځ باید له ځان سره ولرئ).
ازموینې په سهار کې ترسره کیږي: تاسو باید د ازموینې په ورځ کافي وخت ولری ځکه چې دغه معاینات دوه نیم (2h30 ) ساعته وخت نیسي.
د ملاقات په ورځ ځان حاضر کړئ، وخت او ځای په بلنلیک کې په نښه شوی او له ځان سره لاندې اسناد راوړئ:
- ستاسو بلنلیک ،
- بشپړ شوی پوښتنلیک (سوال نامه) ،
- ستاسو د طبي حقونو سند ( د بیمي کارت (carte vitale) یا CSS سند)
ازموینه په لاندې ډول ترسره کیږي:
- یوه نرسه به له تاسو وغواړي چې د ادرار (تشومتیازو) ازموینه او د وینې معاینه ترسره کړي ،
- د غاښو ډاکټر به ستاسو دغاښونو معاینه وکړي ،
- بیا تاسو ته ګرم څښاک او غذا درکول کیږي ،
- یو ډاکټر به بیا تاسو سره وګوري او ستاسو لخوا بشپړشوی پوښتنلیک به وګورئ او کلینیکي معاینه به ترسره کړئ، لکه (د وینې فشار، د زړه ټکان، سږي، د سترګو معاینه، او نور)
- ډاکټر به بیا تاسو ته ووايي چې ایا تاسو اضافي ازموینو ته اړتیا لرئ او که نه ،
- په نهایت کې ، که اړینه وي ، نرس اضافي معاینات ترسره کوي (د وزن اندازه، قد، که اړتیا وي الیکټروکارډیوگرام (د زړه ګراف)، د تنفسي سیستم معاینه کول ، ستاسو د سترګو لید او د غوږونو معاینه).
ازموینې د طبي محرمیت تابع دي: هیڅ طبي معلومات بلې ادارې او بهرني کس ته نه لیږدول کیږي.
کله چې ستاسو معاینات ختم شي، نرس به تاسو ته معلومات درکړي چې د معایناتو نتایج به تاسو ته څنګه در واستول شي. ډیری وختونه تاسو د معایناتو نتایج د پوست له لارې ترلاسه کوئ او ستاسو ډاکټرته هم لیږل کيږي (که تاسو شخصي ډاکټرلرئ).
او ورپسې څه وکړو؟
تاسو کولی شئ په هرو 5 کلونو کې د دې وړیا طبي معایناتو څخه ګټه واخلئ.
که تاسو ځانګړي طبي څارنې ته اړتیا ولرئ، نو دا به تاسو ته ددې معایناتو په نتیجه کې په ګوته شي.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي