د روزنې (CPF) خپل شخصي حساب وکاروئ

د روزنې (CPF) خپل شخصي حساب وکاروئ

په لنډ ډول
وروستی او تازه معلومات (اپډیت)17 juin 2022

دا څه شی دی؟

د شخصي روزنې اکاونټ (CPF) د یو مقدار هغو پیسو استازیتوب کوي چې تاسو ته د کاري ژوند په اوږدو کې د وړ او تصدیق شویو رسمي روزنو او زده کړو د تمویل لپاره ستاسو په اختیار کې ددې اکاونټ یا حساب له لارې درکول کیږي، حتی کله چې تاسو وزګار هم یاست.

تاسو به هر کال په خپل حساب کې د خپل وضعیت او شرایطو مطابق پیسې ترلاسه کړئ.

د شخصي روزنې حساب (CPF) د هر فعال شخص لپاره جوړ شوی دی:

  • کارمند
  • د یو ازاد مسلک غړی او یا خپل ازاد تجارت او عیاد لرونکي کسان
  • د دندې په لټه کې کسان

یادونه: په یاد ولرئ چې یو لړ غله شتون لري چې کوښښ کوي چې ستاسو د (CPF) له حساب څخه ستاسو کریډیټ یا شته پیسي غلا کړي. ایا تاسو یو ایمیل، ایس ایم ایس او یا داسي چای زنګ وهلی او تاسو ته یې ستاسو د روزنې اکونټ له لارې د وړیا زده کړو واړندیز کړی؟ دغه ډول کسانو ته ځواب مه ورکوئ او تلیفون پرې بند وئ. د روزنې اکونټ (CPF) اړوند هیڅ دولتي چارواکي د تلیفون له لارې تماس نه نیسي.

هیڅکله خپل د CPF کوډ (کارن نوم او رمز) او دبیمي شماره چا ته مه ورکوئ. تاسو باید خپل حساب په تنهای او احتیاط سره خلاص کړئ. که داسې ونه کړئ نو ستاسو د روزنې حقونه غلا کیدی شي!

که چیرې تاسو ددغه ډول درغلیو قرباني شوی یاست او معلومات مو غلا شوی وي، تاسو کولای شئ اقدام وکړئ (د دې پاڼې په پای کې وروستی ګام وګورئ).

د خپلې روزنې حساب کارولو لپاره، تاسو باید لاندې رسمي ویب پاڼې ته لاړشئ:

moncompteformation.gouv.fr.

یادونه: تاسو کولی شئ په خپل ګرځنده تلیفون کې د "زما روزنې حساب" « Mon compte formation » غوښتنلیک (د آپیل اسټور AppleStore یا پلي سټور PlayStore څخه) ډاونلوډ کړئ.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

موقع

ټوله فرانسه

څنګه وکړو؟

1

خپل حساب آنلاین جوړ کړئ

که غواړی چې په یو روزنیز پروګرام کې نوم لیکنه وکړئ، نو تاسو باید خپل د روزنې حساب CPF ته لاسرسي او دخپل حق (پیسو) مقدار معلومولو کړئ، ددې کار ترسره کولو لپاره، دلته لاړشئ.

تاسو کولی شئ دلته خپل حساب جوړ کړئ .

خپله د ټولنیز امنیت شمیره چمتو کړئ (13 عدده شمیره چې د نارینه وو لپاره په "1" او د ښځو لپاره په "2" سره پیل کیږي).

2

روزنه ومومئ

یوځل چې ستاسو حساب جوړشي، تاسو کولی شئ د روزنې لپاره تاسو ته تخصیص شویو مصارفو اندازه وګورئ او بیا د یو روزنېزپروګرام لټون وکړئ.

ښه پوهیدل: د مسلکي او کاري فعالیت د کال په جریان کې ترلاسه شوي روزنې حقونه (مالې مرسته) د راتلونکي کال د لومړي سمستر په جریان کې د اعتبار وړ او استفاده ځینې کولای شئ.

د روزنې د لټون لپاره دې انټرنټي پاڼې ته لاړ شئ.

تاسو کولی شئ د یوه مسلکې مشاور څخه د خپلو اړتیاو مطابق د سمې روزنې په غوره کولو کې مرسته هم وغواړئ. هغه به په وړیا توګه ستاسو ملاتړ کوي، ترڅو ستاسو د مسلکي وضعیت په بهترې او وده کې مرسته وکړي.

د مشاور موندلو لپاره، دلته لاړشئ.

ښه پوهیدل: تاسو کولی شئ د موټر چلولو جواز (لایسنس) د تمویل لپاره خپل CPF وکاروئ (جواز B). د جواز ترلاسه کول باید ستاسو په مسلکي پروژې کې له تاسو سره مرسته وکړي.

3

د روزنې لپاره نوم لیکنه وکړئ

کله چې تاسو د روزنې یو پروګرام ومومئ، نو تاسو کولای شې د نوموړی روزنیز پروګرام په صفحه کې خپل ځان ثبت (راجستر) کړئ.

ښه پوهیدل: د روزنیز پروګرام لپاره د نوم لیکنې په اړه د مرستې په موخه دلته کلیک وکړئ او مرسته ترلاسه کړئ.

له نوم لیکنې ورسته به د روزنېز پروګرام د ادارې لخوا (مثبت یا منفي) ځواب ترلاسه کړئ.

ښه پوهیدل: که ستاسو د CPF اندازه (شته پيسي) د روزنې د مصارفو لپاره کافی نه وي، تاسو بیا هم کولای شئ نوم لیکنه وکړئ او د مصارفو توپیر باید خپله تادیه کړئ. همدارنګه، تاسو کولی شئ د یوه مسلکي مشاور څخه وړیا مرسته وغواړئ او یا هم له خپل کار ګمارونکي سره اړیکه ونیسئ.

او وروسته؟

دوسیه منل شوي

که ستاسو دوسیه د روزنېزپرګرام د ادارې لخوا تایید شي، نو د روزنې د پیل نیټې په اړه به له تاسو سره اړیکه ونیسئ.

د روزنې په پای کې به تاسو د روزنې ارزولو فرصت ولرئ.

خپله روزنه لغوه کول

که ستاسو دوسیه منل شوی وي او غواړئ خپله روزنه لغوه یا ودره وئ، د دلیل پراساس،نو کیدای شي چې د ورکړشویو مصارفو یوه برخه یا ستاسو د CPF ټولې پیسې وګرځوي، مطابق د هغه دلیل چې تاسو یې په اساس خپلې زده کړي درولی یا لغوه کړي.

ښه پوهیدل: تاسو کولی شئ دلته کلیک کولو سره د روزنیزپروګرام د منسوخی یا درولو د شرایطو په اړه نور معلومات ومومئ.

که تاسو فکر کوئ چې تاسو درغلي شوي یاست

تاسو د درغلۍ قرباني شوې یاست که چیرې:

  • تاسو پرته له دې چې پوه شئ د روزنې لپاره راجستر یا ثبت شوي یاست؛
  • تاسو نور نشئ کولی خپل حساب ته ننوځئ او فکر کوئ چې تاسو هک شوي یاست؛
  • تاسو خپل هویت او د ټولنیز امنیت شمیره یو شکمن سازمان ته ورکړی.

دا فورمه ډکه کړئ او لاندې پتې ته یې د بریښنالیک په لیږلو سره یې د خپل غوښکتنلیک سره ضمیمه کړئ: dfp_mcf_gestion_signalement@caissedesdepots.fr

د اړوندو خدماتو لخوا ځواب ته د انتظار په وخت کې، تاسو کولی شئ یو څو احتیاطي تدابیر ونیسئ:

  • سمدلاسه خپل پټنوم (پاس ورډ) بدل کړئ که تاسو لاهم خپل حساب ته لاسرسی لری. په نورو سایټونو کې چې تاسو ورته پاسورډ کارولی وي، تبدیلول مه هیروئ؛
  • ستاسو د روزنې حساب کې موجود معلومات وګورئ او خپل شخصي معلومات (بریښنالیک، تلیفون، او نور) او ستاسو د روزنې دوسیه وګورئ؛
  • ټول هغه شواهد وساتئ چې تاسو یې لرئ (د روزنې کورس نوم، د روزنې سازمان نوم، پوستي پته، بریښنالیک پته، د تلیفون شمیره، د روزنې قراردادونه، او نور)؛
  • د مشورې لپاره د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو درغلۍ پلیټ فارم سره اړیکه ونیسئ : 0 805 805 817 (وړیا شمیره).دا سرویس د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 9 بجو څخه د ماښام تر 6:30 بجو پورې خلاص وي.
  • شکایت ثبت کړئ
  • که تاسو د درغلۍ قرباني شوي یاست، د پولیسو سټیشن یا د جندرمیري لوا ته شکایت وکړئ یا د قضایي محکمې عامه څارنوال سره په لیکلي ډول شکایت وکړئ چې تاسو پرې تکیه کوئ ، ټول هغه شواهد چې تاسو یې لرئ.

یادونه: تاسو کولی شئ په دې پروسه کې د فرانسې د قربانیانو د اتحادیې لخوا په 116006(وړیا تلیفون کول او خدمت) کې د عدلیې وزارت د قربانیانو مرستې شمیرې له لارې وړیا مرسته ترلاسه کړئ. دا خدمات په اونۍ کې 7 ورځې د سهار له 9 بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې د لاس رسې وړ دي.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
66 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible