Mobil'intégra - د نقل او حرکت، ترافیکي قوانینو کوډ زده کول او معلوماتي ټکنالوژۍ کارول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د نقل او حرکت، ترافیکي قوانینو کوډ زده کول او معلوماتي ټکنالوژۍ کارول

د .....................سره Mobil'intégra

د.........لخوا وړاندیز شوي Wimoov Normandie ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 19 jours

ډله‌ییز ورکشاپونه او انفرادي لارښوونې، څو وکولی شئ په اسانۍ تګ راتګ وکړئ. په دې پروګرام کې لاندې موارد شامل دي:

  • ستاسو د تګ راتګ د اړتیاوو او وضعیت انفرادي ارزونه
  • د عامه ترانسپورټ د کارولو او په ورځني ژوند کې د ډیجیټلي وسایلو د استعمال په اړه مشورې
  • د مالي مرستو د شرایطو او ترلاسه کولو د څرنګوالي تشریح
  • د ترافیکي قوانینو د ازموینې لپاره چمتووالی.

مهم معلومات: ورکشاپونه د ایور(Eure) په څانګه کې او د پیس ډی لایګل انټر-ماؤنسپل ټولنې په ساحه کې ترسره کیږي. تاسو کولی شئ د جولای 2027 پورې هرکله چې وغواړئ راشئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • تاسو ته نږدې د ترانسپورټ د شته وسایلو پېژندل: بسونه، اورګاډي، بایسکلونه، پلي تګ، د موټر شریک کارول او د غوښتنې پر بنسټ ترانسپورټ (Transport à la demande)
  • ستاسو د وضعیت او اړتیاوو لپاره د مناسبې لارې موندل.

یادونه: د موټر شریک کارول (Covoiturage) دې ته ویل کېږي چې څو کسان د یوه موټر په وسیله په یوه مسیر کې یوځای سفر وکړي.

  • د خپل ټیلیفون کارول زده کول: د سفر د لارې لټول، د ترانسپورټ ټکټ اخیستل، د تګ راتګ د وختونو کتل او د سفر چمتو کول
  • د ورځني ژوند لپاره د ګټورو اپلېکېشنونو کارول زده کول.

  • د ترانسپورټ د وسایلو او د خپلو سفرونو ارزونه
  • د ترانسپورټ د لګښتونو په اړه پوهېدل
  • د شته مالي مرستو پېژندل
  • د ترافیکي قوانینو د ازموینې لپاره چمتووالی
  • د خپلو سفرونو تنظیمول زده کول: د روزنې، کار او اداري چارو لپاره تګ راتګ.

څنګه یې وکړو ؟

د دې روزنې لپاره د یو مسلکي (ټولنیز کارمند، د فرانس تخوی یا اوفي OFII سلاکار، د سیمه ایز ماموریت یا AGIR پروګرام مسؤول، CCAS یا د فرانس خدماتو مرکز کارکوونکی) یا د ملاتړ ټولنې څخه وغواړئ چې تاسو راجستر کړي.

Lieu d'accueil

  • 60, Rue de Pannette, 27000 Évreux
  • 09 67 29 95 93
  • normandie@wimoov.org
Passer la carte
Chargement de la carte...

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • Wimoov fatimaایډیټر او کره کتونکی
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • taghridد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles