le programme P.A.R.L.E - په اورلېان (Orléans) کې د شخصي خدمتونو یا پاکارۍ په برخه کې د کار کولو لپاره فرانسوي ژبه زده کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په اورلېان (Orléans) کې د شخصي خدمتونو یا پاکارۍ په برخه کې د کار کولو لپاره فرانسوي ژبه زده کول

د .....................سره le programme P.A.R.L.E

د.........لخوا وړاندیز شوي INFREP 45 ...میاشي کیږي چې نوي شوي 4 дні тому

دا شاوخوا درې میاشتنی روزنیز پروګرام دی (په ټولیز ډول ۱۷۲ ساعته) چې لاندې برخې لري:

  • د فرانسوي ژبې کورسونه
  • د فرانسوي ژبې د پوهې ازموینې (TCF) لپاره چمتووالی
  • د شخصي خدمتونو یا پاکوالي په برخه کې د کارونو لپاره تخنیکي مهارتونه
  • له مسلکي کسانو سره لیدنې
  • د کار موندلو لپاره ملاتړ.
یادونه: شخصي خدمتونه (Services à la personne) یعنې د خلکو سره د هغوی په کورونو کې مرسته کول. د بېلګې په توګه: د زړو کسانو پالنه، د ماشومانو ساتنه یا د کور پاکول.

د پاکوالي برخه (Secteur de la propreté) یعنې د بېلابېلو ځایونو پاکول او ساتنه. د بېلګې په توګه: د فرشونو پاکول یا د یوې خونې پاکه ساتل.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د کار لپاره د فرانسوي ژبې تمرین کول
  • تخنیکي لغتونه زده کول
  • د کار لارښوونې او سپارښتنې درک کول
  • له خپلو همکارانو او کارګومارونکي سره اړیکې ونیسئ.
یادونه: د روزنې په ترڅ کې به تاسو د فرانسوي ژبې د پوهې ازموینې (TCF) لپاره چمتووالی ونیسئ او د ازموینې د بریالي ترسره کولو په موخه به مشورې ترلاسه کړئ. دا ازموینه په رسمي ډول ستاسو د فرانسوي ژبې کچه څرګندوي.
TCF د دولتي ادارو او شرکتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوې ازموینه ده او د اداري اسنادو، کار او زده کړو لپاره کارول کیدی شي...

  • د شخصي خدمتونو او پاکوالي په برخو کې د بېلابېلو مسلکونو پېژندنه، لکه: د ورځني ژوند مرستیال، په کور کې مرستندوی، د پاکوالي کارکوونکی او نور.
  • د کار موندلو لپاره مشورې: د کاري تجربي لنډیز یا سي وي (CV)، د کار اعلانونه او نور.

  • نوي تخنیکي مهارتونه زده کړئ او خپل مهارتونه په رسمي ډول تأیید کړئ؛ لکه د طبي بستـر برابرول او د تشنابونو پاکول.
  • د روزنې په پای کې د «Job Dating» په نوم د کارموندنې په ځانګړې غونډه کې له هغو شرکتونو سره لیدنه وکړئ چې نوي کارکوونکي په کار ګماري..
یادونه: د CLéA سند ترلاسه کولو ازموینه ورکولو امکان هم لرئ، کوم چې ستاسو عمومي پوهه او مسلکي مهارتونه تاییدوي.

څنګه یې وکړو ؟

د برېښنالیک له لارې:

Lieu d'accueil

  • 1, rue des Charretiers, 45000 Orléans
  • 02 38 62 64 00
  • contact45@infrep.org
Passer la carte
Chargement de la carte...

9 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • Maelysاډمین
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles