Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د کار قانون په اړه مالومات او پوهاوی ترلاسه کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د کار قانون په فرانسه کې د کارګرانو ټول حقونه او دندې اداره کوي.

دا قانون لاندې مطالب تاسو ته در پیژني:

  • د کارموندنې قرارداد مختلف ډولونه او د هغوی د لغوه کولو شرایط،
  • د کاري وخت، معاش، رخصتۍ، تقاعد، او نورو مواردو په اړه مقررات.

د کار کوډ د لاسرسي وړ دی او په انټرنیټ کې وړیا د لاس رسي وړ دی: د کار کوډ

څنګه یې وکړو ؟

  • معاش : په 2021 کې، لږترلږه معاش 10.25 یورو په یوه ساعت کې مقرر شوی (د لږ تر لږه SMIC ناخالص معاش).
  • د کار وخت : قانوني کاري وخت په اونۍ کې 35 ساعته دی. د اضافي وخت هر ساعت باید تادیه شي. په ځینو قراردادونو کې، دا موده کیدای شي 39 ساعته په یوه اونۍ کې ورسیږي. په دې حالت کې، کارګر د RTT حق لري.
  • د تقاعد عمر : د 62 او 67 کلونو ترمنځ تعیین شوی.
  • رخصتۍ : د رخصتیو قانوني شمیره په کاري میاشت کې 2.5 ورځې ټاکل شوی.

لارښوونې

  • کاري ساعتونه: کاري ساعتونو ته باید درناوی وشي، او هر ډول غیري حاضري باید توجیه شي. د ناروغۍ په صورت کې، یو طبي سند باید صاحب د کار ته وسپارل شي.
  • د مهانه معاش یا پيسو ترلاسه کولو رسیدونه: دا مهمه ده چې ستاسو ټول تادیات یا د مهانه معاشاتو رسیدونه وساتئ. دا د هغه فعالیت ثبوت دی چې په ټول ژوند کې تمرین شوي او د تقاعد محاسبه کولو په وخت کې اړین دي.
  • تبعیض: "د خلکو ترمنځ توپیر د دوی د اصليت، د دوی جنس، د دوی د کورنۍ وضعیت، د امیندوارۍ، د دوی فزیکي بڼه، د دوی تخلص، د دوی روغتیا حالت، د دوی معلولیت، د دوی د جینیاتي ځانګړتیاوو، د هغوی اخلاقو، د دوی جنسي تمایل، د دوی عمر، د دوی سیاسي نظرونه، د دوی د اتحادیې فعالیتونه، د دوی غړیتوب یا غیر غړیتوب، ریښتینی یا فرض شوی، د یوې توکم، قوم، نژاد یا مذهب ==> دا ټول منع دي!

په فرانسه کې، د کارګرانو څو کټګورۍ شتون لري. د کټګوریو پورې اړه لري، مقررات ممکن توپیر ولري (د استخدام قرارداد، د کارمندانو او په کار ګمارونکو یا صاحب د کار حقوق او مسؤولیتونه).

دلته ځینې مثالونه ورکول کیږي:

  • زده کونکي: دوی په یو وخت کې هم زده کونکي او کارکونکی دي، دوی د CFA (د زده کونکو لپاره د روزنې مرکز) او په یوه شرکت کې د کار د اوونیو ترمنځ د اونیو روزنې ترمنځ بدیل دی. دوی د کار قرارداد (د زده کړې قرارداد) او معاش لري.
  • هنرمندان : دوی یو لاسي دنده ترسره کوي او د خپل کار خپله خاوندان دي (د بیلګې په توګه: نانوایي، رنګمال، موچي، سلمان). د کار کولو لپاره، وړ کسبګر باید CAP (یا مساوي ډیپلوما) ولري یا لږترلږه په خپله ساحه کې 6 کلنه مسلکي تجربه ولري.
  • سوداګر : دوی باید د خپل سوداګرۍ د تنظیم کولو لپاره ځای ولري (دوکان، په بازار کې پلورنځی، د خپل کاري نقلي وسیلي یا موټر لپاره د ځای لرل، او داسې نور). دوی کولی شي د یوې پیژندل شوي سوداګریزې یا شرکت لپاره کار وکړي؛ په دې حالت کې، دوی باید یو فرنچائز یا نمایندګي واخلي.
  • کروندګر : د "کروندګر" په نوم هم یادیږي، دوی خپل مالکان دي. دوی خپلې ځمکې یا فارمونه لري یا یې کرایه کوي.
  • ملکي مامورین : دوی د سیالۍ له لارې استخدام کیږي، د دندې خوندیتوب لري او د ملکي خدماتو مقرراتو تابع دي. د دوی د مطالعې کچې پورې اړه لري، دوی په 3 کټګوریو ویشل شوي دي: کټګورۍ A (bac + 3 کچه)، کټګورۍ B (bac کچه) او کټګورۍ C (CAP کچه). د دوی معاش د دوی د وړتیا یا زده کړو کچې او کاري حیثت پورې اړه لري. د ملکي مامور کیدو لپاره، تاسو باید د فرانسوي یا اروپا تابعیت ولرئ. له بلې خوا، دا ممکنه ده چې په ملکي خدماتو کې د فرانسوي تابعیت پرته د "قراردادي کارکونکي" په توګه کار وکړي. د شغل بېلګي:
  • کارمندان : دوی د عامه (دولت، محلي چارواکو، او نور) یا خصوصي (شرکتونو) کارګمارونکي لپاره کار کوي. دوی د کار په کوډ پورې اړه لري، دوی د کارموندنې قرارداد لري چې د کار ګمارونکي سره پای ته رسیدلی وي کوم چې ترسره شوي ماموریتونه، معاش، د کار وخت تعریفوي.
  • لنډمهاله کارمندان: دوی د لنډمهاله کارموندنې ادارې لپاره کار کوي او دوی په شرکتونو کې لنډمهاله دندې ترسره کوي، یا د غیر حاضر کارکوونکو په بدل یا د شرکت بیړنۍ غوښتنې په وخت کې کار کوي. دوی د کار قرارداد لري چې د لنډمهاله ادارې (intérim) سره ترسره شوی او د ادارې لخوا معاش ورکول کیږي. ماموریتونه ځینې وختونه په یو شرکت کې د دایمي استخدام یا دایمي تړون د اخیستلو امکان هم لري.
  • موسمي کارکونکي : د دوی قرارداد د فصل یا نیټې څخه تر نیټې پورې د اعظمي حد د 8 میاشتو لپاره پای ته رسیږي. د مسلکونو مثالونه: د میوو شکول، د حاصلاتو راټولول، په غرونو او سفرنو کې د سیلانیانو لارښود، د سکي ښوونکي، او نور.

دا هم امکان لري چې یو فعالیت د دوه نورو جلا جلا حالتونو لاندې ترسره کړئ:

  • ستاج ترسره کونکي: د روزونکي، کوربه سازمان (شرکتونو، اتحادیو، او نور) او تعلیمي تاسیساتو (ښوونځي، پوهنتون، او نور) ترمنځ یو "درې اړخیز" تړون لاسلیک کیږي. که چیرې د انٹرنشپ یا ستاج موده له 2 میاشتو څخه زیاته وي (د ورته کال په جریان کې په پرله پسې ډول وي او یا هم نه وي )، ستاج کونکی هره میاشت بونس ترلاسه کوي یا تشویق کیږي.
  • رضاکاران/داوطلبان : داوطلب خپل وخت، خپل مهارتونه او خپله تجربه د بل شخص یا سازمان (ټولنې) په اختیار کې اچوي. هغه ته پیسې نه ورکول کیږي مګر هغه د هغه د فعالیت پورې اړوند ځینې لګښتونو (د سفر لګښتونه، مواد، او نور) لپاره تادیه کیدی شي. داوطلب د بشپړ وخت، ټاکلې مودې قرارداد لري. هغوی د عمومي ګټو په ماموریت کې ښکیل دی او د خپل کار په مقابل کې پیسې ترلاسه کوي.

ټول کارګران باید د کارموندنې قرارداد ولري چې د دوی د فعالیت ثبوت وي او د دوی حقونه تضمینوي. دا قرارداد د کارمند ماموریت بیانوي او د کارمند لخوا د هر ډول ناوړه ګټه اخیستنې څخه مخنیوی کوي. د قوانینو پر بنسټ، مختلف قراردادونه شتون لري:

  • د زده کړې یا مسلکي کیدو قرارداد: دا په یوه شرکت کې د روزنې او کار تر منځ د کار او زده کړې (الترنانس) قرارداد دی. دا کولی شي د CDD یا CDI بڼه یا حیثیت ولري.
  • د ځانګړې ادغام قرارداد (CUI) : دا په اصل کې د هغو کسانو لپاره دې چې ستونزو سره مخ وي.
  • لنډمهاله کاري قرارداد (CTT) یا لنډمهاله : دا په حقیقت کې دوه قراردادونه دي: یو تړون چې د شرکت خاوند سره ترسره شوی وي او یو قرارداد چې د لنډمهاله کار یا لنډمهاله ادارې سره پای ته رسیدلی وي. قراردادونه د هرې نوې دندې یا ماموریت سره نوي کیږي.
  • د ثابتې مودې قرارداد (CDD) : دا د زیات نه زیات 18 میاشتو مودې لپاره دی او په تړون کې باید د تړون د پای نیټه ذکر شوې وي.
  • دایمي قرارداد (CDI) : دا د استخدام موده نه مشخص کوي او ترټولو باثباته قرارداد دی.

او ورپسې څه وکړو؟

خپل د کار قرارداد ختمولو لپاره ډیری لارې شتون لري:

قرارداد د یوې ټاکلې مودې لپاره دی او په طبیعي توګه پای ته رسیږي، د قرارداد پای ته رسیدو نیټه ==> کارګر د بیکارۍ ګټه یا مالي مرسته ترلاسه کوي.

استعفی : د امتحاني دورې څخه بهر، استعفا ممکنه ده که چیرې دا د کارمند سره په موافقت کې ترسره شي یا که دا د کارمند د ناتوانۍ سره تړاو ولري ==> په دغه صورت کې کارکونکی د بیکارۍ ګټه یا شوماج نه ترلاسه کوي، یوازي په هغه صورت کې که چیرې د خبرتیا موده شتون ونلري یا که چیرې کارګر د دې توان نه درلود چې خپله ټوله رخصتي واخلي.

د تړون لغوه کول: دا د کارمند او کار ګمارونکي ترمنځ د یو ازاد تړون ته وايي ==> کارګر د شرایطو لاندې د بیکارۍ ګټه ترلاسه کوي.

ګوښه کول: کار ګمارونکی یا صاحب د کار په یوازې ډول قرارداد فسخ کوي ==> کله چې ګوښه کول یا د له کارڅخه سړل د انضباطي او کاري قوانینو څخه د سرغړوني سره تړاو لري، کارګر د بیکارۍ جبران یا مالي مرسته نه ترلاسه کوي. له بلې خوا، که ګوښه کول اقتصادي یا شخصي لامل وي، کارګر مالي خساره ترلاسه کوي.

د هر قرارداد په پای کې کارګر لاندې اسناد ترلاسه کوي:

  • د کار سند
  • د کار موندنې مرکز Pôle Emploi لپاره یو سند
  • د بشپړ تادیې لپاره رسید
د پاڼې سر

20 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
khedrakikhedrakiد صفحي پورته برخه
utilisateur_50685950utilisateur_50685950ایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_91411775utilisateur_91411775ایډیټر او کره کتونکی
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
valentynavalentynaد صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_35099322utilisateur_35099322ایډیټر او کره کتونکی
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
utilisateur_93887086utilisateur_93887086ایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_2134382utilisateur_2134382ایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
mariamariaد صفحي پورته برخه
relorefrelorefایډیټر او کره کتونکی
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه