PARLER PRO : communiquer, s'insérer, évoluer - مسلکي فرانسوي ژبه زده کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مسلکي فرانسوي ژبه زده کول

د .....................سره PARLER PRO : communiquer, s'insérer, évoluer

د.........لخوا وړاندیز شوي GRETA-CFA Lorraine Sud ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 heures

په اونۍ کې دوه نیمې ورځې د فرانسوي ژبې کورسونه، څو وکولای شئ:

  • په واقعي کاري شرایطو کې له نورو سره د اړیکو نیولو څرنګوالی زده کړئ
  • د ژبې د مهارتونو د ډیپلوم (DCL – Diplôme de Compétence en Langue) لپاره چمتووالی ونیسئ او ازموینه ورکړئ، څو د فرانسوي ژبې خپله کچه په رسمي ډول ثابته کړئ.
مهم معلومات: د ګډون لپاره، تاسو باید:
- کډوال اوسئ، یا د فرعي محافظت ګټه اخیستونکی، یا بې تابعیته کس اوسئ
- یا په فرانسه کې د استوګنې جواز سره له پنځو کلونو څخه کم وخت تیر کړی وي او د اوفي OFII سره مو د جمهوریت د ادغام تړون CIR لاسلیک کړی وي.
- په فرانسوي ژبه کې د A1 کچه ولرئ.
- د فرانس تخوی سره نوم لیکنه کړي وي او د کار په لټون کې اوسئ.
که د روزنیز پروګرام په پای کې د A2 کچه ترلاسه نه کړئ، د دوو روزنیزو دورو د تعقیب امکان شته.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د ځان معرفي کول: پس منظر، مسلکي تجربه
  • د کار پورې اړوند مهمو کلمو پوهیدل او ستاسو د مسلک لپاره مناسب لغتونه کارول
  • د اسنادو او کاري لارښوونو پوهیدل
  • د مسلکي پیغامونو لیکل
  • په کار کې د ښه خبرو اترو زده کړه
  • د ستونزو راپور ورکول...
یادونه: د روزنې محتوا د هر ګډونوال مسلکي سکتور سره سمه تنظیم شوې ده.

  • د چهارشنبې په ورځو او د ښوونځیو د رخصتیو پر مهال ټولګي نه وي
  • دا مهال‌ وېش ښځو ته هم د روزنې په پروګرام کې د ګډون زمینه برابروي.

  • په مسلکي حالاتو کې د فرانسوي ژبې تمرین او کارول.

  • د ژبې د مهارت ډیپلوم (DCL) ازموینې د میتود او ازموینو تشریح
  • د A2 کچه ترلاسه کول او تایید ول.
یادونه: DCL په رسمي ډول ستاسو د فرانسوي ژبې کچه ثابتوي.
دا د ادارې او شرکتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوی، او د اداري اسنادو، کار، زده کړو لپاره کارول کیدی شي...

څنګه یې وکړو ؟

له خپل ټولنیز کارمند، د فرانس تخوی سلاکار، د ماموریت ځایي یامیسیون لوکال له مسؤول یا بل مسلکي اړوند کس څخه وغواړئ چې تاسو په دې روزنیز پروګرام کې شامل کړي.

هغه به له تاسو سره د نوم لیکنې فورمه ډکه کړي.

یادونه: د روزنې پیل کولو دمخه، ستاسو د فرانسوي کچې ارزونه کیږي.

Lieu d'accueil

Passer la carte
Chargement de la carte...

4 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • ELODIE-GLSایډیټر او کره کتونکی
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles