Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د زیږون یا تولد سند ترلاسه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي Ofpra ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 9 jours

د زیږون سند د انفرادي مدني حالت سند (هویت او کورنۍ وضعیت) دی چې لاندې معلومات پکې ثبت شوي وي:

  • کورنۍ نوم یا تخلص،
  • لومړی نوم،
  • د زیږون نیټه او ځای،
  • د مور او پلار نومونه او د زیږون نیټې.

اوفپرا د کډوالو، بې وطنه اشخاصو او د فرعي محافظت ګټه اخیستونکو لپاره د مدني حالت ډیری اسناد چمتو کوي: د زیږون سند، د واده سند او د کورنۍ د ثبت کتابچه .

د اوفپرا لخوا صادر شوی د زیږون سند یو مستند (رسمي) سند دی چې د ځینو اداري پروسیجرونو او کړنلارو لپاره اړین دی (واده، فرانسوي تابعیت...).

یادونه: د زیږون سند د پای نیټه نلري؛ دا د ټول ژوند لپاره اعتبار لري.
خو د واده یا مدني ملګرتیا (Pacs) لپاره، تاسو باید د خپل زیږون سند یوه کاپي چې له دریو میاشتو څخه کم عمر ولري (چې د اوفپرا لخوا له دریو میاشتو څخه کم وخت دمخه لیږل شوی وي) وړاندې کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د اوفپرا یا سیندیا څخه د مثبت ځواب وروسته، اوفپرا ستاسو د شخصي وضعیت تثبیت کوي، لکه د زېږون نېټه او ځای، د مور او پلار نومونه او د زېږون نېټې. د دې معلوماتو پر بنسټ افپرا ستاسو د زېږون سند جوړوي.

اوفپرا ټول هغه معلومات او اسناد کاروي چې د پناه غوښتنې له ثبتولو راهیسې ورته لېږل شوي وي، لکه:

  • ستاسو د اصلي هېواد اسناد، که تاسو یې ولرئ
  • هغه معلومات او څرګندونې چې تاسو د پناه غوښتنې د مرکې پر مهال وړاندې کړي وي
  • د پناه غوښتنې فورمه
  • او نور اړوند اسناد او معلومات.
مهم معلومات: اوفپرا ممکن ستاسو د هویت د تایید لپاره د بریښنالیک یا پوسټ له لارې له تاسو څخه د اضافي معلوماتو غوښتنه وکړي.
که تاسو خپله پوستي پته، د تلیفون شمیره، یا د بریښنالیک پته بدله کړې وي، نو د پیغامونو ترلاسه کولو لپاره اوفپرا ته د خپلو نوېو شخصې معلوماتو په اړه خبر ورکړئ.

هرڅه د Refugees.info معلوماتي پاڼه کې تشریح شوي: " د اړیکو د جزئیاتو د بدلون په اړه OFPRA ته خبر ورکول "
یادونه: د زیږون سند بیا جوړول وخت نیسي : د پناه غوښتنې غوښتنلیک یا بې تابعیته حالت ته د مثبت ځواب څخه نږدې 10 میاشتې.

د اسنادو د ژر ترلاسه کولو لپاره دا اړینه نه ده چې په شخصي توګه اوفپرا ته راشئ، برېښنالیک واستوئ یا زنګ ووهئ.

هرڅه د Refugees.info پاڼې کې تشریح شوي دي " معلوم کړئ چې ایا مدني راجسټریشن د OFPRA لخوا اداره کیږي "

کله چې ستاسو د زیږون سند جوړ شي، تاسو کولی شئ د ځان لپاره یا ستاسو د کورنۍ د کوم غړي (ښځه یا میړه، والدین، ماشومان) لپاره د زیږون سند یوه کاپي په مستقیم ډول د اوفپرا ویب پاڼه کې غوښتنه وکړئ.

مهم معلومات: د فرانسې په یوه ښار کې د زیږیدلي ماشوم د زیږون سند په مستقیم ډول د هغه ښار په ښاروالۍ کې ترلاسه کیدای شي چیرې ماشوم زیږیدلی وي؛ اوفپرا په دې کې کوم مسؤولیت نه لري.

د زیږون سند یوه کاپي وغواړئ

۱ - د سند غوښتنه پاڼې ته لاړ شئ

۲ - "د زیږون سند" او "راتلونکی" غوره کړئ

۳ - "زه" یا "زما په کورنۍ کې څوک" او "راتلونکی" غوره کړئ.

۴ - معلومات بشپړ کړئ او "ورپسې" "Suivant" کلیک وکړئ.

یادونه: تاسو د خپل اوفپرا د دوسیې نمبر ته اړتیا لرئ.
دا د XX-XX-XXXXX ډوله 9 عددي شمیره ده چې د اوفپرا لخوا لیږل شوي هر لیک په پورتنۍ چپ کونج کې لیکل شوې ده.

د مور او پلار د معلوماتو پرته (د مور او پلار په اړه د جزئیاتو نه شتون) په صورت کې د سند غوښتنې کولو لپاره تاسو باید یو لیک ولیکئ او دې پتې ته یې واستوئ:

اوفپرا
Ofpra
201 rue Carnot
94136 Fontenay-sous-Bois

له یاده مه باسئ چې د لیک لیږلو دمخه د هغې یوه کاپي واخلئ.

مهم معلومات: د خپل غوښتنلیک له ثبتولو وروسته، تاسو به د تعقیب شمیره ترلاسه کړئ : تاسو باید دا وساتئ ترڅو پوه شئ چې ستاسو غوښتنلیک څنګه پرمختګ کوي.

او ورپسې څه وکړو؟

1 - د کډوالو یا خوندي کسانو لپاره د پروسیجرونو پاڼې ته لاړ شئ

2 - د پاڼې په پای کې، "زما غوښتنلیک آنلاین تعقیب کړئ" کې، د تعقیب شمیره دننه کړئ (د غوښتنلیک وروسته سمدلاسه د بریښنالیک له لارې ترلاسه کیږي)

3 - "تعقیب" "Suivre" کلیک وکړئ.

د غوښتنلیک له سپارلو وروسته، تاسو به د اوفپرا څخه یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.
څو ممکنه ځوابونه ترلاسه کول :

  • " ستاسو سند لیږل شوی دی ": تاسو به د خپل زیږون سند یوه کاپي د پوستې له لارې په هغه پوستي پته ترلاسه کړئ چې تاسو ورکړئ دی ( تاسو باید نږدې 10 ورځې انتظار وکړئ).
  • " لومړی سند لا نه دی صادر شوی ": اوفپرا لا تر اوسه ستاسو د زیږون لومړی سند نه دی صادر کړی (د پناه غوښتنې یا بې تابعیته حالت ته د مثبت ځواب څخه نږدې 10 میاشتې وخت نیسي).
  • " د اوفپرا سره اړیکه ونیسئ ": تاسو باید د خپل زیږون سند د یو لیک له لارې وغواړئ او دې پتې ته یې واستوئ:

اوفپرا
Ofpra
201 rue Carnot
94136 Fontenay-sous-Bois

په لیک کې د خپل اوفپرا د دوسیې شمیره لیکل مه هیروئ. دا د XX-XX-XXXXX په بڼه کې د 9 عددي شمیره ده چې د اوفپرا لخوا لیږل شوي هر لیک په پورتنۍ چپ کونج کې لیکل شوې ده.
له یاده مه باسئ چې د لیک لیږلو دمخه د هغې یوه کاپي واخلئ.

که ستاسو د زېږون په سند کې کومه تېروتنه یا کوم معلومات له پامه غورځول شوي او هیر شوي وي، د مدني حالت د معلوماتو د سمون او اصلاح غوښتنه امکان لري.

مخکې له دې چې د معلوماتو د اصلاح غوښتنه وکړئ، مهمه ده چې د اوفپرا هغه لیک چې ستاسو د زېږون له سند سره یوځای درلېږل شوی، په دقت سره ولولئ. په دغه لیک کې د هغو معلوماتو په اړه توضیحات ورکړل شوي چې اوفپرا ستاسو د مدني حالت د ثبت لپاره کارولي دي.

د تېروتنې د ډول له مخې، باید د پاریس د قضايي محکمې (Tribunal judiciaire de Paris) یا له اوفپرا سره اړیکه ونیول شي. د مدني حالت د معلوماتو د اصلاح د غوښتنې د څېړلو موده څو میاشتې وخت نیسي.

مهم معلومات: - که چیرې تېروتنه د استوګنې په کارت کې وي او د زیږون سند سره توپیر ولري، نو پریفیکتور باید د استوګنې کارت اصلاح کړي، له اوفپرا سره اړیکې نیولو ته اړتیا نشته.
- که چیرې تېروتنه په فرانسه کې د زیږيدلي ماشوم د زیږون په سند کې وي، نو د هغه د زیږون ښار ښاروالۍ باید د زیږون سند اصلاح کړي، له اوفپرا سره اړیکې نیولو ته اړتیا نشته.

د Refugee.info په دې معلوماتي پاڼه کې هرڅه تشریح شوي دي: " د مدني حالت ریکارډونو کې د غلطۍ د اصلاح غوښتنه کول "

مهم معلومات: که تاسو د خپل لومړي زیږون سند سره یو ځاید «معادلي سند (attestation d’équivalence)» ترلاسه کړی وي، باید دا سند وساتئ او یوه کاپي ترې واخلئ.
دا سند د پناه غوښتنې غوښتنلیک څخه دمخه په فرانسه کې ستاسو د هویت او د OFPRA لخوا صادر شوي مدني حالت سند ترمنځ د توپیر ثبوت دی.

20 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • Jérémie G.اډمین
  • xavidumاډمین
  • Aceاډمین
  • claudia mاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • marina bondarenkoد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
  • rashaد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • aman expertد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • cm_ofpraایډیټر او کره کتونکی
  • modernisation_protectionایډیټر او کره کتونکی
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه

Liens utiles