د کار لپاره د فرانسوي ژبې A2 کچه ترلاسه کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کار لپاره د فرانسوي ژبې A2 کچه ترلاسه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي GRETA Strasbourg Europe...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 8 jours
دا ۱۸۰ ساعته روزنه د فرانسوي ژبې پرمختګ کې مرسته کوي چې لاندې مطالب لري:
  • د عمومي او مسلکي فرانسوي ژبې کورسونه
  • د اداري چارو د سرته رسولو او د Frello اپلیکیشن د کارولو لارښوونې
  • د کار د لټولو لپاره ملاتړ
  • د ژبې د وړتیا ډیپلوم (DCL) لپاره چمتووالی

اضافي معلومات

روزنه د هغو کسانو لپاره خلاصه ده چې:

  • نړیوال خوندیتوب ولري (د کډوالۍ حیثیت، د فرعي خوندیتوب ګټه اخیستونکی، یا بې‌تابعیته شخص)، یا د «شخصي ژوند او کورنۍ ژوند» د استوګنې کارت، یا د کارکوونکي یا لنډمهاله کارکوونکي د استوګنې کارت ولري
  • له پنځو کالو کمې مودې راهیسې فرانسه کې اوسیږي
  • د فرانس تخوی France Travail (د کار لټونکي)، یا کاپ امپلوا CAP Emploi (معلول کسان)، یا میسیون لوکال Mission locale (د ۱۶ تر ۲۵ کلونو ځوانان)، یا اجیر AGIR پروګرام (د کډوالو هراړخیز او شخصي ملاتړ) له خوا ملاتړل کیږي.

ولې دا ګټور دی؟

  • د ورځني ژوند ګټورې کلمې
  • د ډاکتر، سوپرمارکیټ، ترانسپورت او نورو ځایونو کې په اسانۍ سره ځان پوهولو او خبرو کولو تمرینونه
  • د کار او د اسنادو لپاره د لیکلو او لوستلو تمرینونه: لیکونه، د ملاقات وخت اخیستل...
  • د Frello اپلیکیشن له لارې د فرانسوي ژبې زده‌کړې په اړه لارښوونې: حساب جوړول، تمرینونه کول...

  • ستراسبورګ کې د هغو د ندو یا مسلکونو پیژندل چې کارګرو ته اړتیا لري
  • د کار لپاره تخنیکي کلمې
  • د کار پیدا کولو لپاره لارښوونې: خپله سي وي CV جوړول، له شرکت سره اړیکه نیول، مرکه چمتو کول.

  • د ژبې د وړتیا ډیپلوم (DCL) ازموینه کې د بریالیتوب لپاره چمتووالی او لارښوونې
  • په ازموینه کې د نوم لیکنې لپاره مرسته.

اضافي معلومات

د DCL سند په رسمي ډول ستاسو د فرانسوي ژبې کچه ثابتوي. دا سند د دولتي ادارو او شرکتونو له خوا منل شوی دی، او د اداري اسنادو، کار، زده کړو او نورو موخو لپاره کارول کېدای شي.

څه باید وکړئ؟

  • د تلیفون له لارې: 0757408479 (محترم بنیایا فرید BENYAYA Farid)
  • د بریښنالیک له لارې: fbenyaya@strasbourg.greta.fr

اضافي معلومات

د روزنې پیل کولو دمخه، د معلوماتو یوه غونډه او یوه شخصي مرکه ترسره کیږي.

Passer la carte

Lieu d'accueil

Chargement de la carte...

Liens utiles