مهم معلومات
د .....................سره OPERATION'ELLES

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د یوې نوې راغلې میرمنې په توګه د خپل ژوند کارې پروژې رامینځته کول
دا څه دي ؟
انفرادي ملاتړ (2 مرکې) او ډله ایز ځانګړي (د 3 ورځو ورکشاپونه) د نویو راغلو بهرنیو میرمنو لپاره.
دد ې برنامې هدف دا دی چې میرمنو ته دا وړتیا ورکړي چې په بهر یا خپل هیواد کې ترلاسه شويو تجربو سره سم دوامداره ټولنیزه او یا مسلکي پروژې رامینځته کړي، پداسې حال کې چې د فرانسې هیواد ټولنیز، قانوني او اقتصادي چاپیریال په اړه معلومات ترلاسه کوي او ځان خبره وي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
دا ډله ایز ورکشاپونه به تاسو سره ستاسو د مهارتونو پیژندلو کې مرسته وکړي ترڅو وکولای شئ د دندې لټون پروسې کې ورته وده ورکړي.
د دې ورکشاپونو په جریان کې به تاسو وکولی شئ چې:
- د خپلو فعالیتونو بیا پیل کولو په موخه خپل مسلکي انتخابونه تعریف کړئ او خپل مسکلي او کاري انتخابونه پراخه کړئ.
- د خپل شخصي او مسلکي ژوند وخت پورې اړوند خنډونو په اړه غور کول او په نوې ډول تنظیم کولو په اړه غور او فکر کول.
دا ورکشاپونه تاسو ته اجازه درکوي چې:
- د جنډر (میرمنو او سړو ترمنځ) مساوات ، مسلکي مساوات او تبعیض په اړه زده کړه
- په خپله سیمه کې د دندې او مسلکي ادغام او ملاتړ په اړه معلومات ومومئ
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ په خپله څانګه کې CIDFF ته زنګ ووهئ ترڅو راتلونکی نیټې ومومئ او نوم لیکنه وکړئ (لاندې نقشه وګورئ).
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
14 مرسته کونکي فعالیت کوي