BOP 104 : Intégration des étrangers primo-arrivants - مسلکي فرانسوي ژبه زده کول او د کار موندل - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مسلکي فرانسوي ژبه زده کول او د کار موندل

د .....................سره BOP 104 : Intégration des étrangers primo-arrivants

د.........لخوا وړاندیز شوي GRETA Portes normandes ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 19 jours

د ژبې روزنه او انفرادي ملاتړ، څو وکولای شئ:

  • د هغو مسلکونو لپاره مسلکي فرانسوي ژبه زده کړئ چې د کارکوونکو له کمښت سره مخ دي
  • په اسانۍ اړیکې ونیسئ
  • د مسلکي ادغام لپاره چمتووالی ونیسئ او بېلابېل مسلکونه وپېژنئ
  • په ورځني ژوند کې خپلواک شئ: اداري چارې، روزنه، د کار لټون او نور...

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د ځان معرفي کول: د ژوند مسیر او کاري تجربې بیانول
  • د کار اړوند مهم لغتونه زده کول او د خپل مسلک لپاره د مناسبو لغتونو کارول
  • د اسنادو او کاري لارښوونو درک کول
  • د مسلکي اړیکو لپاره پیغامونه لیکل
  • په کاري چاپېریال کې د ښه اړیکو نیولو زده کول

  • په هغو مسلکونو کې د مسلکي ادغام لپاره چمتووالی چې کارکوونکو ته اړتیا لري: تخنیکي روزنه، د کار مرکه او نور...
  • پوهېدل چې د کار لټون باید چېرته وشي او له چا سره اړیکه ونیول شي
  • له سیمه‌ییزو شرکتونو سره لیدنې او د عملي روزنې (سټاژ) ترسره کول.

  • د انټرنېټ له لارې د اداري چارو د ترسره کولو وړتیا ترلاسه کول: د فورمې ډکول، د ملاقات وخت اخیستل، د کار لټون او نور...
  • د خپل وضعیت لپاره د مناسبو حل‌لارو موندل: ترانسپورټ، د ماشومانو ساتنه، اسناد او نور...
  • د سیمې ګټورو خدمتونو ته لارښوونه: کاف CAF فرانس تخوی France Travail او نور...
  • په مدني فعالیتونو کې ګډون او له نویو خلکو سره پېژندګلوي

څنګه یې وکړو ؟

یادونه: تاسو کولی شئ دې برېښنالیک ته پیغام واستوئ: greta-portes-normandes-contact@ac-normandie.fr

د خپلې سیمې له مخې، له لاندې کسانو سره هم اړیکه نیولی شئ:

ویر Vire

  • د تلیفون له لارې: 0231662500 (سنتیا لیروی Cynthia Leroy)
  • د برېښنالیک له لارې: cynthia.leroy@ac-normandie.fr

فلرز Flers

ارجنټاین Argentan

ایلبیوف او لوویرز Elbeuf et Louviers


تاسو کولی شئ له کارین روبین سره اړیکه ونیسئ:

  • د تلیفون له لارې (ایلبوف Elbeuf): 02 32 96 94 94
  • د تلیفون له لارې (لوویرز Louviers): 0232409494
  • د برېښنالیک له لارې: karine.robin@ac-normandie.fr

Lieu d'accueil

  • Lycee les Fontenelles, chemin des Fontenelles, 27400 Louviers
  • 02 32 40 94 94
  • karine.robin@ac-normandie.fr
Passer la carte
Chargement de la carte...

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • Celine-GPNایډیټر او کره کتونکی
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • Mimi63د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • Marwa د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles