د خپل عایداتو مالیه ورکړئ

د خپل عایداتو مالیه ورکړئ

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)4 nov. 2022

دا څه شی دی؟

د عایداتو مالیه د دولت د ځانګړو لګښتونو د تمویل لپاره کارول کیږي، سیمه ایزو چارو کې، لکه تعلیم، روغتونونه، د بیکارۍ تعویض، تقاعد، ډاکټرانو مصارف، درمل، ټولنیز کورونه، او داسي نور.

ټول هغه خلک چې په فرانسه کې میشت دي کولی شي د ترلاسه شویو پیسو او عایداتو په مقابل کې لکه (تنخواګانو، د بیکارۍ ګټې، او نور) سره سم حساب شوي مالیه ورکړي، .

یاودونه: - مالیه د یو کس یا د مالیې ورکوني کورنۍ لخوا تادیه کیږي (ډیری خلک چې یوځای ژوند کوي او ورته مالیه لري لکه کورنۍ یا واده شوې یا یوځای ژوند کونکي (PACSé) جوړه).
- هغه شخص یا کورنۍ چې مالیه ورکوي "د مالیې وړ" ده.
- هغه شخص یا کورنۍ چې مالیه نه ورکوي "غیر مالیه" (کم عاید یا ځانګړي حالت) دی.

د 2019 راهیسې مالیه "د سرچینو یا عایداتو څخه مخکي له مخي اخیستل" کیږي : دا پدې مانا ده چې دا په مستقیم ډول ستاسو د عاید څخه مخکې له مخکي مجرا کیږي، مخکې له دې نه چې ستاسو بانکي حساب ته ستاسو معاش تادیه شي،
ولي په هر صورت تاسو باید هر کال د خپلو مالي وضعیت په اړه د مالي اخیستني اداري ته راپور ورکړئ .

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله

څنګه وکړو؟

1

د مالیاتو د ثبتولو بهیر او مهالویش په اړه ځان خبرول

د دې لپاره چې د مالیې اداره پوه شي چې څومره مالیه له تاسو واخلي، تاسو باید خپل عایدات دوی ته واستوئ، دا په دې مانا ده چې تاسو خپل آمدن "اعلان" وی.

د 18 کلنۍ څخه، که تاسو د خپل مور او پلار د مالیې د ورکړي اسنادو سره تړاو نه لرئ او ثبت نه یاست، نو تاسو باید هر کال د مالیې د بیرته ستنیدني فورمه بشپړه کړئ حتی که تاسو لږ یا هیڅ عاید ترلاسه کړی هم نه وي.

تاسو باید د هر مالي کال لپاره د کورنې په سر یوازې یو عاید مالیه بیرته ورکړئ یا اعلان کړئ: که تاسو واده کړی وي او یا انحصاري ماشومان لرئ په دې مانا چې د ماشومانو سرپرستي تاسو کوی، د کورنۍ د ټولو غړو عاید په ورته اعلامیه کې په پام کې نیول کیږي او معلومات یې ورکول کیږي.

یادونه: که چیرته تاسو زده کړې کوئ، تر 25 کلنۍ پورې، تاسو کولی شئ د خپل مور او پلار د مالي د ورکړي اسنادو کې ثبت او وصل شئ.

مهال ویش په لاندې ډول دی:

  • په هر پسرلي کې، تاسو د تیر کال عاید اعلان وی. دا اعلامیه دا ممکنه کوي چې د مالیې وروستۍ اندازه محاسبه کړي چې د تیر کال لپاره باید تادیه شي.
  • په دوبي کې، تاسو د عایداتو په اړه د خپلو "مالیاتو خبرتیا" "avis d’impôt" ترلاسه کوئ. دا د تیر کال څخه ستاسو د عایداتو مالیې مقدار "منظم کولو" "régularisation" سره مطابقت لري. ستاسو مالیه ممکن ډیره لوړه وي. په دې حالت کې، ستاسو د مالي د خبرتیا په پاڼه کې چې د مالي ادارې لخوا ترلاسه کړی، یوه اندازه پیسي به تاسو ته د ښودل شوې نیټې سره په اوتومات ډول بیرته درکړل شي. که چیرته کمه مالیه ورکړشوي وي نو په هغه صورت کې تاسو باید یوه اندازه پیسي یا باقي مانده مالیه چې هغه هم په اوتومات ډول بیرته اخیستل کیږي بیرته ورکړئ.
2

خپل عایدات اعلان کړئ

د مالي ورکړي راپور او اجراآت باید آنلاین ترسره شي.

یادونه: تاسو کولی شئ اعالمیه یوازې په کاغذ کې ډکه کړئ او واستوئ که چیرې تاسو په کور کې انټرنیټ نلرئ یا که تاسو نشئ کولی داسې ځای ته سفر وکړئ چې د انټرنیټ سره وصل شوي کمپیوټر سره. تاسو سند د اپریل په میاشت کې د بریښنالیک له لارې ترلاسه کوئ. که تاسو هیڅ شی ندی ترلاسه کړی او دا ستاسو لومړی راپور دی، تاسو کولی شئ فورمه دلته ډاونلوډ کړئ .

که دا لومړی ځل وي چې تاسو خپل عاید اعلان کوئ:

  • تاسو باید دلته د مالیې په سایټ کې د "مالیې شمیره" لپاره غوښتنه وکړئ. دا د مالیې شمیره ستاسو د پیژندلو لپاره شخصي شمیره ده.
  • په لاندې برخه کلیک وکړئ :
    - تاسو یو فرد یاست،
    - ستاسو غوښتنه ستاسو شخصي ځای یا اکونټ او ستاسو آنلاین خدماتو ته د لاسرسي اړوند ده،
    - د خپل ځانګړي ځای رامینځته کولو لپاره د ستونزو په اړه،
    - زه د مالیې شمیره نلرم.

که تاسو دمخه خپل عاید اعلان کړی وي:

  • تاسو باید د خپل مالیې شمیرې یا د فرانس کنیکټ حساب په کارولو سره impots.gouv.fr سره وصل شئ او غوښتل شوي معلومات ډک کړئ.

>> د نورو مالوماتو لپاره: د Refugees.info پاڼه " له فرانسې سره د سایټ سره نښلول " هم ولولئ

  • اعالمیه عموما دمخه ډکه شوې وي، د دې معنی دا ده چې شرکتونه، لنډمهاله کاري ادارې، پول کارمند، او داسې نور مخکې له مخکې معلومات مستقیم د مالیې څانګې ته لیږلي دي.
    وګورئ چې هرڅه سم دي: د کارمندانو او لنډمهاله کارمندانو لپاره، د تیر کال دسمبر (د کال پای ته رسیدو) لپاره د تادیاتو سلیپ یا پاڼې په پای کې د "خالصي مالیې وړ مقدار" وګورئ.
    که نورو مالوماتو ته ضرورت وي هغه مالومات اضافه کړئ که چیرې د اداري لخوا نوي ورکړ شوي.
3

د خپلو عایداتو خبرتیا یا اعلامیه په خپل وخت وسپارئ

د اړونده اسنادو د بیرته لیږلو نیټه هر کال توپیرکوي - معمولا د می په پای یا د جون په پیل کې ترسره کیږي. تاسو به په دې اړه په آنلاین بڼه او د رسنیو له لارې خبرتیا ترلاسه کړی. تاسو به د کاغذې اعلامې په پرتله د آنلاین یا انټرنټ له لارې د اعلامې ترسره کولو په صورت کې اضافي وخت ولری. ډا پدې مانا ده چې د انټرنټ له لارې د فورمې لیږلو وخت زیات وي.

نوټ: که تاسو خپل عایدات ناوخته اعلان کړئ تاسو د جریمې تادیه کولو خطر لرئ!

4

خپل د مالیاتو خبرتیا ترلاسه کړئ

تاسو به د بریښنالیک له لارې د مالي اسناد ترلاسه کړئ (که تاسو اعالمیه په کاغذ کې لیږلې وي، یا ستاسو په شخصي ځای کې که تاسو په انټرنیټ کې اعالمیه کړې وي) یو ډیر مهم سند چې د "مالیې خبرتیا" نومیږي.

تاسو باید دا ډاونلوډ کړئ او له ځان سره یې وساتئ، حتی که تاسو مالیه نه وي ورکړې.
ډیری ادارې دا سند د ګامونو اخیستلو لپاره کاروي (د کاف CAF څخه د مرستې لپاره، د ټولنیز کور ترلاسه کولو لپاره، او داسي نور).

5

زه خپله مالیه ورکوم

د کال په اوږدو کې، د عایداتو مالیه به مستقیم د میاشتني معاش یا تنخا څخه کمیږي. مقدار د پیسو یا مهانه تنخا په سلیپ یا رسید کې ښودل شوی وي.

یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، یوازې د عایداتو مالیه په سرچینه کې کمیږي، د نورو مالیاتو لکه د کور مالیې لپاره، تاسو د دې لګښت د تادیه کولو لپاره یوه وروستۍ نیټه لری چې (د مالیې په خبرتیا کې ورته اشاره شوې وي).

او وروسته؟

هر کال خپل د عایداتو مالیه بیرته ډک کړئ یا تایید کړئ

له همدې امله تاسو باید هر کال د خپلو عایداتو مالیې اوراق بشپړ یا تایید کړئ. تاسو باید د کورنۍ په وضعیت کې د لاندې بدلونونو په اړه هم ژر تر ژره راپور ورکړئ کله چې دوی تاسو ته پیښ شي (ځکه چې دا کولی شي ستاسو د مالیې نرخ او اندازه بدله کړي) لکه: واده (یا PACS)، طلاق (یا د PACS ختمول)، ستاسو د میړه، میرمنې یا د PACS ملګري مړینه، یا د ماشوم زیږون.

ددې کار ترسره کولو لپاره تاسو باید خپل impots.gouv حساب ته ننوځئ، د سرلیک لاندې "زما د مالیاتو اداره کول" «Gérer mon prélèvement à la source» خانه باندې کلیک کړی او خپل ټول نوې معلومات ور زیات کړی!

د مالیاتو اندازه بدل کړئ

د تادیاتو مالیې نرخ ستاسو د عاید سلنه (%) دی چې مستقیم ستاسو له معاش څخه اخیستل کیږي.
دا ستاسو د وضعیت سره سم د مالیاتو ریاست لخوا محاسبه کیږي او ستاسو په شخصي ځای کې په impots.gouv.fr کې ښکاري، د "زما د مالیاتو اداره کول" تر سرلیک لاندې.

تاسو د 2 اختیارونو سره د بدلولو امکان لرئ:

  • که چیرې د مالیې په کورنۍ کې د 2 خلکو تر مینځ په عاید کې لوی توپیر شتون ولري، د مالیې نرخ د واحد نرخ (د دواړو خلکو لپاره ورته نرخ) پر ځای انفرادي (د هر یو مختلف نرخ سره) کیدی شي. نرخونه د مالیاتو ریاست لخوا محاسبه کیږي.
  • که تاسو یو کارمند یاست او تاسو نه غواړئ خپل د انفرادي کسر نرخ خپل ګمارونکي ته واستوئ، تاسو کولی شئ د "بې طرفه" نرخ غوره کړئ (= شخصي نه دی). د مالیاتو څانګه بیا د تعدیل پرمهال توپیر محاسبه کوي.

یادونه: که تاسو نه غواړئ خپل مستقیم ډیبیټ نرخ بدل کړئ، تاسو په خپل ځانګړي ځای کې د اخیستلو لپاره هیڅ اقدام نلرئ.
د مالیاتو څانګه به په اتوماتيک ډول محاسبه او کاروي.

د مالیې څانګې سره اړیکه ونیسئ

که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ د مالیې معلوماتو خدماتو ته په 0809401401 تلیفون وکړئ.
دوشنبه تر جمعې د سهار له 8:30 بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې (د عامه رخصتیو پرته).

یادونه: مخکې له دې چې زنګ ووهئ، خپل د مالیې شمیره خپل څنګ ته ونیسئ. له هغه څخه به وغوښتل شي چې ستاسو فایل ومومي او تاسو ته دقیق ځواب درکړي.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
45 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
22دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible