Jump Intégration - د روزنې یا دندې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د روزنې یا دندې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کول

د .....................سره Jump Intégration

د.........لخوا وړاندیز شوي Synergie Family ...میاشي کیږي چې نوي شوي 11 днів тому

دا په فرانسه کې ستاسو د مسلکي راتلونکي د جوړولو لپاره یو وړیا پنځه اوونیز پروګرام دی.

په دې پروګرام کې ډله‌ ییز ورکشاپونه ترسره کېږي، څو تاسو وکولای شئ:

  • خپل مهارتونه او وړتیاوې وپېژنئ
  • د کار نړۍ په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ
  • له بېلابېلو مسلکونو سره اشنا شئ او د خپل مسلکي راتلونکي لپاره پلان جوړ کړئ.

په دې پروګرام کې له مسلکي کسانو سره لیدنې، کلتوري او سپورتي فعالیتونه او د هر ځوان د اړتیاوو سره سم انفرادي ملاتړ هم شامل دي.

د دې پروګرام موخه دا ده چې پر ځان باور مو زیات شي، نوي مهارتونه زده کړئ او په اسانۍ سره د روزنیز پروګرام یا کار فرصت پیدا کړئ.

دا پروګرام د 16 څخه تر 29 کلونو پورې د هغو ځوانانو لپاره دی چې په مولوز (Mulhouse) کې اوسېږئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • خپل مهارتونه او وړتیاوې پیژندل
  • له بېلابېلو مسلکونو سره اشنا کیدل
  • د خپلو غوښتنو او شخصي وضعیت سره سم د مسلک مناسب لوری ټاکل.

  • په ډله‌ ییزو ورکشاپونو کې ګډون وکړئ
  • له شرکتونو څخه لیدنه وکړئ
  • د مسلکي نړۍ اصول او غوښتنې په ښه توګه درک کړئ.

  • پر ځان بېرته باور پیدا کول
  • نوي مهارتونه زده کول
  • د روزنیز پروګرام یا کار موندلو په اړه لارښوونې ترلاسه کول
  • د ژوندلیک (CV) او انګېزه‌ لیک (Lettre de motivation) جوړول زده کول
  • د روزنیز پروګرام تر پای ته رسېدو وروسته تر 6 میاشتو پورې انفرادي ملاتړ او څارنه ترلاسه کړئ.

  • په ډله ییزو فعالیتونو کې ګډون کول
  • له نورو ځوانانو سره خبرې کول
  • خپلې تجربې شریکې کړئ او خپله شبکه پراخه کړئ.

  • دم وهل او په طبیعت کې مزل کول
  • د خپلو فزیکي وړتیاوو پېژندل
  • د خپل شخصي پرمختګ لپاره ننګونې ترسره کول
  • ډله‌ ییزې لوبې کول.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ henda.gary@synergiefamily.com ته بریښنالیک واستوئ یا د اړیکې فورمه وکاروئ.

یادونه: خپل نوم، تخلص، د تلیفون شمیره، خپل پته ولیکئ او مشخص کړئ چې تاسو د جمپ انټیګریشن (Jump Intégration) سره علاقه لرئ.

زموږ ټیم به بیا له تاسو سره اړیکه ونیسي.

Lieu d'accueil

Passer la carte
Chargement de la carte...

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • SF68ایډیټر او کره کتونکی
  • Marwa د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • Aleksandra.tokmakovaد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles